جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهعینو مېنه کې د دودیزو لوبو نندارې وړاندې شوې

عینو مېنه کې د دودیزو لوبو نندارې وړاندې شوې

تاند:( شنبه، د کب ۲۷)  د کندهار په عینو مېنه کې د جمعې پر ورځ د لومړي ځل لپاره د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له خوا د اس ځغلونې فدراسیون په همکارۍ د اس ځغلونې او د  دودیزو لوبو نندارې ترسره شوې.

  په دې ننداریز جشن کې نږدې ۸۰ تنو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې د څلوېښتو شاوخوا پکې د اس ځغلونې ورزشکاران وو.

 د یادو نندارو لیدنې ته زرګونه مینوال ورغلي وو او پکې د اس ځغلونې، نښه ویشتنې او په سر د چهارمغزو ماتولو او د وزن جګولو محلي نندارې وړاندې شوې.

ځایي خلکو په دې نندارو خوښي وښوده او د ورزشکارانو په ملاتړ یې ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...