جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد افغانستان تر نولس کلونو کشرې لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان تر نولس کلونو کشرې لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

تاند(شنبه، د حوت ۲۷ مه)) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د درو هیوادونو د نولس کلونو لوبډلو په سیالیو کې د افغانستان تر نولس کلونو کشرې لوبډلې نن بنګله دېش ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.

د دې سیالۍ کې، چې په دې لوبلړۍ کې د دواړو لومړۍ مسابقه وه، د بنګله دېش لوبډلې ټول لوبغاړي  په ۲۳م اور کې د ۷۵ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېدل.

د افغان توپ اچونکو له ډلې بشیراحمد افغان ۴، کامران هوتک ۳، خلیل احمد ۲ او یما عرب ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان کم عمره لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۳ وېکټو په سوځېدو په ۱۰م اور کې پوره کړ او په دې سره یې د درې اړخیزو سیالیولومړۍ لوبه وګټله.

په توپ وهونکو کې سهیل خان ۳۳ او محمدهارون خان ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

بشیر احمد د دې لوبې غوره لوبغاړی و نومول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې، دغه درې اړخیزې سیالۍ د دوی په کوربتوب پیل شوي دي چې د روانې میاشتې تر ۳۰مې نېټې بهدوام وکړي.

په دې لوبلړۍ کې افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا ګډون لري.

افغان لوبډله به خپله دویمه سیالي د مارچ په ۲۲مه نېټه له سریلانکا سره کوي. 

تر دې وړاندې د افغانستان او بنګله دېش تر نولس کلونو کشرو لوبډلو دوې سیالۍ کړې وې چې لومړۍ افغانستان په ۱۶۵ منډو وګټله خو دوهمه یې په ۶۵ منډو وبایلله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب