پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+نوروز-  نوی لمریز کال | پوهاند محمدبشیر دودیال

نوروز-  نوی لمریز کال | پوهاند محمدبشیر دودیال

په راتلو درسره ډیرې خوښۍ راوړه

په خوشحال خټک دی قدر دی نوروزه

***

بسم الله الرحمن الرحیم

یا مدبّر اللیل و النّهار: ته (لوی ذات) یې چې دشپو او ورځو تدبیر درسره دی. بېشکه چې د لمر په ګرځیدو او د شپې، ورځې، میاشت او کلونو په راتلو کې لوی حکمت دی. ژمي او بیا پسرلی او اوړي کې د بدلون په هکله انسان ته د تفکر فرصت دی. او؛ وګرځوه یا پروردګاره زموږ حال په یو ښه حال او وخت سره په دې وخت د پسرلي کې.

حَوِّلْ حالنا إلی احسَن الحال

درنو هیوادوالو د نوروز د راتلو او نوي کال له امله مبارکي عرض کوم.

دا دی د پروردګار په حکمت سره نوی کال را دبره کیږي. په ونو- بوټو، هوا، فضا اودطبیعت په ټولو ښکارندو کې نوې سا چلیږي، شپه – ورځ سره برابریږي، د ژمي ساړه ځي او هوا به نرمه او پسته شي، طبیعت نوې جامې اغوندي، بزګر کروندې او بڼ ته ځي چې د الله پاک د بنده ګانو، د هوا دمرغانو او د سیندونو د کبانو لپاره د رزق او خوراک تخمونه وکري، مېرمنې کوټې او فرشونه پاکوي، پلرونه کورنۍ ته سوغاتونه راوړي، ځلمي له خپلو کوژدنو سره بیدیا او چمن ته وځي، شپانه خپلې رمې نویو څړځایونو ته بیایي، ماشومان د نوي کال لوستونه شروع کوی… لنډه دا چې ټول ژوند کې نوې سا چلیږي.

راتلونکی ۱۴۰۲لمریز کال به د ۲۰۲۳م.  د مارچ د میاشتې له یوویشتمی سره سم د سې شنبې په ورځ نوی شي، چې د سپوږمیز۱۴۴۴کال د شعبان اته ویشتمې سره برابریږي. په دې سره به له مکې معظمې څخه مدینې منورې( دهغه وخت یثرب) ته زموږ د محبوب او مبارک  پیغمبر(ص) د هجرت ۱۴۰۱ لمریز کلونه پوره شي. دا به د سوی(خرګوش) کال وي او لومړۍ ورځ به یې نیکمرغه نوروز وي، هغه چې نابغه خوشحال ورته ښه راغلاست وایي:

بار بار راشه ای نوروزه !

او دګلشن په ښایست کې مطرب ته وايي:

راشه ای مطربه د نوروز سرود آغاز کړه       ښې نغمې دلسوزې په رباب په نی و چنګ کړه

***

نوروز یعنی نوې ورځ؛ دا د وري(حمل) د میاشتې لومړۍ ورځ ده چې په همدغه ورځ لمر د وري برج ته رسیږي او شپه او ورځ سره برابریږي. دا ورځ د پسرلی پیل دی چې په دغه ورځ ربیعی اعتدال پيښیږي چې د نجوم له مخې، د شپې او ورځې برابروالی بلل کیږي. په لاندې شکل کې د لمر او دزمکې د غونډارې موقعیت په دغه ورځ ښکاري.

نوروز د الله پاک بنده ګانو ته د برکتونو دپیل ورځ ده. په همدې خاطر افغانستان، تاجکستان، ایران، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او د هند ځینو سیمو کې له ډیر پخوا لمانځل کیږي او د یونیسکو نړیوال سازمان اوس دا ورځ رسماً وپېژندله او دلته اوس په افغانستان کې ورته د (نوروز سرود) هم لرو. په دې ورځ رسمي غونډې جوړیږي چې د قران عظیم الشان په تلاوت پیل او د قلم او فرهنګ خاوندان یې فرهنګی اړخ، تاریخ لیکوال یې تاریخی ارزښت او حکومتي چارواکي د نوي راتلونکي کال په ترڅ کې دولتی برنامې بیانوي.

لږ مخکې د میلادي او قمری کال یادونه وشوه؛ د شمسی تقویم او کال ښېګڼه دا ده چی د دې کال په لومړی ورځ لمر د ربیعی اعتدال نقطه کې واقع کیږي او دا ورځ هر کال په همدې وخت وي، حال داچی د میلادی یا عیسوی کال په راتګ په طبیعت، هوا او اقلیم کې کوم بدلون او تحول نه ښکاري.  قمری کال بیلابیلو وختو کې راځي چې وخت یې معین نه وي. دشمسی کال له مخې اقتصادی- اجتماعی پلانونه، بودجه، د کښت او مالداری چارې، جنتری عیارول او رسمی چارې لکه د ښوونځیو او دفتری کارونو د وخت تنظیمول ډیر سهولت لري. اوس چې د نوروز کلمه د اصطلاح له مخې وپېژندل شوه، ښه به وي چې د لغت او د استعمال د فلسفی او اسطورې له پلوه یې هم وپیژنو:

 ځینی وایي چې (نوروز) کلمه له دی ګروهې څخه رامنځته شوې چې ویل کیدل به چې خدای نړۍ د لمریز نظام په راڅرخیدو رامنځته او آدم یې هم په دې ورځ خلق کړ، نو خلکو ورته (نوې ورځ) نوم ورکړی دی. د نوروز لمانځنه په بامی بلخ کې لرغونتوب لري.

لرغونی بلخ د تاریخ په بهیرکې، د لویو تمدنونو زانګو او وروسته تر “بابل” او “نینوا”  څخه په نړۍ کې دوهم تمدن و. په دغې آریائي پلازمینه کې، نوروز د کال د لومړی ورځې، د بزګر د جشن په توګه او د آریائيانو د حاکمیت د پیل د ورځې په توګه بلل شوې وه او د آریائيانو د واکمنۍ په ټوله سیمه یعنی له آمو څخه تر سند پوری او له هند سمندر څخه د عربو تر سمندرګي پورې دغه ورځ لمانځل کیده.

 د روضه المنجمین په کتاب کې “شمیران بن ابی الخیر” په پنځمه قمری پيړۍ کې  لیکلي و: نوروز هغه ورځ ده چې په هغی کی کیومرث خوني دیو وواژه او جمشېد خلکو ته د بخښنې، روغتیا او اوږد ژوند زیری ورکړ، نو ځکه نوروز د آریانا د لرغوني تاریخ یوه ویاړلې ورځ ده. په پهلوي کتابونو کې، په تیره بیا؛ هغو برخو کې چې کلیزه په کې ښودل شوې، پکې راغلی چې: د نوروز جشن پنځه ورځنی جشن (ګاهنبار) دی چې په دې ورځ نړۍ او انسان پکې پیدا شوی دی. هغه بله اسطوره چی نوروزی جشن سره یو ځای ده، خدای ته د دُعا کولو اسطوره ده چی د کال په همدی مهال به ترسره کیده، د دغی اسطورې اتل چې د اوړي د میاشتو د غرمو د تودوخې  او د میوو او غنمو د پخېدو خوشحالي ده. د دوی په عقدیه د دې اتل  کار  دا دی چی کله د ژمی دیو په نړۍ باندې یرغل کوي، نو تر ځمکې لاندې پټیږي او تر ځمکی لاندی اوبه تودی ساتي تر څو ونی او بوټی له منځه ولاړې نشی، بیرته راتګ یې په پسرلی کی دی. په پسرلی کې د ونو غوټۍ د دغه اتل د بریالیتوب نښه ده. په دې توګه نوروز د بریالیتوب یو سمبول او د نیکۍ عنصر دی. همدارنګه نوروز د ژمي له خوب څخه د طبیعت د راویښیدو پیل دی.

 زیاتره اخځونه د نوروز د نمانځنې بنسټ ایښودونکی “یما پاچا” یا پیشدادی جمشید بولي. یو شمیر نور بیا وایي چې نوروز لومړی ځل “کیخسرو” ولمانځه. د آریائیانو په کلیز (جنتري) کې کال تود او سوړ فصل درلود. د تود فصل په پیل کې به لرغونو آریایانو رمې او څاروي له غوجلو څخه شنو ورشوګانو ته څرولو ته بیولې او د ژمي په پیل کې به یې د ژمی له توښی او زیرمې سره غوجلو ته راوستل( اوس هم دبدخشان خلک همدا دود لري). یو شمیر آریایان به ژمی تودو سیمو ته وکوچیدل او په پسرلی کې به بیرته ایلبندونو ته تلل. د پسرلي په راتګ به کوچیان او نورمالداران  خوښ شول. اوس هم نوروز د همدې خوشحالیو د نښې په توګه راپاتی ده او دکوچیانو کډې د ایلبندونو خواته همدا وخت باریږي.

په دې توګه ویلای شو چې بزګري کلیزه د کرلو او د درمندونو د اخیستو له مخې جوړه شوی وه. د دې لپاره چې کلیزه لا ښه نظم ومومي او د لمر د حرکت سره عیاره شي، نو ملکشاه سلجوقی نوی تدبیر ونیو: د ګډوډیو د مخنیوي او د یوې ثابتې ورځې د موندلو لپاره پاچا یو شمیر منجمانو ته وویل چی شمسی کلیزه جوړه کړئ. نو په دې ډول سره د ریاضی پوهانو او منجمانو په خواریو د یو شمیر محاسباتو له مخې د کال پیل د ربیعی اعتدال په نقطه کې د توافق وړ وګرځېد او په نجومی حساب سره کال دایمی او ثابت وټاکل شو.

د “جلال الدین ملکشاه سلجوقی” تر وخت پورې قمري کلیزه د سپوږمۍ له مخې جوړیده، نو ګډوډي به پیښېده او د میاشتو او ورځو نظم ورک و.  نوې شمسي جنتري په د ۴۷۱ ق. کال د رمضان د جمعی په شپه چې له ۱۰۷۹ م. سره برابره وه، جوړه شوه، دغه ورځ له نوروز سره برابره شوه (دا ۴۵۸ ل. کال و بلل شو). په دی ډول نوروز د کال پیل او د پسرلی لومړۍ ورځ شوه چې د نړۍ تر ټولو طبیعی او اوچته لمانځنه او جشن همدا دی. اوس شمسي او قمري کلونه د اسلامی هیوادو رسمی تقویمونه دي چې د اسلام دستر پیغمبر د هجرت له کال څخه را شمیرل شوي دي. خصوصاً شمسي کلیز په رسمي او اداری چارو کې ډیر استعمال اوسهولت لري. نوروز ته د دهقان دجشن ورځ هم وایي چې د کښت، فلاحت، حرکت او برکت د پیل ورځ ده. په دې ورځ بزګر کروندې او بڼونو ته روانیږي او د ټول کال لپاره د معیشت د برابرولو په هڅه کې کیږي او دپوهنې شاګردان د علم دحاصلولو په موخه ښوونځیو ته روانیږي. الله پاک دې مُسلمه اُمت او ټول بشریت ته نوی کال د سولې، آرامی، برکت او صادقانه خدمت کال وګرځوي. (امین).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب