سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeخبرونهسراج الدین حقاني: افغانستان له پامه لویدو ته نه پریږدو

سراج الدین حقاني: افغانستان له پامه لویدو ته نه پریږدو

تاند:( شنبه، د کب ۲۷) په داسې حال کې، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د نړۍ هیڅ کوم هېواد د دوی رژیم په رسمیت نه پېژني، د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي چې افغانستان له پامه غورځیدو ته نه پریږدي.

نوموړي د متحده عربي اماراتو د علماوو له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي: ((هغوی چې غواړي افغانستان متروکه جزیره شي، تېروتنه کوي، ځکه چې  افغانستان څښتن لري او مونږ يې هغې ورځې ته نه پرېږدو چې زمونږ هېواد دې بيا ځلي له پامه وغورځي.))

د حقاني په یوه اعلامیه کې راغلي، چې نوموړي د اماراتو له لوري طالبانو ته د دوبۍ کونسلګرۍ د سپارلو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې له افغانستان سره تعامل د ګاونډیو، سیمې او ټولې نړۍ ته په ګټه دی.

حقاني له نورو جزیاتو پرته ادعا کړې، چې له نړۍ سره د غوره اړيکو غوښتونکي دي او په دې برخه کې یې مثبت ګامونه هم اخيستي.

د هغه په وینا، افغانستان د نړۍ يوه  ستراتېژيکه کتله ده او نړۍ بايد د افغانستان سره د تعامل په برخه کې دوه مخې پاليسي ونه لوبوي چې دا د ټولې سيمې په تاوان تمامېږي.

سراج الدین حقاني یاد پلاوي ته د نجونو د تعلیم په اړه وویل، چې د اسلام مقدس دین شرعي تعلیم پرنارینه او ښځینه مسلمان باندې فرض كړی او د طالبانو رژیم د ملت ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی.

هغه په ورته حال کې ویلي، چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم لګېدلی محدودیت دایمي نه دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې افغانستان له بېساري بشري او اقتصادي ناورین سره لاس وګرېوان دی او هره ورځ یې رژیم سره د خلکو او نړیوالو واټن په زیاتیدو ښکاري.

طالب چارواکي په څه باندې یو نیم کلنه دویم ځلي واکمنۍ کې یې بیا- بیا د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د بندیزونو ختمولو ژمنې کوي، خو معلومه نه ده چې دا ژمنې به کله او څنګه عملي کوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب