جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهدشت لیلي ته د ط والي سفر او ط ته د...

دشت لیلي ته د ط والي سفر او ط ته د رشید دوستم تازه ګواښونه

تاند:( شنبه، د کب ۲۷)  د بلخ لپاره د طالبانو سرپرست والي حاجي یوسف وفا په داسې مهال دغه وخت کې د سلګونه طالبانو له قتلګاه( دشت لیلي) څخه لیدنه کړې، چې د دغو وژنو تورن قومندان عبدالرشید دوستم په تازه مرکه کې د طالبانو رژیم ازبکانو سره په ناوړه چلند تورن کړی او د غچ اخیستو ګواښونه یې ورته کړي دي.

د طالبانو والي په دشت لیلي کې د خپلې ډلې وژل شویو جنګیالیو ته دعا کړې.

دشت لیلي ته د طالبانو د نالیدل شوي مشر ملا هبت الله د دغه نیږدې کس د ورتلو زیات جزیات نه دي روښانه شوي.

په دغه دښته کې د طالبانو د لومړني رژیم له سقوط وروسته د دوی په زیاته کچه جنګیالي، چې ځینې یې شمېر سلګونه او ځینې زرګونه بولي، مشهور ازبک قومندان عبدالرشید دوستم ته تسلیم شوي وو، چې دوستم یې په کانتینرونو کې په ډله ییزه توګه په وژلو او امریکایانو ته په ژوندي سپارلو تورن شوی.

دوستم په یوه مرکه کې دا تورونه رد کړي او ویلي وو، چې دا ادعاوې بې بنسټه دي.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۹ کې، چې افغانستان کې یې پوځي حضور درلود، په دې اړه د پلټنو امر وکړ، خو پایله یې معلومه نه شوه.

له دې سره هم مهاله، دوستم پر طالبانو تور لګولی، چې شمال کې یې په زوره له ازبکانو څخه ځمکې نیولي او پښتنو ته سپارلي.

دوستم ګواښ کړی، چې د دې کار پوښتنه به کوي او یو متر ځمکه به هم بې نیولو نه پریږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځایي پښتانه د دوستم او نورو تور لګونکو خبرې ردوي او وایي، چې طالبانو د ازبک زورواکو له لوري د دوی غصب شوې ځمکې بیرته را ګرځولي دي.

طالبانو هم په دې تړاو تورونه رد کړي، خو ځينو بې پلوه خلکو غوښتنه کړې، چې په دې او د طالبانو د نورو ادعا شویو بشري سرغړونو په اړه دې بې طرفه نړیوالو کمیسیونونو ته د څېړنو فرصت برابر شي.

1 COMMENT

  1. نړیواله محکمه دې افغانستان ته راشي او ۴۵ کلنې جګړی په اړه اود پآکستان، ایران، تاجکستان، فرانسی امریکا، برتانیی، روسیی له لوری د شویو ظلمونو په اړه څیړنه وکړی او نړیوال محکمه باید بی پری کار سرته ورسوی نه دا چې د لویدیځ او غرب هیوادونو په اشاره او لمسون کار وکړی مګر د امریکا او ناټو په راتګ سره هیڅ د نړیوال حقوق بشر او نورو سازمانو چې د ښځو او ماشومانو په برخه کې کار کولو د ۴۵ کلنې جګړی کې ښکیلو چارواکو په محکمه جوړه نکړه او نړی ته دا وښوده هغه کسان چې امریکا، برتانیی او فرانسی او روسیی او پآکستان په ملاتړ انسان وژنه کوی مجرمین ندی ځکه خو دوی ورڅخه مارشالان او اتلان جوړ کړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب