Homeخبرونهپه افغانستان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ...

په افغانستان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ اعلان شوه

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۹ مه) سبا (یکشنبې) په افغانستان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

سعودي عربستان تېره شپه اعلان وکړ چې د یکشنبې ورځ اختر ده.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سترې محکمې هم اعلان وکړ چې په فراه، کندهار، غزني، پکتیکا او هلمند ولایتونو کې ګڼ شمېر کسانو د کوچني اختر میاشت لیدلې او شرعي محکمو ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي ورکړې نو پر دې اساس د یکشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

د افغانستان او سعودي عربستان ترڅنګ یمن، متحده عربي امارات، قطر او کویت هم اعلان کړی چې نن یې د اختر لومړۍ ورځ ده.

خو پاکستان، هند، بنګله دېش، ایران، مالیزیا او اندونیزیا ویلي چې د دوشنبې په ورځ به یې د اختر لومړۍ ورځ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...