چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+ایفل برج، د نړۍ تر ټولو لوړه فلزي ودانۍ

ایفل برج، د نړۍ تر ټولو لوړه فلزي ودانۍ

تاند- له نن څخه ۱۳۵ کاله پخوا د ۱۸۸۹ کال د مارچ په ۳۱ مه په پاریس کې د ایفل برج رسماً پرانیستل شو.

دا برج، چې اوس د پاریس ښار او د فرانسې هیواد سمبول کڼل کېږي، په نړۍ کې تر ټولو مهمه فلزي ودانۍ ده چې تر ۱۹۳۰ پورې د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ شمېرل کېده.

دا برج، چې د فرانسې یوه مهمه سیاحتي جاذبه ده او تقریباً هر سیلانی یې لیدو ته ورځي، په ۱۹۹۱ م کال له شاوخوا ځایونو سره د یونسکو د نړیوالو میراثونو په فهرست کې ثبت شو.

ایفل برج ټول له فلزه جوړ شوی، د پاریس د شان دو مارس (Champ de Mars) پارک په شمال لوېدیځ کې دی.

دا برج ګوستاو ایفل (Gustave Eiffel) کمپنۍ د فرانسې د انقلاب د سلمې کالیزې او د ۱۸۸۹ د نړیوال ایکسپو د نندارتون لپاره جوړ کړ. مخکې تر دې چې د برج کار بشپړ شي، ډېرو کسانو او حتي د هنر او ادبیاتو نامتو څېرو لکه شارل ګونو (Charles Gounod)، ګي دو موپاسیان (Guy de Maupassant) او فرانسوا کوپې (Francois Coppee) پرې انتقادونه لرل او هغه یې بې ضرورته باله.

۳۰۰ هنرمنانو، مجسمه جوړوونکو، لیکوالانو او معمارانو د پاریس د نندارتون د پلاوي غړی ته یو اوږد لیک ولېږه او ورڅخه ویې غوښتل چې د دې مسخره برج د جوړولو کار ودروي ځکه چې د دوی په نطر دا به د یوه تور دودکش په شان پر پاریس ولاړ وي.

خو کله چې د برج کار بشپړ شو، انتقادونه پای ته ورسېدل ځکه چې یو شهکار پنځول شوی و.

د تایپې تر ټولو لوړ اسمانڅوکی

د ۱۸۸۹ د ایکسپو نندارتون په ترڅ کې ایفل ته دوه ملیونه نندارچیان ورغلل. تر هاغه وخته یعني د ۱۸۰۰ لسیزې تر پایه، پاریس د مدرنې انځورګرۍ، او هنر مرکز، د ولسواکۍ ښار او د لومړني نړیوال نندارتون کوربه ګڼل کېده، خو د ایفل برج جوړېدا سبب شوه چې دا ښار د مدرنې معمارۍ زېږنځای هم وګڼل شي.

د ایفل برج وسپنې څو قلمه داسې رنګول شوي چې زنګ یې نه شي وهلی.

ګوستاو ایف په ۱۹۰۰ م کال په خپل کتاب «۳۰۰ متري برج» کې لیکلي:

«په زیات احتمال څوک به دې ته متوجه نه شي چې د برج رنګ څومره اهمیت لري، دا هغه عنصر دی چې د فلز ساتنه کوي او که هر څومره رنګ په دقت وکارول شي په هماغه اندازه د وسپنې عمر زیاتوي.»

ایفل برچ له جوړېدو راوروسته ۱۹ ځلي رنګېدلی او په متوسط ډول په هرو اوو کلونو کې یو وار رنګ ورکول کېږي. څو ځلې یې رنګ بدل شوی، کله نسواري، کله ژېړ او کله سور. خو په زړه پورې دا ده چې اوس هم ایفل ته په لاس رنګ ورکوي.

د تلویزیون او راډیو انتنونه د دغه برج پر پاسنۍ برخه نصب دي.

دا برج ۳۰۰ متره لوړوالی لري او تر ۱۹۲۹ پورې چې په نیویارک کې کریسلر ودانۍ جوړېده، په نړۍ کې د انسان په لاس تر ټولو جګه ودانۍ وه.

په ایفل برج د کار پیل او پای

پیل: د ۱۸۸۷ د جنورۍ ۲۷

د فلزي ستنو د نصب پیل: د ۱۸۸۷ د جولای لومړۍ

د لومړي پوړ بشپړېدا: د ۱۸۸۸ د اپریل لومړۍ

د دوهم پوړ بشپړېدا: د ۱۸۸۸ د اګست ۱۴ مه

د پروژې بشپړېدا: د ۱۸۸۹ د مارچ ۳۱ مه

برج ته د ختو ټکټ

تر وروستي پوړه په لیفټ کې ۲۶ یورو

زلمکیو اوماشومانو ته تخفیف شته.

ایفل برج په رسمي ویبپاڼه کې د برج ټکټونه او د پرانیستل کېدو وختونه موندلی شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب