جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهم.م. له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده

م.م. له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۱۰ مه) د ملګرو ملتونو یوه چارواکي د هغو افغان کډوالو د اجباري ایستلو د ضرب الاجل د رانژدې کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې بې اسناده دي یا د افغانستان د تابعیت کارت (ACC) لري.

نوموړي ویلي چې د پاکستان دا پرېکړه د دغو کډوالو هیلې او ارمانونه له منځه وړي.

د افغان کډوالو د ایستلو مهلت د دوشنبې په ورځ، د مارچ په ۳۱مه پای ته رسېږي.

فیلیپا کندلر، چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ استازې ده، نن یکشنبې په یوه اعلامیه کې وویل چې تېره اوونۍ یې له یوې افغانې کورنۍ سره ولیدل، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې پاکستان ته پناه راوړې وه.

نوموړې زیاته کړې چې دې کورنۍ هر څه پرېښي وو، څو سوله او امنیت ومومي، خو اوس یې د اجباري ستنېدو ویره زړه بوږنوونکې ده.

کندلر ټینګار کړی، چې اجباري بېرته ستنول نه یوازې دا چې د هېچا په ګټه نه دي، بلکې دا یوه دوامداره حل‌لاره هم نه ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د دې چارواکي په وینا، ډېر هغه افغانان، چې په ۲۰۲۳ کال کې اړ کړل شول چې افغانستان ته بېرته لاړ شي، بېرته پاکستان ته تللي دي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۲۳ کال کې اعلان کړی و، چې تر یو میلیون او اووه‌لکه ډېر غیرقانوني افغان کډوال باید د هماغه کال د اکتوبر تر پایه پاکستان پرېږدي، چې دې پرېکړه پراخ غبرګونونه وپارول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب