جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهحامدکرزی؛ د هېواد راتلونکي لپاره د نجونو زده کړې حیاتي دي

حامدکرزی؛ د هېواد راتلونکي لپاره د نجونو زده کړې حیاتي دي

تاند【شنبه د حمل ـ وري ۹مه】د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اتونبایوا سره په لیدنه کې د افغان نجونو د زده کړو په برخه کې د ملګرو ملتونو له رول مننه وکړه.

نوموړي په دې لیدنه کې د افغانستان راتلونکي لپاره د نجونو زده کړې حیاتي بللې دي.

ملګرو ملتونو له دې وړاندې ویلي وو، چې طالبانو په افغانستان کې ۲.۲ ملیونه افغانې نجونې له زده کړو محرومې کړي او د یاد بشري حق پر ورکړې یې ټینګار کړی و.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې کرزي د یوناما له مشرې سره د افغانستان او سیمې پر حالاتو او هېواد کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ پر پروګرامونو خبرې کړې دي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د راتلونکې یوه کال لپاره تمدید کړ.

د یوناما استازو د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې وننګولې، خو د طالبانو حکومت وايي، دا د دوی سم انځور نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...