جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد سالنګ لویه لار د واورې او کنګل له کبله نن بیا...

د سالنګ لویه لار د واورې او کنګل له کبله نن بیا وتړل شوه

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۹ مه) د طالبانو تر ادارې لاندې د فواید عامې وزارت پرون (شنبې)اعلان وکړ چې د سالنګ لویه لاره د واورې ورېدو او یخنۍ له امله یو ځل بیا بنده شوې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پرېکړه د سرومال د زیانونو د مخنیوي لپاره شوې ده، او اټکل کوي چې دا لاره به د څو ورځو په مخه د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې وي.

د سالنګ لار د پنجشنبې په شپه هم د خراب موسم له امله بنده شوې وه، خو د جمعې په سهار بېرته پرانیستل شوه.

خو د هوا د خرابو شرایطو د دوام له کبله پرېکړه شوې چې دا لار به د بار وړونکو موټرو لپاره په موقتي ډول بنده پاتې شي.

د ټولګټو وزارت زیاته کړې چې لارې د پاکولو چارې دوام لري، او کله چې وضعیت ښه شي، تګ راتګ به بېرته پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...