Homeخبرونهبلخ کې د داعش پر ضد د درېيو عملياتو خبر ورکړل شوی

بلخ کې د داعش پر ضد د درېيو عملياتو خبر ورکړل شوی

تاند: ( شنبه، د کب ۲۷ مه) ‏په شمال کې د داعش د حضور د زياتوالي له راپورونو سره هم مهاله، د طالبانو چارواکو تېره شپه د دغې ډلې پر ضد په مزار شريف کې د درېيو عملياتو خبر ورکړی.

د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دغه جګړې د مزار شريف ښار په پینځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې شوي دي.

هغه له نورو جزيياتو پرته د ګڼو داعشیانو د وژلو ادعا کړې او د يوه طالب د ټپي کیدو خبر ېې ورکړی.

ځايي خلکو رسنيو ته ويلي، چې په درې واړو جګړو کې داعش ډلې د طالبانو د ډلې پر وړاندې په ساعتونو جګړه کړې او دواړو لوريو ته تلفات اوښتي دي.

طالبان، معمولا د خپلو جنګیالیو د مرګ ژوبلې د ارقامو په پټولو تورنیږي.

 په شاوخوا تېرو دوه اونيو کې داعش ډلې د بلخ ولايت مقام کې د طالبانو پر والي ملا داود مزمل د ځانمرګي برید او په تبیان فرهنګي مرکز کې پر خبریالانو د چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...