تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۱مه) د سختو بارانونو له امله، چې د سېلونو د راوتلو او ځمکې د ښویېدو سبب شوي، په تېرو پنځو ورځو کې لږ تر لږه ۴۵ کسان په افغانستان او پاکستان کې مړه شوي دي.
دا مصیبت پر هغو مرګ ژوبلو او کړاوونو سربېره دی چې پر افغانستان د پاکستان د حملو له کبله له څه باندې یوې میاشتې راهیسي د ډیورند کرښې د دواړو خواوو خلک ورسره مخامخ دي.
د افغانستان له طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د دوشنبې په ورځ وويل چې په افغانستان کې ۲۸ کسان مړه شوي او ۴۹ نور ټپيان دي، او تر ۱۰۰ زيات کورونه ويجاړ شوي دي.
د يادې ادارې په وينا، ډېری مرګژوبله په مرکزي ولايتونو کې شوې، لکه پروان، ميدان وردګ، دايکنډي او لوګر.
دې ادارې زياته کړې چې د هېواد په ځينو سيمو کې هوا لا هم «بېثباته» ده او د نورو بارانونو او سېلابونو خطر شته.
ادارې ويلي: «ټولټال ۱۱۴۰ کورنۍ اغېزمنې شوې دي.»
د پوليسو وياند صديقالله صديقي فرانس پریس خبري اژانس ته ويلي چې په شمال لوېديځ ولايت بادغيس کې يو ۱۴ کلن هلک د تندر د لوېدو له امله مړ شوی دی.
هغه زياته کړه چې په همدې ولايت کې درې نور کسان هغه مهال ډوب شوي، کله چې یې د سون لرګي راټولول.
په همدې وخت کې، له ډیورند کرښې پورې خوا په خيبر پښتونخوا کې، ۱۷ کسان مړه او ۵۶ نور ټپيان شوي دي، دا خبره د پېښو د مديريت صوبايي ادارې کړې ده.
سخت موسم:
له تېرې پنجشنبې راهيسې په افغانستان کې تېز ورښتونه روان دي چې له امله یې په ګڼو ولايتونو کې سېلونه راوتلي او مځکې ښوېیدلې دي.
چارواکو ويلي چې په مرکزي او ختيځو سيمو کې د خرابې هوا له امله څو لويې لارې تړل شوې دي.
د هوا پېژندنې له مخې، د سېشنبې لپاره د نورو بارانونو او توپانونو وړاندوينه شوې ده.