Homeخبرونهد افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله نیپال ته لاړه

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله نیپال ته لاړه

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۱۰ مه) د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله نن (یکشنبه) سهار نیپال ته روانه شوه، څو د کوربه هېواد پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي چې د هېواد د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله نیپال ته تللې، څو د نیپال د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

همداراز، کرکټ بورډ ویلي، چې افغان لوبډله به هلته د ۱۹ کلنو نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې هم ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله خپله لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ د نیپال پر وړاندې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...