تاند (شنبه، د وري/ جمل ۹ مه) د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت وايي، پاکستان ۲۲۳ افغان مهاجر له خپلو زندانونو خوشي کړي دي.
دې وزارت نن (شنبه، د وري/ حمل ۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو دوو ورځو (د حمل ۷مه او ۸مه) کې ۲۲۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
طالبان وايي، دغه افغانان سره له دې چې “قانوني اسناد” یې لرل، د پاکستان د پولیسو له لوري د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په بېلابېلو برخو کې نیول شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دې کسانو له ۱۰ ورځو څخه تر یوې میاشتې پورې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بند تېر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت هغو افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد نه لري، خبرداری ورکړی چې تر سبا دوشنبې پورې دې له دې هیواده ووځي؛ که نه، د نیولو او په زوره ایستلو له خطر سره به مخامخ شي.