جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهخلیلزاد: طالبان به ژر یو بل امریکايي وګړی خوشی کړي

خلیلزاد: طالبان به ژر یو بل امریکايي وګړی خوشی کړي

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۹ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد نن ویلي چې یو امریکايي وګړی به ډېر ژر د طالبانو له بنده خوشې شي.

خلیلزاد په خپله ایکسپاڼه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په قول لیکلي چې دا امریکايي “فای دي هال” نومېږي.

هغه نور جزئیات نه دي ورکړي، او لا هم روښانه نه ده چې دغه امریکايي وګړی له کومې مودې راهیسې د طالبانو په بند کې و او په کوم تور نیول شوی و. همداراز، دا هم معلومه نه ده چې طالبانو د دې امریکايي وګړي د خوشې کولو په بدل کې څه ترلاسه کړي دي.

فای دي هال دوهم امریکايي دی چې د ډونالډ ټرمپ له بېرته واک ته رسېدو راهیسې د طالبانو له بنده ازادېږي. له دې وړاندې، طالبانو د ۱۴۰۳ کال د حوت په ۳۰مه جورج ګلزمن کابل ته د خلیلزاد په ګډون د یوه امریکايي پلاوي له سفر وروسته خوشې کړ.

د ټرمپ ادارې د جورج ګلزمن د خوشې کېدو په بدل کې د طالبانو کوم بندی نه و خوشې کړی.

خلیلزاد هغه وخت ویلي وو چې طالبانو جورج ګلزمن د “ښه نیت” ښودلو لپاره خوشي کړی و.

اوس داسې ښکاري چې طالبان په افغانستان کې د امریکايي بندیانو خوشې کول د ټرمپ له ادارې سره د نژدېوالي لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.

ډونالډ ټرمپ وړاندې خبرداری ورکړی و چې امریکا ممکن خپلې هغه وسلې چې په افغانستان کې پاتې دي، بېرته له طالبانو واخلي.

همداراز، امریکايي چارواکو هم خبرداری ورکړی و چې د طالبانو لپاره میلیون ډالري مرستې به بندې کړي.

له دې وړاندې، طالبانو د جو بایډن د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې، د دلوې په ۲مه، دوه امریکايي بندیان د خپل یوه زنداني په بدل کې خوشې کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب