Homeخبرونهخوست کې یوه معتاد د خپلې کورنۍ غړي وژلي او ټپيان کړي

خوست کې یوه معتاد د خپلې کورنۍ غړي وژلي او ټپيان کړي

تاند:( شنبه، د کب ۲۷)  د خوست د ګربز ولسوالۍ په “بوریخېلو” کلي کې په نشه‌يي توکیو یوه روږدي کس د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړي چې په پایله کې یې یو زوی او یوه لور وژل شوي او یو بل زوی او مېرمن یې ټپیان دي.

د خوست امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو د رژیم ویاند مستغفر ګربز وايي، له پېښې وروسته سیمې ته د امنیتي ځواکونو له رسېدو سره سم قاتل پر امنیتي ځواکونو هم ډزې کړي او قاتل وژل شوی.

  د ګربز په خبره تر اوسه معلومه نه‌ده چې قاتل په‌خپله ځان وژلی او که دا منیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.

په افغانستان کې د نیشه یي توکیو د معتادینو شمېر میلیونونه تنه ده، خو طالبان وایي چې د دوی د درملنې هڅې یې چټکې کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«توت‌شکم‌پاره» یونستالژیک یاد | اصف بهاند

د ډنمارک په کوم ښار کې چې زه ژوند کوم، هیدرسلیف نومیـږي. د دې ښار مرکز ته نږدې په یوه استوگنیزه سیمه کې یوه‌لویه...