سه شنبه, مارچ 19, 2024
Home+زر تار | زهير سپېڅلی

زر تار | زهير سپېڅلی

«زرتار» د ښاغلي عطامحمد مياخېل چاپ شوی اثر دی. سروش خپرندويي ټولني لومړی ځل (۲۰۱۹) م کال په (۱۶۴) مخونو کي (۱۰۰۰) ټوکه چاپ کړی دی. په «زرتار» کي د سيمي او نړۍ د (۴۷) مشهورو ليکوالو، شاعرانو پوهانو، مبارزينو او سياسي څېرو په سلګونو بېلابېلي ويناوي راغلي دي، چي ښاغلي مياخېل ژباړلي او راټولي کړي دي.
دا ويناوي په بېلابېلو ويبپاڼو کي په خواره ـ واره ډول خپرې شوي دي. اوس د خوښۍ او وياړ  ځای دا دی، چي په کتابي بڼه چاپ  او د مينه والو  لاسونو ته ورسېدې. موږ ئې ژباړن او خپرندويي ټولني ته مبارکي وايو او د لا بريا په هيله ئې يو.
ښاغلی عطامحمد مياخېل وخت په وخت له ژوند سره تړلي موضوعات ژباړي. خپلي پښتو ته د ژباړي له لاري رښتينی خدمت کوي. د ژباړي له لاري کولای شو، چي د خپلي ژبي علمي اړتياوي پوره کړو. له نورو ژبو سره د پښتو ژبي اړيکي پيدا کړو او هغه څه د خپلي پښتو ژبي ځولۍ ته ډالۍ کړو، چي اړتيا ورته لرو. همدا ژباړه ده چي د ژبو، ملتونو  او  کلتورونو  تر منځ اړيکي جوړوي او ملتونه يو بل ته نژدې کوي.
د «زرتار» لوستلو پر وخت به داسي احساسوئ، چي د بېلابېلو پوهانو او عالمانو سره خبري کوئ او يا هغوی ته غوږ ياست.
د ژوند، ميني، علم، سياست، پوهي، ادب، ښکلا او له ژوند سره  د نورو تړلو موضوعاتو په اړه به ډېر څه پکي ولولئ. دا د نړۍ د بېلابېلو  پوهانو  تجربې دي، چي ګټه ترې واخلو؛ د هغوی له افکارو سره اشنا شو. د هغوی هغه لاري چاري وپېژنو، چي نړيوال شهرت ته پرې رسېدلي دي. څنګه ئې د ژوند له سختيو سره مبارزه کړې ده؟ څنګه هغه مقام ته رسېدلي چي تر مرګ وروسته ئې هم نومونه ژوندي پاته دي.
له «زرتاره» د نمونې په ډول څو ويناوي:
ناپوهي لوی درد  دی. (توماس کارلايل)
 تر ټولو ډېر غمجن هغه څوک دی چې تر ټولو ډېر خاندي. (سارتر)
پاکه  پوهه په ناپاکه زړه کې ځای نه نيسي. (سقراط)
د ژوندانه پر ستونزو بری موندل رښتينې بريا  ده. (ناپيلون)
هره جدايي يو ډول مرګ دی او هر ليده کاته يو ډول قيامت. (شوپنهاور)
د هر عيب مور غريبي او پرېشاني ده. (ژان ژاک روسو)،
اصيل او رښتينی اوسېدل بې پايه ښکلا ده. (اوشو)
څوک چې پر خپل زړه واکمن نه شي، پر هېڅ واکمن کېدای نه شي. (زردشت)
«زرتار» ولولئ!
له بېلابېلو افکارو سره به اشنا او د ژوند په اړه به ډېر څه مطالعه کړئ.
په پای کي ښاغلي مياخېل ته د اوږده، سوکاله ژوند او روغتيا لاسونه لپه کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب