جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه پښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي او پوځ ترمنځ نښته؛ ۷ پاکستاني سرتېري...

په پښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي او پوځ ترمنځ نښته؛ ۷ پاکستاني سرتېري وژل شوي

د پاکستان خبري سرچینو خبر ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۷ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دا خونړۍ نښته د خیبر پښتونخوا په “سرکتي ماچان خېل” سیمه کې شوې ده.  د دغه هېواد پوځي سرچینې وایي چې په دې جګړه کې ۷ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، بریدګر له سیمې تښتېدلي، او د هغوی د موندلو لپاره د پاکستان امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي دي.

په دې نښته کې د پاکستاني طالبانو ۸ وسله‌وال هم وژل شوي دي.

دا نښته داسې مهال شوې، چې د پاکستان پوځ پرون اعلان وکړ، چې په خیبر پښتونخوا کې په یو لړ پوځي عملیاتو کې یې د ټي ټي پي ۱۱ غړي وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...