تاند【شنبه د حمل ـ وري ۹مه】د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وایي، د ترهګرۍ مسئله د افغاستان د حاکم نظام له چارواکو سره د خبرو له لارې حل کېدای شي.
نوموړي زیاتوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوله ییز مذاکرات یوازینۍ لار ده.
عمران خان له زندانه په یوه پېغام کې د خپلې واکمنۍ دورې ته په اشارې زیاته کړې، چې د ترینګلو اړیکو سربېره یې، له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې کولې.
هغه ویلي: « هغه تګلارې چې موږ درېیو کلونو کې عملي کړې، په بریالۍ توګه یې ترهګري لمنځه یوړه.»
عمران خان داسې مهال له زندانه دا څرګندونې کوي، چې اوسمهال پاکستان د ترهګریزو بریدونو له امله لاره ورکه کړې.
په یاد هېواد کې هره ورځ د بمي چادونو، ځانمرګو بریدو او پر پوځ د وسله والو بریدونه خبرونه خپرېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې وروستۍ نا امنۍ ته په اشارې څه موده وړاندې خلیلزاد هم د یاد هېواد د امنیت په راوستو کې د پاکستان پوځ ناکام بللی وو او زیاته کړې وه، چې دوی په لوی لاس پاکستان د تباهۍ کندې ته غورځوي.