تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۱۰ مه) یوه امریکایي ښځه، چې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې په افغانستان کې د طالبانو له لوري نیول شوې وه، خوشې شوې او روغتیايي وضعیت یې ښه بلل شوی دی.
فای هال د پنجشنبې په ورځ “د محکمې د حکم په پایله کې او د قطر په لوجیستیکي ملاتړ” خوشې شوې ده. قطر د امریکا په استازیتوب په دې قضیې کې منځګړیتوب کاوه.
هغه په افغانستان کې د بې اجازې ډرون د کارولو په تور نیول شوې وه.
“لویدېځې سرچینې وايي، هال د قطر سفارت ته وسپارل شوه او له یو لړ طبي معاینو وروسته د هغې ښه روغتیا تایید شوه. دا مهال، امریکا ته د هغې د بېرته ستنولو ترتیبات روان دي.
د هال یوه عکس، چې د قطري چارواکو تر څنګ ناسته ده، د شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد خپور کړی دی.
ښاغلي خلیلزاد د شنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې ولیکل چې دغه امریکایي وګړې اوس له قطري دوستانو سره په کابل کې دی او ډېر ژر به خپل کور ته روان شي.
هغه همداراز د قطر د دوامداره او ثابتې همکارۍ لپاره مننه کړې ده.
هغه وروسته له دې خوشي شوه چې د ټرمپ استازي ادام بوهلر او زلمی خلیلزاد کابل ته سفر وکړ، ترڅو د قطر په منځګړتوب د امریکایي جورج ګلزمن د خوشي کېدو هڅې وکړي.
امریکا په افغانستان کې دیپلوماتیک حضور نه لري، ځکه چې د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې خپل سفارت بند کړ. د دې پر ځای، قطر د امریکا استازیتوب کوي، او د دې هېواد د ګټو د ساتندوی رول لوبوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د هال یوه ویډیو شریکه کړه، چې پکې هغه مننه کوپ او وايي چې “ډیره خوشحاله” ده چې ټرمپ په واک کې دی.
هال په ویډیو کې وویل، چې ټرمپ خپره کړې وه:«مننه چې زه مو بېرته خپل کور ته راوستم. زه تر اوسه هیڅکله دومره ویاړلې نه وم چې د امریکا تبعه یم.»