پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+سرطان: د درملنې نوې لارې او طبي پرمختګونه

سرطان: د درملنې نوې لارې او طبي پرمختګونه

سرطان او د نوې ټکنالوژۍ پرمختګونه

له اوږدې مودې راهیسي، سرطان یوه ناعلاجه ناروغي ګڼل کېده، خو د ۲۱مې پېړۍ د نوې ټکنالوژۍ له پرمختګ سره، د دې ناروغۍ د درملنې لپاره څو نوې لارې رامنځته شوې، چې دا بهیر اوس هم د تکامل په حال کې دی.

د سرطان د کنټرول لپاره نوې علمي هڅې

په وروستیو کلونو کې، څېړونکو خپلې علمي هڅې د دې لپاره متمرکزې کړې چې د سرطان تومورونه کنټرول کړي. اوس د سرطان درملنه یوازې جراحي، کیمیاوي درملنه (کیموتراپي)، او وړانګې (ریډیوتراپي) نه ده؛ بلکې نوې لارې هم رامنځته شوې، لکه:

  • شخصي واکسینونه
  • د سرطان د تشخیص او څرک لګولو لپاره مصنوعي ذهانت
  • نوي درمل او د جنیټیکي انجینرۍ وسایل
  • د انسان د DNA مطالعه

که څه هم ځینې نوښتونه لاهم په ازمیښتي پړاوونو کې دي، خو تمه کېږي چې دا به د سرطان په درملنې کې د پام وړ پرمختګ ته لاره هواره کړي.

د سرطان لپاره شخصي واکسینونه

یو له تازه پرمختګونو څخه، د هر سرطاني ناروغ لپاره د ځانګړی شخصي واکسین جوړول دي. په نژدې راتلونکي کې، په زرګونو بریتانیايي ناروغان کولای شي د دې نوې واکسین د ازمیښتي پروګرام برخه شي.

دا واکسینونه داسې ډیزاین شوي چې د بدن دفاعي سیستم تقویه کړي، چې د سرطان حجرې وپېژني او د ناروغۍ د بیا تکرار مخه ونیسي. څېړونکي هیله لري چې دا واکسینونه به د دودیزې کیمیاوي درملنې پرتله لږ جانبي عوارض ولري.

د “سرطان واکسین د ازمیښتي مرکز” (Cancer Vaccine Launch Pad) پروژه د COVID-19 واکسینونو په څېر، له mRNA ټکنالوژۍ څخه کار اخلي. تر ۲۰۲۷ کال پورې، تمه کېږي چې دا څېړنه بشپړه شي.

د سرطان د تشخیص نوې میتودونه

یو نوی ازمیښتي ټسټ چې ۱۸ ډوله سرطانونه کشفوي

امریکايي څېړونکو یو ازمیښتي میتود رامنځته کړی، چې کولی شي د سرطان ۱۸ ډولونه په لومړیو پړاوونو کې وپیژني. دا ټسټ، د Novelna شرکت له خوا جوړ شوی او د وینې پروتینونه تحلیلوي.

په هغه ازمېښت کې چې په ۴۴۰ سرطاني ناروغانو وشوه، په لومړي پړاو کې یې په ۹۳ سلنه دقت په نارینه وو او په ۸۴ سلنه دقت په ښځو کې سرطان تشخیص کړ.

څېړونکي باور لري چې دا به د سرطان د تشخیص لپاره ارزانه، مؤثره، او اسانه میتود وي.

د سرطان درملنې لپاره د دقیقې انکولوژۍ کارول

د “Genetron Health” شرکت اجرايي رئیس، سیجن وانګ، وايي چې “دقیقه انکولوژي” د سرطان د درملنې غوره وسیله ده. دا طریقه د هر ناروغ د سرطان د جینیتیکي جوړښت مطالعه کوي، ترڅو:

  • د سرطان د پراخېدو عوامل وپیژني.
  • د ځانګړي ناروغ لپاره مناسبه درملنه ومومي.

د سرطان د درملنې لپاره مصنوعي ذهانت

د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له لارې، د سرطان تشخیص، او درملنه اسانېږي. د بېلګې په توګه:

  • AI کولی شي شپږ کاله مخکې د سږو سرطان د پراخېدو وړاندوینه وکړي.
  • د سینې سرطان د تشخیص لپاره دقیق تحلیلونه ترسره کړي.
  • د بدن په هغو برخو کې چې سکن یې ستونزمن وي، د سرطان نښې ومومي.

د سرطان د تشخیص لپاره د DNA مطالعه

په برېټانیا کې د “کیمبریج” پوهنتون روغتون، د ۱۲ زره سرطاني ناروغانو DNA مطالعه کړې، چې د سرطان د رامنځته کېدو نوي عوامل یې موندلي.

د دې څېړنې پایلې دا ښيي چې:

  • د سیګرېټ لوګی، فوق البنفسجي وړانګې، او دننني حجروي ستونزې د سرطان سبب کېدای شي.
  • دا بدلونونه د جرم د صحنې د “اثر ګوتې” په څېر دي، چې څېړونکي یې هره ورځ کشف کوي.

نوي تشخیصي میتودونه: مایع او سنتتیک بایوپسي

مایع بایوپسي یوه غیر تهاجمي طریقه ده، چې د سرطان نښې د وینې په معاینې له لارې معلوموي. سنتتیک بایوپسي یو نوی نوښت دی، چې د سرطان حجرې دې ته اړباسي چې خپل حضور ښکاره کړي.

د CAR-T حجروي درملنه

په ۲۰۲۲ کال کې، د CAR-T حجروي درملنې طریقه، د لوکیمیا د ناروغانو لپاره بریالۍ ثابته شوه. د دې طریقې هدف دا دی چې:

  • د ناروغ د بدن T-حجرې اصلاح شي.
  • دا حجرې د سرطان ضد پروټینونه تولید کړي.
  • د بدن دفاعي سیستم ته وړتیا ورکړي چې سرطان ختم کړي.

دا طریقه لاهم تر څېړنې لاندې ده، ځکه چې د ۳۳ ناروغانو په ځینو کې سرطان بېرته راڅرګند شو.

د جنیټیکي انجینري وسایلو پرمختګ

استرالیایي څېړونکو د “Cas12a” انزایم پرمختللې نسخه جوړه کړې، چې د “CRISPR” ټکنالوژۍ دقت یې لوړ کړی.

د دې پرمختګ له لارې:

  • څېړونکو د لنفوم سرطان وده کنټرول کړې.
  • د سرطان د درملنې لپاره نوی میتود وړاندې شوی.

ایمونوتراپي: د سرطان د درملنې انقلاب

ایمونوتراپي د سرطان د درملنې نوې، مؤثره او هیله بخښونکې طریقه ده. دا میتود:

  • د بدن دفاعي سیستم ته ځواک ورکوي چې له سرطان سره مبارزه وکړي.
  • د جراحي، وړانګو، او کیموتراپي پر ځای، سرطان له منځه وړي.

بریتانیا په ۱۱۸ میلیون پونډه غواړي:

  • د مصنوعي ذهانت له لارې د سرطان تشخیص ته پرمختګ ورکړي.
  • نوي درمل وازمایي.
  • د سرطان د درملنې نوې لارې ومومي.

پایله

په وروستیو کلونو کې، د سرطان د درملنې لپاره بې‌ساري پرمختګونه شوي. له شخصي واکسینونو نیولې، تر دقیقې انکولوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، او ایمونوتراپي پورې، ساینسپوهان هڅه کوي چې سرطان دپر یوه کنټرول وړ ناروغۍ بدله کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...