Homeخبرونهد امریکا مرستیال ولسمشر جې. ډي. وینس پر طالبانو سختې نیوکې وکړې

د امریکا مرستیال ولسمشر جې. ډي. وینس پر طالبانو سختې نیوکې وکړې

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۹ مه) د امریکا مرستیال ولسمشر جې. ډي. وانس د جمعې په ورځ طالبان “د نړۍ تر ټولو په بدو ترهګرو ډلو” کې وشمېرل او د بایډن اداره یې تورنه کړه چې له افغانستانه د ګډوډ وتلو پر مهال یې طالبانو ته د ملیاردونو ډالرو پوځي وسایل پرېښودل.

وانس، چې د امریکا د فضایي ځواکونو د عملیاتو مرکز د لیدو لپاره ګرینلنډ ته تللی و، د ۲۰۲۱ کال د وتلو پروسه “ناورین ته ورته تېروتنه” وبلله، چې د ۱۳ امریکایي سرتېرو د وژل کېدو او د شاوخوا ۸۰ میلیاردو ډالرو پوځي تجهیزاتو د بایللو سبب شوه.

هغه وویل:
«زما په یاد دي چې شاوخوا څلور کاله مخکې، د امریکا پوځي مشرتابه یوه تراژیکه تېروتنه وکړه، چې ۱۳ بې‌ګناه امریکایان یې ووژل او شاوخوا ۸۰ میلیارد ډالره پوځي وسایل یې د نړۍ یوې تر ټولو بدو تروریستي ډلې ته وسپار..»

وانس امریکایي رسنۍ هم تورنې کړې، چې د بایډن د ادارې د وتلو پر مهال یې د دوی د کړنو د پټولو هڅه کړې ده.

دا لومړی ځل دی چې د ټرمپ ادارې یو جګپوړی چارواکی په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې، چې واک یې ترلاسه کړی دی، طالبان په ښکاره “ترهګره ډله” بولي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ، تل له افغانستان د وتلو پر پرېکړې نیوکه کړې، او د هغو پوځي تجهیزاتو بېرته ترلاسه کولو موضوع ته یې پام اړولی، چې امریکا په افغانستان کې پرېښي دي.

خو له دې سره سره په وروستیو کې د امریکا او طالبانو په اړیکو کې د ښه والي لور ته ځینې ګامونه اخیستل شوي دي. طالبانو یو امریکايي بندي خوشي کړی او امریکا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج‌الدین حقاني له تور لیسته وایست او د هغه پر سر لس میلیون ډالري جایزه یې لغوه کړه.

څرګنده نه ده چې د ښاغلي ویانس د نیوکې انګېزه په رښتیا هم د طالبانو په وړاندې د امریکا د نوي حکومت اصلي دریځ دی او که دا نیوکه له هغه مخالفت سره تړاو لري چې د ټرمپ اداره یې له بایډن او د هغه له حکومت سره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...