تاند (شنبه، د وري/ حمل ۹ مه) ایلن مسک خپله ټولنیزه شبکه “ایکس” (پخوانی ټویټر) د مصنوعي ځیرکتیا شرکت “xAI” ته انتقال کړه.
د (ایکس اې آی) شرکت خاوند هم ایلن مسک دی.
د دې معاملې ارزښت، چې ۱۲ میلیارده ډالر پور هم پکې شامل دی، ۴۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
مسک په یوه پوسټ کې لیکلي، د دې ادغام هدف د معلوماتو، ماډلونو، محاسبوي ځواک، د توزیع شبکې، او دواړو شرکتونو د کارکوونکو یوځای کول دي، ترڅو د “Grok” چټباټ پرمختګ چټک او اغېزناک شي.
“Grok” د xAI شرکت د مصنوعي ذهانت چټباټ دی، چې د “ChatGPT” سیال ګڼل کېږي، او له دې ادغام سره به د ایکس (پخواني ټویټر) د کاروونکو له معلوماتو ګټه اخلي، ترڅو خپل ماډلونه لا ښه وروزي.
د سعودي عربستان شهزاده او د “کینګډم هولډینګ” شرکت مالک، الولید بن طلال، اعلان کړی چې دا ادغام د ده په مشوره شوی.
نوموړي ویلي، له دې معاملې سره به د هغه پانګهونې ارزښت په دواړو شرکتونو کې له شاوخوا ۴ تر ۵ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
وروسته له هغه چې مسک ټویټر وپېره او ګڼ شمېر کارکوونکي یې له دندې لرې کړل، د دې پلېټفارم عواید سخت راکم شول، او ډېری سوداګریز برانډونه یې پرېښودو ته اړ شول. خو د مسک د سیاسي نفوذ له زیاتوالي سره، په وروستیو میاشتو کې یو شمېر اعلانورکوونکي بېرته ایکس ته راګرځېدلي دي.
xAI، چې یوازې دوه کاله مخکې تاسیس شوی، اوس په مستقیم ډول له OpenAI، DeepMind، او نورو مخکښو مصنوعي ځیرکتیا شرکتونو سره سیالي کوي.
مسک مخکې هڅه کړې وه چې د ۹۷.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت OpenAI وپېري، خو ناکام شو، او اوس یې پر دې شرکت قانوني دعوه کړې، چې په یوه لا ګټوره ادارې د (OpenAI) د بدلېدو مخه ونیسی.
xAI خپلې زیربناوې د پرمختللو ماډلونو د روزنې لپاره پراخې کړې دي، او د “کولوسوس” په نوم یو لوی سوپرکمپیوټر یې د امریکا په ممفیس ښار کې جوړ کړی، چې له ایکس پلېټفارم سره یوځای به د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د دې شرکت وړتیاوې لا زیاتې کړي.
بلخوا، اوو امریکايي بانکونو، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې مسک ته د ټویټر د پېرلو لپاره ۱۳ میلیارده ډالر پور ورکړی و، اوس تر دوو کلونو وروسته توانېدلي چې دا پورونه پر ټولو پانګهوالو وپلوري.
کارپوهان وایي، د شرکت د مالي وضعیت ښهوالي او د مصنوعي ذهانت په بازار کې د زیات شوي هیجان له امله، دا بریا ممکنه شوې ده.
په همدې حال کې، یوه امریکايي قاضي د مسک هغه غوښتنه رد کړې، چې د ده خلاف دعوه دې لغوه شي.
یاده قضیه د ټویټر د اصلي ونډو د پېرلو د اعلان له ځنډ سره تړاو لري، چې ځینو پخوانیو پانګهوالو یې “تیرایستنه” او “مالي زیان” بللی دی.