جمعه, اپریل 19, 2024
Homeمقالېد شمال د ناقیلنو په اړه د پدرام نیوکې ته ځواب!

د شمال د ناقیلنو په اړه د پدرام نیوکې ته ځواب!

لیکوال: کاندید اکاډیمیسن محمد اعظم سیستاني

ژباړونکي: سمیع الله سیال او فاطمه سیال

د شمال ځینې ناقلین، هغه پښتانه، هزاره ګان او بلوچان دي، چې د بغاوتونو له امله، د هندوکش جنوب څخه د هندوکش شمال ته د امیر عبدالرحمن خان لخوا تبعید او په دولتي ځمکو کې میشت کړل شو. د افغانستان له استقلال وروسته، ۱۹۲۰ م کال کې تقریباً د هند ۲۰ زره مسلمانان له هند څخه افغانستان ته هجرت وکړ، د افغانستان دولت هغوی ته ښه راغلاست ووایه، په کابل، پروان، بغلان، بدخشان او قطغن کې هستوګنځایونه او د کښت لپاره ځمکه او غنم ورکړل. هندي مهاجرین ورځ په ورځ زیاتیدل، دولت د اعلامیې په خپرولو د مهاجرینو د نه منلو له امله بخښنه وغوښتله. خو ډیره موده تیره شوې نه وه چې هندي مهاجرینو افغانستان ته له راتګ څخه پښيمانه او بیرته هند ته ستانه شول.

د غبار په قول، په لومړني کاروان کې ۲۵ زره هندي نارینه، ښځې، ماشومان او ډیر عمر لرونکي افغانستان ته داخل شول.

دولت د مهاجرینو نظامنامه په اتو فقرو کې ترتیب او خپره کړه، چې د هغې مطابق په افغانستان کې د هر مجرد مهاجر لپاره شپږ جریبه ځمکه او د متاهلینو لپاره اته جریبه زراعتي ځمکه د زراعتي تخم(في جریب شپږ منه غنم) سره او پنځه روپۍ نغدې، او د فصل تر رسیدو پورې د هر بالغ فرد لپاره د میاشتې پنځه منه خوراکي اوړه او هر نابالغ شخص ته درې منه خوراکي اوړه ورکول کیږي. ځمکو څخه تر درېیو کلونو پورې مالیه نه اخیستل کیږي. مسلکی اشخاص دولت کې استخدامیږي. خو کوم مهاجرین چې د افغانستان د اب هوا او کار توان نه درلود، له هجرت څخه پښیمانه شول، او تقریباً ټول بیرته هند ته ستانه شول.(غبار، ج ۱، ص ۸۰۱)

خو ارواښاد پوپلزايي د هند د مهاجرینو تعداد ۱۲ زره لیکي، چې ۱۲۹۹ هـ ش کال د جوزا په لومړی نیټه کابل ته داخل شول، او یو میاشت د کابل د خلکو میلمانه ول. موقتي هستوګنځای یې جبل السراج وو. د کوهستان او پنجشیر حاکم محمد امان خان د مهاجرینو امورو ته د رسیدګۍ مسول وټاکل شو، ترڅو هغه مهاجرین چې د ځمکې غوښتونکي دي، خان اباد او قطغن ته انقتال کړي؛ ځمکه، هستوګنځای او خواړه ورته ورکړي.(سلطنت شاه امان الله و…، بخش اول، صفحات، ۲۷۴-۲۸۰-۲۸۲)

خو کوم پښتانه مهاجرین چې بغلان، کندز او بدخشان ولایتونو کې په خپلو ځمکو کې زیار ویستلي وو، پاتې شول؛ هند ته ستانه نه شول، او اوس هم بدخشان، تخار او کندز کې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې څخه راغلي پښتانه ژوند کوي.

د هندوستاني مهاجرینو پسې د پار دریا(فرا دریا) د مهاجرینو غټه جوپه ۱۹۲۰ م کال کې افغانستان ته داخل شو. د افغانستان دولت د محدود امکاناتو باوجود هغوی ومنل او په مزار، میمنه، شبرغان، بدخشان، قطغن او بغلان کې هستوګنځایونه ورکړل.

ډاکټر زیرکیار پخپله مقاله کې چې د ملیت، ملت، ملي ستم او خراسان تر عنوان لاندې افغان انلاین جرمن پورټال کې خپره کړې، د کي جي بي جاسوس واسلي متروخین له قوله لیکلي:«په ۱۹۱۷ کې د لینن په مشرۍ، روسیه کې بلشویک/کمونیستي نظام د پخواني تزاري نظام ځای ونیوه. کله چې بلشویک/کمونیستي واکمني په مرکزي اسیا کې برلاسی شو، ګڼ شمیر- اووه نیم لکه(۷۵۰۰۰۰) تاجکان، ازبکان، ترکمنان او کرغیزیان افغانستان ته پناه ویوړه.»(وسیلي میتروخین، کي جي بي په افغانستان کې، واشنګټن ډي سي، ۲۰۰۲، تجدید ۲۰۰۹، په انګریزي ژبه، ۱۷ مخ.)

افغان څیړونکی، ژباړونکی او پیاوړی نظامي نورالحق نبي زاده سلی، پخپله مقاله کې(افغانستان ته له روسیې او چینايي ترکستان څخه راغلي کډول) لیکي: په شلمه پیړۍ کې ۹۰۰ زره تنه روسي ترکستانیان او چینایان، افغانستان ته راغلل چې په هغو کې بلشویکي، جاپاني، جرمني او ترکستاني جاسوسان هم وو.

بناً د شمال ناقلین یوازې پښتانه، هزاره ګان او بلوچان ندي چې د بغاوتونو له امله، د هندوکش جنوب څخه د هندوکش شمال ته امیر عبدالرحمن خان لخوا تبعید او په دولتي ځمکو کې میشت کړل شو. او ورپسې حکومتونه د هغوی تعداد زیات کړل، نظامي متقاعدینو او بلند رتبه ملکي مامورینو ته د تقاعد معاش پر ځای د هیواد په شمال کې ځمکې ورکړل شوې، ترڅو د هیواد په ابادۍ او سمسورتیا کې برخه واخلي.

د دوی څخه علاوه د شمال ناقلین ۷۰۰ څخه تر ۷۵۰ زره – ترکمنان، اوزبکان، قرغیزیان او تاجکان هم تشکیلوي، چې د بخارا تر اشغال وروسته د روسانو په واسطه ۱۹۲۰ سپټامبر کې افغانستان ته په تیښته مجور شوي وو. ددغو تښتیدلو اکثریت برخه د ازبکانو ترڅنګ هستوګنځایونه جوړ کړل، کوم چې له شپاړلسمې پیړۍ څخه د شیبانیانو تر استیلا(غلبه) پورې افغانستان ته راغلل او همدلته پاتې شول. خو تاجکان چې د ماوراءالنهر(پار دریا) تښتیدلو سره او د ازبکانو، ترکمنانو او قرغیزیانو سره افغانستان ته داخل شول، ځینو یې ځانونه پنجشیر درې ته ورساوه او هلته میشت شول. د افغانستان دولت هم د محدود امکاناتو باوجود هغوی ته پناه ورکړه، ترڅو د کمونیزم خونړۍ افت څخه په امن پاتې شي. خو متاسفانه چې د بخارایي ناقلینو او مهاجرینو په صف کې د بلشویک دولت جاسوسان داخل شول، د نفاق، شقاق او سمت پرستۍ زړې وکرلې.

ځوان لیکوال مصطفی عمرزی د رستم په شان وو چې په یوازې ځان د افغانستان تجزیه کیدونکو سره جنګیدله – افغانستان ته د بخارايي مهاجرینو راتګ او د هیواد په شمال کې قومي ترکیب رامنځته کیدو په غبرګون کې لیکلي: ددغو مهاجرتونو ریښه هغه مهال ته رسیږي، کله چې د افغانستان د هغه مهال دولت اندیښمن کیږي، داسې نه چې د افغانستان د شمال قومي ترکیب، په ځانګړې توګه شمال ختیځ، د افغانستان طبیعي او سیاسي تناقص شرایطو سره واقع شي. د اعلیحضرت شاه امان الله خان نظامنامې د ټولنې د قانونمندۍ برخه کې ډیر مهم ګڼل کیږي. بناً د مختلفو مسایلو اړوند لسګونه نظامنامې لیکل کیږي، او نشریږي.

د قطغن پر لوري د شمال ناقلینو نظامنامه(۱۳۰۷ – قوس – ۹) (۱۹۲۸ م): یو لارښوود و، ترڅو د هغو عوارضو مخنیوی وکړي کوم چې اټکل کیده وسلوال مهاجرین د شمالي سیمو امنیت ګواښوي. نو دولت مکلف دی چې ځایي خلک هغو سیمو ته واستوي، چیرته چې د دوی همتباره اوسیدل. خو ګڼ شمیر مهاجرین او نوي راغلي ناقلین د سیمې د بې ثباتۍ سبب وګرځیدل. د حکومت اندیښنه بې ځایه نه وه. د لومړی سقوي ارتجاع د بلوا په پایله کې د منځنی اسیا ځینې تښتیدلي کسان، ډیر ژر خپل نمک حرامي وښودله او د سقوي پیروانو په صف کې ودریدل. ابراهیم بیګ لقي، کابل ته له داخلیدو مخکې د حبیب الله کلکاني په جرګه کې ونډه اخلي، کوم کسان چې شمال کې میشت شوي وو، خپل پلرنی ټاټوبی یې پردیو ته پریږدي، په سختو ورځو کې کوم افغانان چې په ټولنیز هرج او مرج کې ضعیف شوي وو، افغانستان ورته په فرهنګي، قومي، ژبنی برخه کې داسې یو فرصت ښکاره شو، چې کولی شي هلته کوربه شي.

ښاغلی عمرزی د استاد خلیلي د یادښتونو له کتاب څخه جالبې ټکې نقل کړي دي:«عابد نظر مخدوم – مشهور په خلیفه قزل آیاق… او ملا آدینه… دغه دوه کسان، د حبیب الله خان د سلطنت په تحکیم کې ستر رول لوبولی. پر بخارا باندې د روسانو تر یرغل وروسته، خلیفه قزل آیاق د خپلې کورنۍ سلګونو غړو سره افغانستان ته راغی. شبرغان کې یې ځانته خیمه ودروله. د غالیو سوداګري او اسونو روزنې له لیارې یې ژوند کاوه. تقریباً ۱۰۰۰۰ وسلوال سرتیري یې همیشه اماده باش به وو.» ابراهیم بیګ بخارايي(مشهور په لقي او باسمه چي) له سید حسین سره وو. هغه څو ځلي له روسانو سره جګړه وکړه. د روسانو جنګي تکتیکونو سره بلد وو. ۵۰۰ بخارایي ملګري یې درلود. چې هر څه و، د داخلي مرتجعینو د لاسونو په لنډیدو، ځینې بخارایي اوباشان د ابراهیم بیګ لقي په شمول بیرته د امو هغې غاړې ته وتښتیدل، خو زرګونه نور همدلته پاتې شول.

ښاغلی عمرزی زیاتوي:«د هغې پیښې او بخارايي تښتیدلو څخه کلونه وروسته چې کوم کسان دلته پاتې شول، نوي هیواد ته یې درناوی وکړ، زموږ قدرمن او شریف وطنوال شمیرل کیږي. خو د خپل پلرني ټاټوبي څخه پخوانی ذهنیت او فکر چې د بحران له وجې پر افغانستان تحمیل شو، له هر څه نه ډیر دې هیواد ته زیانمن دی. په هر صورت د اماني حکومت او له هغې وروسته حکومتونو په زرګونو جریبو ځمکو باندې د ګڼ شمیر ناقلینو وړیا مالکیت ته احترام کوي.

ښاغلی عمرزی د خپل مقالې پای کې لیکي:«زموږ د بیان او وضاحت هدف د مهاجرینو بیرته ستنیدل ندي، بلکې هغو کسانو ته ځواب دی، چې هیاهو او بې ځایه بحثونه را پورته کوي. او هر ځلي یې هیریږي چې سل کاله وړاندې پلرونه او نیکونه یې افغانستان ته راغلي، نو ددې ځای نوم افغانستان وو، خلک یې افغان بلل کیده. د ډیرو مالوماتو لپاره دې (بخارای مفلوک) ته مراجعه وکړي. ناخلف پاتې شوني چې موږ پخپل کور کې د پردیو په مقابل سپکوي، ډیره جالبه ده.»

ډاکټر حسن شرق، د امیر عبدالرحمن خان په امر شمال ته د پښتنو اجباري کډې په اړه لیکي:(سمتیان چې څه وايي درست ندي. د هلمند له سوزنده او لامزرع دښتو څخه نیولې تر هرات او بادغیس پورې مغضوب شوي او شړل شوي خلک په اجباري توګه په شمالي ولایتونو کې په ازاده فضا او د ژوندو په ډیرو کمو وسایلو میشت شول. خو له نیکمرغه په ټولو ځایونو کې او په ځانګړې توګه اوزبکانو او بومي تاجکانو د امراوو د تمې خلاف، شړل شوي خلک په غېږ کې ونیول او ښه راغلاست ووایو. هغوی هم په ارامه فضا کې کلونه کلونه د مټو په زور او د ګوتو او لاسونو په تڼاکو شاړه او لامزرع ځمکې ودانې او ښیرازې کړې، ترڅو د خپلو بومي ورونو ترڅنګ ژوند وکړي. هغوی د بومي خلکو سره وتړل شول، خپلوي یې سره وکړل. خو کله چې د ثور اوومې کړغیړنه پیښه رامنځته شوه، سمتیانو د ملت وزارت جوړ کړ، ترڅو افغانستان په شمال او جنوب حکومتونو وویشي او د پښتنو، ازبکانو، تاجکانو او هزاره ګانو ترمنځ د بدبینۍ تخم وکري) (ډاکټر حسن شرق، تاسیس وتخریب اولین جمهوری افغانستان، درېیم چاپ، ۳۱۲ مخ)

له بدمرغه د پښتون ځپلو ذهنیت د ډیموکراسۍ په لسیزه کې او پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل وروسته ژورې ریښې وکړې، او د پښتون ضد مسلح ډلو په زړه بوږنونکي قتلونو او تخریبونو لاس پورې کړ. د مولوي قره داستان او په فاریاب کې د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال د پښتنو نسل وژنه د انسان د بدن ویښته زیږه کوي!

د شمال پښتنو پر وړاندې د لطیف پدرام قومي تصفیې سیاست د جمعیت اسلامي او ملي جنبش قوماندانو لخوا د رشید دوستم په واسطه اعمال شو؛ یو ځلي نه، بلکې دوه ځلي د هېواد په شمال کې پښتانه له داسې قومي کرغیړونو کړنو سره مخامخ کیږي: لومړی ځل په ۹۰ مه لسیزه کې د برهان الدین رباني د حکومت او په شمال کې د عبدالرشید دوستم د اقتدار پر مهال د قومي تصفیې سیاست په لاره واچول شوه، ترڅو پښتانه د شمالي ولایتونو څخه په اجباري توګه په وباسي او هر څوک چې ددې حکم په تعمیل کې ځنډ کاوه، بې درنګه وژل کیده؛ ډیرې پښتونې کورنۍ د عبدالرشید دوستم او جمعیت اسلامي قوماندانانو لخوا په بې رحمانه توګه ووژل شول، د غنمو خرمنونه او په ثمر رسیدلي محصولات یې سوزول کېده، ترڅو چې ط.لبانو ظهور وکړ، پښتانه او نور خلک د دوی له شر څخه وژغورل.

دویم ځلي، د ط.لبانو د حکومت تر سقوط وروسته B52 امریکايي طیارو د فاریاب، بلخ، کندوز، تخار، بدخشان، بغلان، سمنګان، بادغیس او د هرات پښتتنو کورونو باندې د ط.لبانو سره د ژبې یوشان والي او همکارۍ په پلمه بمبارۍ وکړې او د شمال ائتلافي ځواکونو بیا د پښتنو کورونه، شتمني او د ښځو ناموسونه ولوټل.

د بي بي سي د راپور پر اساس، په ۲۰۰۲ م کال کې شاوخوا ۸۰ زره تنه د شمال پښتانه درحالیکې چې خپل ټوله شتمني یې له لاسه ورکړي وو، یوازې ځان او خپل اولادونه تر جلال آباد، هلمند او کندهار پورې ورسول، او په داخلي بې ځایه شوو کمپونو کې میشت شول، حتا تر نن ورځې پورې هم بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي ندي، ځکه کورونه او ځمکې یې د شمال ائتلافي قوماندانانو لخوا غصب شوي او د محلي زورمندانو په نوم قباله شوي دي، د کرزي او غني حکومت د قانون د تطبیق او د حق حقدار ته سپارلو توانایي نلري.

د کرزي د حکومت پر مهال ۸۰ پښتون کورنۍ چې د رباني د حکومت پر مهال له تخار څخه مجبور شوي و، چې خپل کورونه او ځمکې پرېدي او پاکستان ته لاړ شي، بېرته تخار ته لاړل، خو د جمعیت یو تن قوماندان هغوی ته اجازه ورنکړ، چې له خپلونو موټرونو څخه ښکته شي. دغه قوماندان چې تاتار نومېده، محلي دوکاندارانو او نانوایانو ته امر کړی و، چې پر مهاجرینو به ډوډۍ او خوراکي توکې نه پلوري، ګنې دوکانونه به یې وسوزول شي. هماغه وخت د راستانه شوو مهاجرینو په حق کې د ترسره شوي ظلم خبر په ټولیزو رسنیو کې خپور شو، دوه – درې اوونۍ وروسته د پارلمان یو هیئت تخار ته لاړ، خو حکومت د مظلومانو غږ وانه اورېد، هغوی مجبور شول بېرته پاکستان ته لاړ شي.

لطیف پدرام د خپل ریاست جمهوري انتخاباتي کمپاین پر مهال د شمال ناقلینو ته ګواښ کړی و، چې پخپلو تذکرو کې د افغان او افغانستان د نوم له لېکلو څخه ډډه وکړي، ګنې قدرت ته د رسېدو په صورت کې د خراسان نوم به ځایناستی کړي، او هرڅوک چې افغاني تذکره ولري، له شمال څخه به وشړل شي.

پدرام د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ د افغانستان د تجزیې خوبونه ګوري، خو دی باید پوه شي چې اوسپنیز آمر امیرعبدالرحمن خان دغه ټولنه داسې سره تړلې چې هیڅ ځواک نشي کولی دغه ساختار مات کړي، او افغانستان تجزیه کړي. پدرام او د پدرام لارویان به د افغانستان د تجزیې خوب ګور ته یوسي!

۲۰۲۲/۵/۱۹

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب