جمعه, اپریل 26, 2024
Home+ باور | ولي الله ملکزی

 باور | ولي الله ملکزی

یو بت تراش پخپل څټک تیږه وتوږي، مجسمه ورڅخه جوړه کړي، درمسال ته یې یوسي، د بګوان نوم ورباندې کیږدي او بیا د تعظیم په پار ورته سر ښکته کړي؛ همدا باور دی. یوه میینه پیغله چې پلار یا ورور یې د خپلې خوښې ځوان ته په نکاح نه ورکوي، هغه خواره کۍ درې پنجشنبې لوڅې پښې زیارت ته ځي، د منجاور لپاره یې نذرانه په پلو پورې غوټه کړې وي او هلته په کټارو پورې رنګا رنګ ټوټې وتړي، ګوندې که مراد یې پوره شي؛ همدا باور دی. د کرونا مریض ته په کار ده چې له بل کس څخه یونیم ګز واټن ونیسي، خو هغه په ډیرې تلوسې د کوم دمګري خلوت خانې ته د شفا په نیت ورځي. ملا صیب ورته د اوبو ګیلاس دموي او خپلې لاړې په کې تف کوي، دا یې بې خاره په سر را اړوي؛ همدا باور دی.

یو کس د خپلې مبارزې د حقانیت په خاطر وايي چې هغوئ ته له آسمانه بې پوستکي پسونه راغلي او په ونه کې ځوړند وو، نور ورته ژاړي او د تایید سرونه ورته خوځوي؛ همدا باور دی. د فبرورۍ په شپږمې چرګ بانګ مهال، ترکیه د دې صدۍ یوې هیبتناکې او زاره چاودې زلزلې ولړځوله. په سبانۍ ورځ بله زلزله په داسې حال کې راغله چې یو ترکي ژورنالست چې له خدای او دین سره په همیشني جنګ مشهور دی په ټلویزیوني پروګرام کې په ژوندۍ بڼه خبرې کولې. رنګ یې والوت، اوتر اوتر یې یوې خوا بلې خوا ته وکتل، له څوکۍ پاڅید، ناڅاپه یو ځواکمن ذات وریاد شو او د بسم الله بسم الله چیغې یې پیل کړې؛ همدا باور دی.

یو ماشوم چې کله له خطر سره مخ شي، نو لومړنۍ چیغه یې پلار ته وي، ځکه هغه د ده په وړوکي عقل کې اتل او ژغورونکی دی، همدا باور دی. یو تن به ښه پوهیږي چې په فلاني قبر کې د الله یو بنده څو پیړۍ وړاندې خښ شویدی، حقیقت خو دا دی چې هغه مړ مسکین د دې ژوندي عقیدتمند دعا ته اړ دی،‌ خو دې یې د قبر کاڼي په ځان پورې سولوي چې ننکۍ او بواسیر یې ښه شي، همدا باور دی. خوشبويي هیچ چا نه ده لیدلې، خو د هر چا خوښیږي، اوسپنه کلکه، واوره سپینه او سکاره تور دي،‌ که یو څوک چورلټه بې سواده او په غبرګو سترګو ړوند هم وي،‌ خو د زړه په تاخچو او د ذهن په حجرو کې به یې انځور د نورو په څیر وي، همدا باور دی.

د نړۍ د پاو کم دوه ملیارده مسلمانانو ۸۹ سلنه سنیان او یواځې ۱۱ سلنه یې اهل تشییع دي. دغه لوی اکثریت عقیده لري چې د مِهدي مُنتَظر خپل نوم به محمد، د پلار نوم عبدالله او له قیامت څخه وړاندې به په مکې کې د یو مصلح او واکمن په توګه راڅرګند شي او د عدل نظام به راولي. خو اثنا عشري « دوازده امام فرقه » وايي چې هغه دولس پیړۍ وړاندې زیږیدلې دی، ژوندې دی، معصوم دی، د عراق د سامراء په یوې سمڅې کې پټ دی او ولایت فقیه (آیت الله خامنه اي) یې نماینده ګي کوي، همدا باور دی.

نو د مشت نموه ای خروار له دې بیلګو څخه جوتیږي چې باور یو داسې فکري او عقیدوي بهیر دی چې په هیڅ لابراتور او محکمې کې ثبوت ته اړتیا نه لري. همدا شان د فلسفي تعریف له مخې، اعتماد یا باور هغه لید لوری دی چې د سم او ناسم په اړه یې څوک تحقیق او څیړنې ته اړتیا نه ویني. البته هڅه، مثبت فکر او په خپل هوډ باندې کلک دریدل د باور پیلامه ده. طبیعي ده چې هر انسان خپل ځان،‌ خپلې وړتیاوې، نیمګړتیاوې او کمزورۍ له بل هرچا څخه ژر او په آسانه توګه درک کولاې شي. د ښه احساس درلودل مهارت دی خو د اعتماد او باور معنا نه لري، نو په هرڅه کې شک لرل، د انسان باور په سیند لاهو کوي؛ له همدې وجې په ټولنه کې بې اعتباره سړی یا میرمن تر هرچا ډیر ځوریږي او څوک دوه توتې ارزښت نه ورکوي.

د امریکا د فورډ موټرو مخترع او نومیالی لیکوال، هنري فورډ (Henry Ford) وايي: «که تا د یو کار کولو ته ملا وتړله، نو پوه شه چې ته یې کولاې شې، خو که زړه نا زړه او اراده دې پڅه شوه، نو هم مات شوې هم ناکام، همدا ستا باور دی چې د یو فکر په بیا بیا تکرار سره منځته راځي». ارواه پوهان وايي: په خپل ځان ویسا د هر انسان په خټه او تومنه کې یو پټ عنصر دی چې د وخت په تیریدو، د پيښو په رامنځ ته کیدو او د چاپیریال څخه په اغیزمند کیدو سوکه سوکه رامنځ ته کیږي. په ځان باور، د خلکو د څارنې او د هغوئ د چلند کاپي ده او د هغه له مخې يو کس د خپل ځان ارزښت په خپله ټاکي. په خپل ځان بې باوره خلک تل دا احساس لري چې دوئ کمزوري، بیوسه او د ټولنې د نورو تکړه وګړو په تله د تللو وړ نه دي؛ نو تل یې د پښیمانۍ او شرم پړونې په ذهن غوړیدلې وي.

باور هغه اغزن سفر دی چې ډیر سواد، غټ مقام، لوړې شهادتنامې او اوږدې تجربې ته ضرورت نه لري، بلکې د الله تعالی په ذات کلک ایمان لرل او د ډار په وړاندې جرئت د دغه مزل د لنډه ولو تر ټولو غوره توښه ده. د نفسیاتو یو تکړه استاد لیکي: «کوم خلک چې په خپلو خبرو کې ډیر قسمونه خوري،‌ درواغ وايي او د نورو په کمزوریو باندې شخوند وهي، په لوې لاس خپل حیثیت ته تاوان اړوي او د نورو باور کموي. دغه ډول وګړي په خبرو کې د رښتیا وایم، صادقانه وایم، اصلي خبره دا ده،‌ له تا څه پرده او له مخې دې حیا، کلمې ډیرې کاروي چې د کاواکۍ، بې باورۍ او ناخوالۍ نښې دي». مثبت فکر او باور انسان ته شخصیت،‌ وقار او انرژي ورکوي او د پرمختګ سبب یې ګرځي؛ خو د منفي باور انسانان تل د کار له پیله وړاندې، د یو عذر په لټه کې وي. له باور پرته ژوند ستونزمن دی، نو څومره چې موږ په خپل چاپيریال، ادارې او ټولنې کې اعتمادي ملګري او باوري فضا ولرو، هومره به مو د فکر پلویان ډیر او د نظر ملاتړي زیات وي.

د یقین کلمه ۲۸ ځلې په قرانکریم کې راغلې چې د باور، هڅې او درنښت په مفهوم ده،‌ البته دوه کرته د مرګ په مفهوم هم راغلې چې یو ځای د الحِجر په سورت کې ده: (وَ اعْبُدْ رَبَّکَ حَتَّى یَأْتِیَکَ الْیَقِینُ – ترهغې د خپل رب عبادت وکړه، ترڅو مرګ درته راشي). له بله پلوه د هجرت په پنځم کال، رسول علیه السلام د خندق / الاحزاب په غزوې کې د لوږې له لاسه په ګیډې پورې ډبرې تړلې وې، خو د کولنګ له دوهم ګوزار سره یې وویل: « الله تعالی ډیر ستر او زورور دی، ما ته د کسری د فتحه کولو کیلي راکړل شوه » پخپلې داعیې او رسالت باندې د همدې مزبوت باور پایله وه چې نهه کاله وروسته د قادسیې په جګړې کې د هغه د یو صحابي، سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه په مشرۍ فارس فتح شو.

فکر کوم زموږ په ټولنې کې د باور، یقین او اعتماد د ارزښت په هکله په دې کلیوال او دهقاني متل کې کاپيره معنا پرته ده چې وايي: (که میوه خامه وي پخیږي، خو چې انسان کچه شي، بیا یې پخیدل عمرونه غواړي).

————————————–

یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

8 COMMENTS

  1. ښاغلی ملکزی صیب مننه په زړه پوری لیکنه مو لیکلی ده.
    ښاغلی ملکزی لیکی (باور هغه اغزن سفر دی چې ډیر سواد، غټ مقام، لوړې شهادتنامې او اوږدې تجربې ته ضرورت نه لري، بلکې د الله تعالی په ذات کلک ایمان لرل او د ډار په وړاندې جرئت د دغه مزل د لنډه ولو تر ټولو غوره توښه ده. د نفسیاتو یو تکړه استاد لیکي: «کوم خلک چې په خپلو خبرو کې ډیر قسمونه خوري،‌ درواغ وايي او د نورو په کمزوریو باندې شخوند وهي، په لوې لاس خپل حیثیت ته تاوان اړوي او د نورو باور کموي. دغه ډول وګړي په خبرو کې د رښتیا وایم، صادقانه وایم، اصلي خبره دا ده،‌ له تا څه پرده او له مخې دې حیا، کلمې ډیرې کاروي چې د کاواکۍ، بې باورۍ او ناخوالۍ نښې دي». مثبت فکر او باور انسان ته شخصیت،‌ وقار او انرژي ورکوي او د پرمختګ سبب یې ګرځي؛ خو د منفي باور انسانان تل د کار له پیله وړاندې، د یو عذر په لټه کې وي. له باور پرته ژوند ستونزمن دی، نو څومره چې موږ په خپل چاپيریال، ادارې او ټولنې کې اعتمادي ملګري او باوري فضا ولرو، هومره به مو د فکر پلویان ډیر او د نظر ملاتړي زیات وي.) ډیر ښه بیا هم مننه.
    والسلام

    • قدرمند افغان صیب، د هڅونې او ننګې مو منندوئ یم. د شک، خرافاتو او عیبجن چاپیریال په متن کې د باور لرل او مزبوتول ژوند ته رنګ او ښکلا بښي.

  2. سلام
    البرت این شتاین چې ډیری خلک یې دانشتاین په نوم پېژنی خو زه باور لرم چې دا غلط دی بلکې این شټاین سم دی این په المانی ژبه کې یوه او شټاین ډبرې ته وایی.
    البرت وایی او باور لری چې زه غواړم پوه شم چې الهی دانړۍ څه ډول پیداکړې اوله دې یا هغې پدیدې سره کار نه لرم ددوی یا دهغه عنصر په طیف کې کوم لطف نه وینم زه غواړم دالله په سوچ ځان پوه کړم مابقی ټول جزیات دی .
    فزیک پوه البرت این شتاین دکوانتوم پر معیار د باور طرحه راوړاندې کوی او ابو علی سینا هم باور لری :
    لیرې مه ګڼه چې دانسان نفس به هیوداسې مقام ته ورسیږی چې پر مادې باندې اثز واچوی داهم باور دی.
    البرت وایی چې قران کریم دجبر او هندسې کتاب نه دی بلکې دقوانینو مجموعه ده چې بشر سمې لارې ته هڅوی او باور لری چې دنړۍ ډیرو اوچتو فلاسفه او دانشمندان دهغه له تعریف او تعین څخه عاجز دی (هدایت) کوی
    سوره عنکبوت ۲۹ ایة کې باور څرګند ثبوت لری .
    افواهات او خرافات د باور ځای نشی نیولی ځکه باور باید عملګرا وی او له ایمان سره مستقیما اړیکی لری.
    ډیره جالبه او په زړه پورې لیکنه ده په ښایسته الفاظو لیکل شوې کوردې ودان

    • ع. شریف زاد صیب، تاسې ته سلام او درناوئ. یقینا قران کریم د الجبر او هندسې کتاب نه دی، بلکې د قوانینو مجموعه ده چې بشر سمې لارې ته هڅوی او باور یې مزبوتوي. همدا شان، ستاسې خبره د کاڼي‌ کرښه ده چې افواهات او خرافات د باور ځای نه شي نیولاې. رب مو ونازوه

  3. مننه ښاغلی ملکزی صاحب!
    ماته مو د شک او مزبوت باور په باره کی یوه قیصه راپه یاد کړه.

    قیصه : په یو کور کی خاوند او میرمن یوه پیشکه ساتلی وه. پیشکه یی د کور په ځینو کارونو ښه روزلی وه. خاوند او میرمن چه به کله د مړی او ژوندی لپاره د کور څڅه وتل، نو خپل کوچنی ماشوم به یی په زانګو کی پیشکی ته پریښودلو.
    پیشکی په دغه سړی، میرمن، کوچنی ماشوم او ټول کور باندی خپل مزبوت باور درلود. همداسی سړی او میرمن په پیشکی باور درلود.

    یوه ورځ خاوند او ښځه په کلی کی د یو خپلوان واده ته تللی وه. خپل ماشوم یی په زانګو کی پیشکی ته سپارلی وه.
    داچه د کلیوالی زانګو څلور پړی یا تارونه د کوټی د چت د لرګو سره تړل شوی وی، نو پیشکی به ټوپ او خیز د زانګو په لور وهلو او ماشوم به یی په زانګو کی زنګولو، په تیره بیا کله چه به ماشوم ژړلی پیشکه به په ډیرو ټوپونو او ځنګولو ستړی او ستومانه شوه.

    لنډه دا چه یو وخت ماشوم په زانګو کی په خوب ویده دی، او پیشکه ورته لاندی د پهره دار په شکل ولاړه ده. ګوري چه یو مار د چت د لرګو څخه د زانګو تارونو ته د راښکته کیدو په حال کی دی. پیشکه ډیره د وارخطایی حالت کی شوه، په دی فکر کی ده چه کیدایشی مار په زانګو کی ماشوم وچیچي. کله چه مار د زانګو خواته رانیږدی شو، نو پیشکی ورټوپ کړی او مار یی د خولی او پښو په زور د تار څخه ځمکی ته راوغورځولو.

    په ځمکه د پیشکی او مار جګړه شروع شوه. خلاصه دا چه پیشکه وتوانیده چه زهری مار د خولی او غاښو په زور مړ کړی. د پیشکی خوله او غاښونه د مار په وینو رنګ رنګ شوه. خو پیشکه یی هم سخته چیچلی ده. په پیشکی د مار زهرو ډیر تاثیر کړی وه چه پیشکه ډیره بی حاله شوه، پیشکی د بی حالی له وجی کوټه او ماشوم پریښوده، او د کور د بیرون دروازی څخه په وتو کی ده.

    په دغه وخت کی خاوند او ښځه هم کورته راننوځی، ګوری چه د پیشکی خوله او د مخ برخه په وینو ککړه ده. خاوند او ښځه سمدلاسه ګمان او شک کوی، چه زمونږ ماشوم پیشکی خوړلی دی، او پیشکه په ډیر قهر او غصه سره وژنی. کله چه کورته او بیا کوټی ته راننوزی ګوری چه ماشوم په زانګو کی په خوب ویده دی. او د زانګو دلاندی په ځمکه باندی یو مار په وینو ککړ او ژوبل ژوبل مړ پروت دی.

    وروسته خاوند او ښځه په چیغو چیغو ژاړی او وای چه د پیشکی میړانه وګوره، چه زمونږ ماشوم یی د مار د چیچلو او مرګ څخه وژغورو، او زمونږ شک او بی باوری وګوره، چه پر مونږ د مزبوت باور پیشکه مو ووژله.

    ملکزی صیب بخښنه غواړم زه د ګرانی او مورنی ژبی پښتو لیکنی په جمله جوړولو او د لغاتونو په صحیح لیکلو کی تمبل یم. کاشکی خپل تحصیلات می په دغه برخه کی هم کړی وای.
    د خدای په آمان

    • افغان صیب، کاشکې زموږ ځینو سیاستوالو د همدغې پيشکې په اندازه، خپل وطن او ملي ارزښتونو ته ژمن وای! زما په آند ستا پښتو جملې او ګرامي بڼه له ډیرو هغو یارانو څخه بهتره ده چې ځانونه فرهنګپالي بولي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب