سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهد ښځو پر کار او تعلیم د خبرو لپاره کابل ته داسلامي...

د ښځو پر کار او تعلیم د خبرو لپاره کابل ته داسلامي همکارۍ سازمان د پلاوي سفر

تاند (جمعه، د حوت د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي وايي، د دیني عالمانو یو لوړپوړی پلاوی کابل ته لیږي چې له طالب چارواکو سره د ښځو د کار او د نجونو د زده کړو د بندیز پر پای ته رسیدو خبرې وکړي.

د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۴۹ مه غونډه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د لګول شویو بندیزونو د پای ته رسیدو لپاره د خپل جګپوړي پلاوي د استولو خبر ورکړ.

حسین ابراهیم طه په عین حال کې وویل:«موږ په افغانستان کې حالات، د پخواني پرېکړه لیک تطبیق او د تېر کال په جنورۍ کې د اجرايي کمېټې د ناستې پایلې تعقیبوو.»

ده افغانستان ته د خپل ځانګړي استازي طارق بخیت وروستي سفر او په کابل او کندهار کې له طالب چارواکو سره د هغه خبرو ته په اشارې وویل:«په افغانستان کې زما ځانګړي استازي ښاغلي بخیت په دې لیدنو- کتنو کې د بشري مرستو په برخه کې د افغانستان د ملاتړ په اړه زموږ د ژمنو په تړاو د اسلامي همکارۍ سازمان او د دې سازمان د غړیو هیوادونو پیغام او د نجونو د تعلیم، د ښځو د کار په باب د افغان چارواکو د پرېکړو د بېرته اخیستو اهمیت په ګوته کړ.»

د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي د غونډې برخوالو ته وویل چې د افغانستان طالب چارواکي د وخت غوښتونکي دي څو د نجونو لپاره د دوی په وینا په پوهنتونونو کې چاپیریال او پروګرامونه چمتو کړي.

په همدې حال کې د متحده عربي اماراتو د دیني عالمانو یو پلاوی هم کابل ته تللی چې طالب چارواکي وهڅوي څو نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي.

اکثره اسلامی هیوادونه د ښځو خلاف د طالبانو په اقداماتو له دې کبله اندېښنه لري چې طالبانو دا بندیزونه د اسلام په نوم لګولي او په دې توګه اسلام نړیوالو ته له پرمختګ او ښځو سره مخالف معرفي کیږي.

1 COMMENT

  1. مونږ به وګورو چی هغوی خپل اسلامی فورمول لری او که به دغرب په توګه بی قید و شرطه دخپلو خواهشاتو دپوره کولو تقاضا وکړی.
    مونږه توقع نلرو چی دا خبری به کامیابه سی. طالبان ښه مطمئین پروګرام قانع کولای سی او دهغه اقتصادی چارو ته په کتو سره دښځو دتعلیم او کار زمینه برابرول په یوه او یا دوه مجلسو نسی ترسره کیدلای.
    متاسفانه ډیر کم آراده اسلامی ایدیالوژی لری. دګلف لوی کمیسی دا ده اوس په خپلو دولتو کی داسلام ریښی وهی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب