جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونههیله نجیب: مسعود هم مکتبونه سیزل

هیله نجیب: مسعود هم مکتبونه سیزل

تاند:( شنبه، د کب ۲۷)  د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور او سیاسي فعاله هیله نجیب الله د پخواني قومندان احمد شاه مسعود په اړه یوه تازه مرکه کې وویل، چې هغه د ډاکتر نجیب له لوري په واک کې د شریکیدو له فرصت لرلو سره بیا هم جګړه غوره وګڼله او ښوونځي یې وسیزل.

هیله نجیب، په کنایوي ډول د مسعود پلویانو ته اشاره لرله، چې هغه د افغانستان ملي اتل بولي او په ښو القابو او الفاظو یې یادوي.

د پخواني ولسمشر لور په یوه تازه مرکه کې د طالبانو د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله په اړه هم وپوښتل شو، خو هغې ویل، چې هبت الله څوک دی، ولې چا نه دی لیدلی، ریښتیا په دې نوم څوک شته او کنه؟

نوموړې دغه راز، په افغانستان  کې د جمهوري نظام سقوط د پلار د واکمنۍ له سقوط سره یې پرتله او هماغسې ورته دردونکی وباله.

د هیله نجیب په باور، دا ځل بیا د افغانستان کادرونه او ځوانان په هېواد کې توهین او له هېواده وتو ته اړ شول، چې دې ته یې د ۳۰ کلونو وړاندې دردونه بیا تازه کړل.

هیله نجیب په ورته مهال ټینګار وکړ، چې افغانان له دغه وضعیت څخه د وتو لپاره فرصتونه او ظرفیتونه لري، خو په کار ده چې په هېواد دننه او بهر ټول وطن پال قوتونه منسجم او په ګډه د افغانستان د ژغورنې لپاره مبارزه وکړي.

د پخواني ولسمشر نجیب الله لور په وروستیو کې له افغانستانه بهر د افغان ډیساپورا یانې متخصصینو د انسجام لپاره هڅې چټکې کړي، چې د ځینو خلکو له هرکلي سره مخ شوي دي.

هغې په تازه مرکه کې له هېواده د ولسمشر غني د وتو په اړه وویل، چې سمدستي د دغه کار په اړه قضاوت له وخته مخکې دی او د وخت په تېریدو سره به معلومه شي، چې دا یې ښه که ناښه پریکړه وه.

 د یادونې وړ ده، چې ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې یې احمد شاه مسعود ته د ملي مصالحې پروګرام سره د یو ځای کیدو او دفاع وزارت د سمبالولو وړاندیز کړی و، چې مسعود رد کړی او وروسته د برهان الدین رباني په حکومت کې دغه دنده ترسره او دفاع وزارت د تنظیمي جګړو په یوه اړخ بدل کړی و.

21 COMMENTS

  1. کچیری ۱۰۰ کاله پخوانې تاریخ ته ځیر شو نو غازی امان الله په وړاندی حبیب الله (بچه سقاو) هم ورته نظر درلود چې د برتانیی په اشاره یی د امان الله وړاندی د پوهي او زده کړو خلاف وو یعنی دا غوښتنه د انګریزانو وو چې اخیر امان الله خان واک په سوله امیز ډول د سقاو بچې ته پریښوده، همدارنګه یونس قانونې په یوه مرکه کې وایی چې د شورای نظار دا منشور وو چې باید د برق پایی ونړوی یعنی د انګریز پلان یی مخ ته وړلو چې ولس ولیده چې بیا کوم څوکۍ تر لاس کړی او بیا دده کار د اشرف غنی په وخت کې د شمال مماتی دا کارونه کول، انګریزانو، پاکستان، امریکا دا غوښتل چې افغانستان باید مقتدر نظام باید نه وی او دوی اوس هم د مقاومت مالی ملاتړ کوی

  2. د غلامانو کمونیستانو له لاسه افغان ملت لا تر اوسه د تباهی سره مخامخ دی او ددی قاتلانو ملی خیانت سره د افغان ملت زیاتره تباهی لپاره وحشیو غلامو قاتلو تنظیمونو او وحشیوغلامو قاتلو طالبانو ته او ددوی بادارانو لپاره د ملت قتل عام او بی سوادی زمینه برابره کړۍ شوه او نجیب الله د نورو مشهورو قاتلو کمونیستانو له جملی ستر جلاد وو ، خدای پاک ددوی ټولو دوزخ په نصیب کړی امین !!!!!

  3. امید صاحب سلام
    غروال صاحب ډیر سپین ږیری دی، اوس یی حافظه هم سم کار نه کوی دا پورته لیکنه یی څو کاله مخکی بل چا ورته کړی، دی یی دا څو کاله هر خای نشروی ورڅخه مه خپه کیږه

  4. هغه چی مره شوی دی خپل انجام سره به اوس مخ وی. دا بی زایه شکنزل اوس حل نه دی. اوس باید له تیر خخه عبرت واخلو طالبان سمه لارته تشویق کرو، طالبان که هر سومره بد شی خو دیر شه صفات هم لری. شه ی شه وبولو بد یی بد، نور اوس اتحاد او اتفاق ته ضروورت دی د نجیب یا مسعود یا ملا عمر په غندلو نور هم کار خرابیژی. تاریخ ته تول معلوم دی دهغوی له سهوو او اشتباهاتو خخه باید پند واخلو. په دیر درنشت یوه پوشتنه له خپل زان او تاسو هر یوه خخه ما او تا کوم نیک اقدام د وطن او اولس لپاره کری؟ سو یتمان دی عذر کری؟ سو کتابچی قلمان کتابونه دی مکتب پوهنتون مدرسی ته اخیستی دی؟ کوم کیلی کی دی د نجیونو هلکانو مکتب او مدرسه پرانیستی؟ کوم زای کی دی د اوبو مشکل حل کری؟ کوم پوهنتون ته دی د انلاین تدریس زمینه برابره کری؟ کوم زای کی دی یو د عام المنفعه کار چی خاص د الله تعالی لپاره وی کری؟ که دی هیچ نه دی کری بیا هسی انتقاد گته نه کوی. عمل لازم دی!

  5. شهاب
    دا څه نوي خبره نه چې مسعور ښوونځي سوځول، که په دې هم سترګې پټې کړو نو لکه چې ووایو لمر نه راخیژې. زموږ همداسې خلک دي. د سقاوو د زوی لومړی فرمان د ښوونځیو بندول و. خو بل لور ته مو قومپرستۍ داسې سترګې را پټې کړې وی. چې په پروان کې د حبیب الله کلکاني په نوم یوه لیسه نومولي وه، دې ته وايي جهالت.
    تیره ورځ مې په رسنیو کې یو لنډ ویدیويي کلیب اوریده مسعود خبرې کوي او وايي: پل جبل السراج را قطع میکنیم، توس تانکها قطع میکنم دوعا کنید همین فیصله عملی شود) نو دا د تنظمیونو وال همداسې ول. چا به د نجونو پر مخ تیزاب شیندل چا به په زوره ځانته کنیولي، د دوستم له لاسه به بیا له لوړ منزله را لویدې، د جهاد په اوله کال زموږ په سیمه کې يي په ۱۳۵۹ کال کې تر لس زیات ښوونځي وسوځول.

  6. د شهید محمد داود خان په وخت کی کله چه احمد شاه مسعود او ګلبدین حکمتیار په پاکستان کی اوسیدل، د ای اس ای په هدایت مسعود په پنجشیر او ګلبدین حکمتیار په لغمان کی د مکتب ښوونکی په ډزو سره ووژل.
    مسعود پنجشیریان او نور غیر پښتانه په بی رحمانه ډول په قتل عام ورسول. د پنجشیر ډی مخور خلک یی ووژل دغه ویدو په دغه لاندی لینک کی وګوری چه د مسعود څیره وپیژنی.
    جمهوری پنجم | رزاق مامون | برنامه 178 | جزئیات تازه در بارۀ مرگ پهلوان احمد جان

    همداسی ګلبدین ټول پښتانه قتل عام کړه چه تر اوسه یی قتلوی. په پیشاور کی چه څه پښتانه په قتل رسیدلی دګلبدین کار وه. دشهید سید بهاوالدین مجروح قتل یی یو مثال دی.

  7. سلامونه،
    داڅو ټکي خاس د ښاغلي دوکتور غروال په هکله وړاندي کوم ځکه چي ما هم يو خلي د ښاغلي دوکتور غروال په وړاندي توند غبرګون ښکاره کړي وه خو ورسته له څه وخته مي په کومه بريښناپاڼه کي د ښاغلي دوکتور غروال ژوندليک ولوست. ښاغلي دوکتور غروال رښتيا هم د جګ عمر سړی ده زښته ډير په وتن مين اود افغانستان په اوسني حالت ځوريږي او زه د ښاغلي دوکتور غروال په ځوريدو او درد باور لرم. اوس هم د ښاغلي دوکتور غروال تبصيري چي لولم ښاغلي دوکتور غروال په حقه په کمونستانو ګذارونه کوي خو په د کي هيڅ شک هم نشته چي د افغانستان د اوسنی حالت د کمونستانو د اوښتون سمر ده.
    سپکي سپوري ويل ښه کار نه ده.

  8. ښاغلی ډیر عزتمند او ډیر قدرمند دوکتور غروال صاحب!
    السلام علیکم

    محترم مشره زه وطندار ستاسی څخه د ځمکی تر آسمانه معذرت غواړم، زه پوه شوی نه وم، ما دوه یا دری جمعی مخکی ستاسی د تبصرو په مقابل کی ډیره ګوستاخی او بی ادبی کړی وه.زه خپلی تبصری بیرته اخلم. او ستاسی څخه لایتناهی بخښنه او معافی غواړم.
    د ښاغلی وحید او ښاغلی لټون ورور د تبصرو او معلوماتو څخه مننه.
    ډیر زیات په احترام

  9. د omid چټلو تخریبی الفاظو باره کښی څه نه وایم ، او محترمو لټون صاحب او وطندار صاحب نیکو الفاظو څخه جهان مننه کوم کورونه مو اباد اوسه او د خدای پاک مو روغ جوړ او خپلو کارونو کښی بریالی لره !!!!

  10. د omid چټلو تخریبی الفاظو باره کښی څه نه وایم ، او محترمو لټون صاحب او وطندار صاحب نیکو الفاظو څخه جهان مننه کوم کورونه مو اباد اوسه او خدای پاک مو روغ جوړ او خپلو کارونو کښی بریالی لره !!!!

  11. دبریتورو ستالنستانو دی کور خراب سی چی اوس هم لا خبری کوی. مسعود او نورو مکتبونه خرابول ځکه تاسو بیدینو پکی ټانګونه درولی وو. اوس می هم په یاد دی چی ستاسو له قطار سوی ټانګونو تیرسوم. آخرینی آزموینه ستاسو دټانګونو په حضور کی ختمه سوه او بیا هلته نور درس ونویل سو.
    غروال که مشر وی خپله بی عقلی دی له ځانه سره وساتی. د وطن درد هرڅوک لری خو چی ددرد په دوا نه پوهیږی بیا هم جاهل دی. افغانستان دجاهلو په احساساتو نه جوړیږی.
    غروال دغرب خیرات خور ده. دغنی طرفدار. دطالبانو دښمن. دکمونستانو باید دی تشکر وکړی چی مفته ژوند یی ورته میسر کړی وو. کوم کار یی کړی چی هغه به دافغانستان په ګټه وی.
    دهغو سپینږیرو دی کور خراب سی چی له خرابی سوا بل کار یی نه وی زده کړی.
    زه هغه سره دا دری کاله کیږی ټکر یم. هغه یوه معقوله خبره نده کړی. ټولی یی کنځلی او نفرت وی.

  12. سلامونه،
    د آغلې هيله نجیب مصاحبه له کاکتوس صدای ې امریکا سره واوریده. په رښتیا د دې سیاسي او ټولنيزې … پوهې ته حیران پاته شوم. څرنګه چې د کاکتوس چلوونکي عادت و،متعصبه، نیشداره او ګنګس کوونکې پوښتنې کوي مګر د هيلې جانې په ځانګړې ډول دخپل پلار د رښتینیو ملي مصالحې، د جلال آباد د ملي دفاع ا.د.ن. همه جانبه معلومات؛ د ولسمشر د.اشرف غني د وتلو په باره کې فوقالعاده منطقي ځواب ؛؛ همدارنګه د احمد مسعود په ښونځیو سوځولو چې … بیا ې اخلافو ته هم په میراث رسیدلی و او آن تر هوايي تش په نامه سکولونو په نوم خلګو ډالرې ګوړم ته کړې او…آفرین ې په مور ه او پلار د ورته خدای وبښي.
    یوازې یو خبره ېې زه نه شم تاییدولی چې ویلې: “دوره ې بچه سکاو و دورهء امین یکرقم بود!!؟؟” ، په هیڅ رقم تشبیه کیدای نه شي!
    د سکاو زوی انګریزانو له کرمې ایجنسۍ له سماوارچيتوب نه د غازي امان الله خان د پرزولو پر ضد قدرت ته ورساوه او د مکتب او پیشرفت پر ځای ې بودنه جنګي او بي خلطې فیرول او د کابل او نورو سیمو کې دبیناموسیو او غلاوو سرکاتب فیض م. هزاره لیکلي و.
    صحیح ده چې امین دوران کې به په ځینو خلګو ظلم زیاتی شوي وي ،چې د نړۍ په ټولو انقلابونو کې نورمال و. او اوس هم دوام لري
    خو هیڅکله ډیموکراتان، سوسیالستان د پوهنې ، علم ، تخنیک او د انسانانو د ښه ژوند ضد نه دي. د هر چا فلسفه فرق کوي . د افغانستان د ملتپال، مسلمان او مجاهد ولس له احساساتو نه ځینو تش په نامه رابرانو ۷و۸ بینظمه تنظیمونه جوړ کړل مګر ولس ته ې څه ورکړل؟
    -ط ط ته هم اوسنۍ ستونزې په میراث رسیدلي چې له ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کې دوی هم پکې ګکړ دي .
    مهمه دا ده چې د هیلې نجیب اله خبره ،وطنپال قوتونه منسجم او د ژغورنې فرصت او ظرفیت څخه کار واخلي.
    ( انا نزلنا الذکر و انا له لحافظون ). دا آیت به ارواښاد شهید نجیب الله ډیر ذکر کاوهء. جنت دې ځای شي.

  13. ښاغلی ثابت صاحب مونږه افغانانو ته څه کم پنځه لسیزی وشوی، چه په ډول ډول غمونو، نا آمنیو، تباهیو، نا انډوله سیاسی ستونزو، نامعلومه جګړه او بی وطني کی شپی او ورځی تیروو.
    چه دغه حالات د دي باعث کیږی چه ځینی ورونه ډیر تریخ غبرګون وښایی، بیا ځمونږ مشران خو په بی وطنی کی دغه اوږدی او نادوده جګړی ډیر زورولی دی.
    نو مونږ او تاسو که د هری مفکوری خلک یاستو، باید د افغانی دود په اساس لږه ګذاره وکړو، کله چه په دي پوه شو چه دا ځمونږ مشر دی.
    د ټولو افغانانو د سوکاله او آرام ژوند په هیله.

    په درنښت

  14. ډاکټر صاحب نجیب الله د ښځو د زده کړې، ښونځیو د جوړولو،
    د یوه پیاوړي او خپلواک پوځ د جوړولو، له نړۍ سره د نږدې اړیکو لپاره هڅې وکړې،
    خو د مجاهدینو په نامه د تعلیمي نظام بنسټونه یې له منځه یوړل.
    دوی زموږ طبیعي زیرمې پاکستان ته د ډالۍ په توګه ورکوي،
    موږ باید د دوستم، مسعود، مجاهدین په څېر خلک ملامت کړو.

  15. مننه وطندار سیب
    تیر پنځوس کاله ایدیالوژیک جنګ وو چی دتعلیم ځایونه یی سیاسی کړی وو. ایا ددی ځایو تخریبول جواز لری او که نه یو متسلسل منطق ته رسیږی او هرڅوک به یی دخپلی ایدیالوژی له مخه روا بولی. که کمونستان محاهدین ملامتوی او یا شمالی ټلواله او جمهوریان دامریکایی اشغالګرو په تایید دمکتبو دخرابولو په خاطر طالبان ملامتوی نو یو هم بیګناه ندی. شمالی ټلوالی او جمهوریانو مدرسی ورانی کړی وی. مکتب او مدرسه دواړه دتعلیم ځایونه دی چی باید خراب نسی مګر نظامی مرکزونه وی. مجاهدینو شاګردان ونه وژل مګر شمالی ټلوالی او جمهوریانو ددینی مدرسو کمکی ماشومان هم مړه کړل. ددوی ګناه دوه چنده ده.
    اوس چی افغانستان آزاد دی نو باید تیر هیر سی. نوی خبری وکړل سی. او هغه هم چی څنګه افغانستان باندی قوی سی. تاریخی خبری دهغو کار دی چی وطن ته یی خیر نرسیږی.څینی کسان به د خپل ضمیر نه دخجالت ګردونه په همداسی خبرو پو کوی.

  16. ښاغلي ثابت!
    داستاسو دليل چي ګواکي کمونستانو مدرسي ورانولي نو موږهم مکتبونه ورانول(دجماتونو يادونه خو نه کوي) نو هغه متل را ياد سو سي وايي خدايه ته مي وزي وه زه به د روزي وهم. يوه خبره خو رښتيا وکړه چي په د څلوښتو مليونو ډالرو کي چي امرکا يي طالبانو ته ورکوي ستا برخه په د کي څومره ده ځکه دومره بيعقل هم نه بي معاشه دا بابولالي وايي.
    اللهﷻ د تا ظالم او دروغجن ته هدايت وکړي آمين يا ربالعالمين

  17. ښاغلی کولاله
    په خبره دی سر نده خلاص سوی. زما اوله خبره داده چی څوک ګرم دی او څوک ندی ګرم قانع منطق نلری. بله خبره خو بیخی ساده ده چی ما ویلی دی تیر هیر کړی.
    ما ندی ویلی کمونستانو مدرسی ورانولی. هغوی ټانګونه پکی درولی وو. ولی سم لیک نسی لوستلی. کرزیانو او غنیانو د مدرسو کوچینی ماشومان ووژل. حافظه دی خرابسوی او که څنګه. زما داده اوس هم ښکاریږی.
    امریکا طالبانو ته ډالر نه ورکوی. ولی دی په خوارو افغانانو هغه نه لوریږی. ته څنګه افغان یی؟
    ستا به خدمت په ډالر وی زه لا تراوسه له طالبانو سره نه پیژنم. تاسو هیر کړی چی د وطن مینه له ډالرو نه جګه ده؟

  18. په منافقت سمبال ثابت ته، د تاسو فریبی بابولانی افغانان د غلامو طالبانو غیری انسانی او غیری اسلامی اعمالو عملآ ددوی اول ورکړ شوی قدرت کښی او اوس ددوباره ورکړ شوی قدرت کښی پوره شاهدان دی او هم ددوی پوړسیدلی خیټی ښکاره کوی چی د ملت حقوق ئی له هره حیثه تر پښو لاندی کړی دی او کابل کښی حکمرانی د ایس آي اي ( پنجابی پاکستان جاسوسی دستګاه ) له خوا کیږی او دا غلامان تربیه شوی طالبان د افغان ملت فریبی لپاره په درواغو کله نا کله دپنجابی پاکستان سره مخالفت تبلیغ کوی دی غلامو طالبانو ته په ۱۹۹۶ کال د پنجابی پاکستان په مسقیمآ ملاتړ او د امریکا فریبکاره سیاست سره د خائین خلیلزاد ‍په وسیله د غلامو خائینو تنظیمونو څخه د سلاح ټولول پروګرام سبوتاج کړ او دا غلامان ئی د تنظیمونو غلامانو په عوض کابل کښی حکمرانان کړل او لږ وروسته دی غلامو طالبانو د امریکا راتلوونکی پلان کښی خنډ واقع شول او ددوی له مینځه وړلو لپاره ئی د نیویارک برجونو ورانولو بهانی سره ئی دا طالب غلامان بی له ادنا مقاومته خپل پنجابی ټاټوبی ته ولیږل !!! دوهم ځل په بی شرمانه شرائیطو لاندی دا نورو غلامانو د امریکا په امر کابل او نور شهرونه طالبانو ته پریښودل او د اطمنان لپاره د امریکا خاص جاسوسان کرزۍ او عبدالله عبدالله کابل کښی ساتل کیږی دطالبانو دا ټول خیانتونه افغانانو ولیدل او هم ئی ګوری دقدیانی ساختګیو طالبانو وحشت د میرمنو (دوی د کارونو څخه شړل ) او د جلکیو ( مکتبونو او پوهنتونو ممانعت ) افغان ملت ئی شاهدان دی دا غلام طالبان هڅه کوی چی د پنجابی پاکستان تر کنترول افغانان بی سواده وساتل شی او د افغانستان ټول دفاتر او نوره برخی د پنجابی پاکستان له خوا فعالی شی دا ډول ملی خائین عمل باید افغان ملت ته په تدریجی شکل سره وروپیژندل شی او پدی برخه کښی فعلیتونه روان دی دا غلامان په افغانستان کښی زیات نشی پاتی کیدۍ او هم دستوری تښتیدلی غلامان به دوباره کابل کښی حکومت چانس ونلرلۍ شی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب