جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبلخي؛ افغانستان کې د امریکا پاتې نظامي وسایل د طالبانو ملکیت دی

بلخي؛ افغانستان کې د امریکا پاتې نظامي وسایل د طالبانو ملکیت دی

تاند【شنبه د حمل ـ وري ۹مه】د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي،چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې شوي نظامي تجهیزات د طالبانو ملکیت دی.

عبدالقهار بلخي په یوه مرکه کې زیاته کړې، چې دغه وسلې به امریکا ته هېڅ کله ونه سپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې یو ځل بیا پر جو بایډن له دې امله سختې نیوکې وکړې، چې په افغانستان کې یې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات پریښي دي.

ډونالډ ټرمپ د تېر په څېر په ځلونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې وسلې به له طالبانو بېرته واخلي.

د امریکايي ځواکونو له وتلو او د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ګڼ شمېر وسلې د طالبانو لاسته ولوېدې، چې اوس یې په پوځي مانورونو کې نندارې ته وړاندې کوي، هغه حالت چې ټرمپ ځوروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...