جمعه, اپریل 26, 2024
Home+کله چې پوليس د عمران خان نيولو ته ورغلل د هغه باډي...

کله چې پوليس د عمران خان نيولو ته ورغلل د هغه باډي ګارډ شو

داودجبارخیل
په پاکستان کې سیاسي وضعیت وخت په وخت د ډراماتیک بدلون په حال کې دی. له تيرو دريو ورځو راهيسي په لاهور کښي سياسي تودوخه دومره زیاته شوې چي زرګونو پولیس ځواکونو سره سره د عمران خان په نيولو کې د محکمې د حکم په عملي کولو کې ناکامه شوي دي۔
د پوليسو او د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي اى) د فعالانو ترمنځ په نښته کې تر ٦٠ زيات پوليس ټپيان شوي دي. تاو تریخوالی هغه وخت کم شو کله چې د لاهور لوړې محکمې (های کورټ) د تحریک انصاف په غوښتنه پولیس په زمان پارک کې د عمران خان پر کور له هر ډول اقدام څخه منع کړل. خو کله چې د محکمې دغه حکم راغی، د پولیسو او پي ټي ايي تر منځ مسایل ډېر تللي وو.
د ټي ټي ایم فعالانو د پولیسو شاوخوا ۱۲ ګاډي ته اور ورته کړ او پولیسو په هاټي کې د عمران خان پر کور د اوښکې بهیوونکي ګاز سلګونه مرمۍ هم وویشتلې.
کله چې د جمعې په ورځ په دریمه محکمه کې د پولیسو د اقدام د مخنیوي لپاره د پنجاب د پولیسو عمومي ريیس ډاکټر عثمان انور او د پاکستان تحریک انصاف مشران مخامخ شول نو  یوبل ته یی سختي خبرې وکړې.
فواد چوهدري وويل په دې نښته کې د پوليسو له خوا درج شوي دوسیې (مقدمې) بايد د مشورې له لارې وڅېړل شي.
خو د پولیسو ريیس د پنجاب محکمې ته واضح ځواب ورکړو چې د تورنو (ملزمانو« په ضد به د مشورې نه پس قانوني کاقدام وکړل شي.
کله چې هغه بيا د عدالت نه پوښتنه وکړه چې د اسلام اباد د محکمې وارنټ لا هم جواز لري، زمان پارک ته د تګ په اړه څه حکم لري؟ نو جسټس طارق سليم شيخ وويل جواب به ماسپښين درې بجې ورکول کيږي او اوريدنه يې وځنډوله.
د ماسپښين درې بجې حالات په مکمله توګه بدل شوي وو او د اسلام اباد هائي کورټ د عمران خان وارنټ معطل کړی وو نو هغه د گرفتارۍ نه بچ کولو دپاره په دې وروستيو کې د هغه په ​​ضد درج شوي نهه مقدمو کې د ضمانت دپاره درخواست جمع کړی ؤ . او عدالت ته يې د پوليسو د امنيت د برابرولو غوښتنه هم وکړه.
عدالت دا درخواست منظور کړی او پوليسو ته يې امر کړی چې عمران خان دې لاهور هايي کورټ ته په خپل حفاظت کې راولي او نه دې نیسی.
هماغه پولیس چې له تېرو څو ورځو راهیسې د عمران خان د نیولو هڅې کوي، اوس د محکمې په حکم د هغه د ساتنې لپاره ګمارل شوي دي.
کله چې محکمې دغه حکم صادراوه، نو د زمان پارک په شاوخوا کې ولاړ پولیس له دې حکم نه خبر وو.
کله چې عمران خان له زمان پارک څخه د خپلو کارکنانو د جلوس سره روان شو نو په ډيوس روډ باندې د پوليسو ګزمې د پي ټي آئي کارکنان وليدل چې په دغه مهال يې ګاډي واپس کړو او وتښتېدو.
یوه خبریال دا صحنې په خپله کمره کې اخیستي او ورته یې ویلي چې دا خلک پر تاسو برید کولو ته نه دي راغلي، خو تر دې دمه د پولیسو موټر په تېزۍ تېر شوی و.
د زمان پارک او لاهور هائي کورټ تر منځ په فاصله کې لږ تر لږه پنځه پولیس سټیشنونه دي او د دغو ټولو پولیس سټیشنونو پرسونل د نورو پرسونل سره په زمان پارک کې له تیرو څلورو ورځو راهیسې په کار بوخت وو. او نن همدغه پوليس عمران خان په خوندي توګه لاهور هائي کورټ ته راوستو.
د دغو پولیسو یو تن ایس ایچ او د نوم نه ښودلو په شرط رسینو ته وویل چې هر څه چې پیښ شوي زموږ د وظیفې برخه ده. او زموږ وفاداري له دولت او دولتي ادارو سره ده. موږ مخکې د محکمې په حکم هلته وو او اوس د محکمې په حکم امنیت لرو. خو په عین حال کې په دې کې شک نشته چې د پولیسو مورال خورا ټیټ دی.
دا ټولې پریکړې په بل ځای کې کیږي، موږ یوازې په دې کې کارول کیږو. زه به یوازې دا ووایم چې پولیس باید هلته نه و لیږل شوي.
د لاهور هائي کورټ د عمران خان په ټولو مقدمو کې د ضمانت نه پس پوليسو هغه په ​​محفوظه توګه زمان پارک ته رسولی دی.

1 COMMENT

  1. دا امر نواز شریف وو چې زه هغه وخت پآکستان ته له لندن څخه در ستنیږم چې عمران خان زما په شان بندی شی مګر کله چې خلیلزاد د ټویټ له لاری د عمران خان د نیولو په اړه لیکنې وکړی د عمران خان له نیولو یی لاس واخیست مګر بیا هم د پآکستان حکومت ددی په خاطر چې ولس ته وښایی چې موږ خپلواکه یو نو د خلیلزاد ټویټ ته غبرګون وښود مګر اوس نواز شریف وروو شهباز شریف د پآکستان لومړی وزیر کوښښ کوی چې له عمران خان څخه د خپل ورور غچ واخلې او بیایی بندی او بل هیواد ته یی لکه نواز شریف ولیږي او د عمران خان په نشتون کې د جون او مي میاشتی کې ټاکنې وکړی مګر عمران خان دا ډول حالات نغواړي، کیدای شی شهباز شریف د پوځ په مرسته یو کار وکړی او هرڅه برتانیی په ګټه مخ ته لاړ شی مګر امریکا دا کار نغواړی ، کچیری داسی وشی نو پاکستان څخه به امریکا ټول قرض پیسی واخلی او پاکستان به د زوال لوری ته لاړ شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب