جمعه, مارچ 29, 2024
Home+وهابیان څوک دي | عبدالباری جهاني

وهابیان څوک دي | عبدالباری جهاني

  (نهمه برخه)

اخوان:

د ابن سعود د کورنۍ قدرت د نجد له رېګونو او وچو دښتونو څخه پیل سو؛ او تر ډېره وخته پوري یې د قدرت مرکز همدغه د دښتونو اوسېدونکي عربان ول چي بدیون یا بدوي بلل کېدل. دې خلکو ټول عمر په سختیو کي تېر کړی او له ډیرو پخوانیو زمانو څخه، چي هیڅ چاته په یاد نه وه، په قبیلوي بدیو او له یوه بل سره په جنګونو او د کاروانونو په وهلو لګیا ول. دوی یوازي مالداري کول او ټول عمر یې د اوښانو او پسونو په ساتلو تېرېدی. د ابن سعود د کورنۍ اصلي جنګي قدرت له همدغو خلکو څخه وو.

عبدالعزیز بن سعود دې خواته خپله توجه زیاته کړه. نجد او بدوي عربانو ته یې خپل مبلغین ولېږل. د هغوی د کوډلو په عوض کي یې خټین کورونه ورته جوړ کړل او د کښت او کروندې لپاره یې مځکي ورکړې؛ د تجارت زمینه یې ورته برابره کړه او په اصطلاح یو څه یې متمدن کړل. وهابي ملایانو دې خلکو ته د بُت پرستانو او مشرکینو په سترګه کتل او فکر یې نه کاوه چي له هغوی څخه به د خپلو عقایدو په ترویج کي کار واخیستلای سي. خو وروسته ثابته سوه چي همدغه کوچي عربان ډېر زړه ور او د وهابي عقایدو د ترویج او زړو رواجونو، چي وهابیانو د شرک په سترګه ورته کتل، په له منځه وړلو کي ښه کار ورڅخه اخیستل کیږي. ابن سعود هغوی ته د وروڼو یا اخوان نوم ورکړ. دوی ته د هِجره په نوم خاص تشکیلات جوړ سول چي په یوه هِجره کي له لسو څخه در دوو سوو تنو پوري برخه درلوده. دې صحرایی عربانو چي کله د وهابي ملایانو تبلیغات واورېدل او د هغوی په منطق قانع سول بیا نو دومره توندروان ورڅخه جوړ سول چي پخپله وهابي حکومت هم ورپوري حیران وو. په خپلو عملیاتو کي یې له دومره سختی څخه کار اخیستی چي سعودي عسکرو به یوه فتح سوي ځای ته ځانونه ور رسولي نه وه چي دوی به لوی او واړه ټول قتل عام کړي وه. د اخوان تر ټولو خطرناک عمل د ۱۹۲۴ کال د جولای په میاشت کي هغه وخت څرګند سو چي د طایف واکمن له مقاومته پرته وتښتېدی او ښار اخوان ته پاته سو. اخوان د ښار ښځي، نارینه او ماشومان د مشرکینو په نوم تر تېغ تېر کړل. Commins, Islam in Saudi Arabia pp 32-33

اخوان په لومړي سرکي، هم د نویو مذهبي اصلاحاتو د پروګرام ښه پیروان او هم ډېر زړه ور عسکر ول او د ابن سعود کورنۍ ته یې، په فتوحاتو کي ډېره ګټه ورسوله؛ خو وروسته یې، د خپل غرني او کلیوالي طبیعت سره سم، د افراط لاره واخیستله. برق یې ځکه قطع کړ چي ویل یې دا له تېلو پرته رڼا کوي او د کفارو اختراع ده. هنیداري یې ماتي کړې ځکه چي ویل یې د انسان تصویر منعکسوي او له هغه تصویر سره یې توپیر نسته چي په شریعت کي ناروا دی. د عربو د عنعنوي چهلتار پر ځای باندي یې سپیني بګړۍ پرسر کړې او چهلتار یې بدعة وباله. برېتونه یې وخریل او ږیري یې اوږدې کړې. له حنبلي مذهبه پرته یې نور ټول سني مذهبونه بد او حتی مشرک وبلل.

که څه هم چي اخوان ته لېږل سویو مبلغینو هغوی له افراط څخه منع کول خو چنداني ګټه یې ونه رسوله. بالاخره ابن سعود ورته ولیکل چي له افراطي کارونو څخه لاس واخلی او په سني مذهبونو کي توپیر نسته که څه هم چي د سعودي عربستان مذهب حنبلي دی. مګر نه د وهابي ملایانو او نه د ابن سعود ابلاغیو چنداني ګټه وکړه او اخوان خپلو افراطي اعمالو ته دوام ورکړ.

اخوان خپلوځانونو ته د وحدانیت لښکر او د خدای د بنده ګانو وروڼه ویل. دوی د خپل مذهب لپاره په جګړه کي هر آن مرګ ته حاضر ول او دا یې د جنګ ناره وه« د جنت باد را الوتی دی. چیري یې چي د جنت ارمانونه به دي کول» کله چي به د برټانیې له قواوو سره مخامخ سول نو پر توپونو او ماشیندارانو به یې مخامخ ورځغستل او له مرګه هیڅ نه ډارېدل. هغه عربان چي دوی به ورباندي ورتلل له دوی څخه سخت بېرېدل ځکه دوی چي به مشرکین وبلل نو د هغوی لوی او واړه به یې ټول وژل.

د اخوان لښکرو د مکې د ښار له فتح کولو څخه وروسته ډېر زیات زیارتونه ونړول او په اسلامي نړۍ کي یې سخت عکس العمل را وپاراوه. کله چي ابن سعود د مکې او مدینې له فتح کولو څخه وروسته د حجاز له خلکو سره نرم سلوک وکړ نو اخوان ډېر ورباندي په غوسه وه ځکه چي دوی هغوی ته د مشرکینو په سترګه کتل او باید چي سخت سلوک ورسره سوی وای.

د ابن سعود او اخوان اختلافات بالاخره دې حد ته ورسېدل چي اخوان په ۱۹۲۶ کال کي خپل یو کانګریس راغونډ کړ او په هغه کی یې د حجاز پاچا ابن سعود ځکه محکوم کړ چي یو خو یې خپل زوی سعود مصر ته لېږلی ،وو چي د کفارو ملک وو. اخوان له سعودي عربستان څخه پرته ټول اسلامي ملکونه مشرکین بلل او هغوی ته یې سفر کول ناروا باله. دا چي ابن سعود په موټر کي سپریږي او له ټلفون او ټلګراف څخه کار اخلي داټول، د اخوان په عقیده، ناروا کارونه وه.

ابن سعود هم په ۱۹۲۷ کال کي د خپلو مهمو مشرانو یو کانګریس را وباله، چي د اخوان ځینو مشرانو برخه پکښی واخیستله خو ټول بلل سوي اخوان ورته رانه غلل. په دې کانګریس کي هم علماوو د ابن سعود د آرزو په خلاف چنداني د خوند ابلاغیه صادره نه کړه. علماوو د اخوان لپاره د امتیازاتو غوښتنه وکړه. د ابن سعود څخه یې په ټینګه وغوښتل چي، د اخوان د غوښتني سره سم، د حسا او الکتیف شیعه ګان په زور له شرک څخه را وګرځوي او د ټلګراف په برخه کي وویل چي دا یوه نوې اختراع ده او په کتابونو کي په دې باب څه نه دي ویل سوي.Encyclopedia of Islam, Ikhwan

د ابن سعود اود اخوان اختلاف هغه وخت جدي شکل واخیست چي اخوان له برتانیې سره مقابله پیل کړه او ابن سعود په دې پوهېدی چي له برتانیې سره یې مقابله په هیڅ توګه په وس پوره نه ه. ابن سعود کوښښ کاوه چي هیواد یې په بین المللي ټولنه کي وپېژندل سي خو په عراق او د اوردون په خاوره کي د اخوان حملو هغه ته بین المللی ستونزي پیداکولې. ابن سعود په یوه لوی جنجال کی ولوېدی. دا چي اخوان له برتانیې سره جهاد کاوه، د وهابي عقیدې په اساس هغوی پر حق ول او ده یې باید ملاتړ کړی وای. مګر دا چي له برتانیې سره یې په هیڅ توګه زور برابر نه وو او باید چي له هغه قوت سره یې له جنګ کولو څخه ځان ژغورلی وای دا یو واقعیت وو چي سترګی نه سوای ورباندي پټېدلای. د اخوان د عقیدې په اساس، د اسلام په قلمرو کي سرحد معنا نه درلوده بلکه دا د استعماري قوتونو کرښي وې چي باید له منځه وړلی سوي وای. خو واقعیت بل ډول حکم کاوه. کله چي اخوان پر عراق باندي حملې پیل کړې او ابن سعود مجبور سو چي هغوی کنټرول کړي نو اخوان ته یې وویل چي دی پاچا دی او د جهاد د اعلانولو فتوا یوازي د ده صلاحیت دی. د اخوان ډیرو مشرانو، چي ځانونه یې د سعودي د پاچا سیالان بلل د هغه دا غوښتنه ومنله او وسله وال مقاومت یې پیل کړ. ابن سعود له برټانیې څخه مرسته وغوښته او د هغه هیواد سره په ګډو عملیاتو کي یې د اخوان قوت په ۱۹۳۰ کال کي د تل لپاره له منځه یووړ. Commins, Islam in Saudi Arabia P 34

 ابن سعود، د لومړي نړی وال جنګ په وخت کي، د عثماني ترکیې پر ضد، د برټانیې په پیسو او وسلو جنګېدلی وو. البته وهابیانو مخکي له مخکي عثمانیه ترکیه د مشرکینو هیواد بللی وو او د مشرکینو له هیواد سره یې نه یوازي اړیکي ټینګول ناروا بللي بلکه د مشرکینو هیوادونو ته یې سفر کول هم ناروا او حرام بللي ول. خو د اخوان پر ضد، چي د ابن سعود او د هغه د کورنۍ په تحریک او مرستو جوړ سوی وو، له پردیو کفارو څخه مرستي اخیستلو ته هیڅ پلمه نه جوړېدله. ابن سعود وښودل چي د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو او قدرت ساتلو په لاره کي له هر چا سره جګړه او له هرچا څخه مرسته اخیستل روا او حتی لازم دی. د ابن سعود او برټانیې له قواوو سره د اخوان په جنګونو کي په سل هاوو او زرګونو اخوان ووژل سول. اخوان په دې جنګونو کي په هیڅ توګه بری نه سوای ترلاسه کولای او بالاخره مجبور سول چي خپل ټول باقي پاته افراد د ابن سعود په پوځ کي شامل کړي او د اخوان نوم هېر کړي.

اخوان عموماً صحرایی او کوچي خلک ول. سوونه کلونه، د هغوی ژوند د یوه بل په وژلو، کسات اخیستلو، لوټلو، کیږدیو سوځولو، لارو نیولو او کاروانونو په چورولو کي تېر سوی وو. خو کله چي ابن سعود هغوی ته مځکي وکړې؛ کښت او کرونده یې وکړه او د کیږدیو په عوض کي د خټینو کورنو څښتنان سول او د دې تر څنګ یې له خُرافاتو څخه لاس واخیست او د وهابی عقیدې پیروان سول نو دا دوهمه عقیده یې هم د کیږدیو له اخلاقو سره سمه ومنله. هغوی ساده خلک ول. هغوی چي کومه عقیده ومنله نو پر هغه عقیده سم روان ول او هر وخت به یې د ابن سعود او تر خپلو امامانو توند او وحشیانه حرکتونه کول. کله چي متوجه سول چي په دې جنګونو کي، حتی کله کله د دوی د مخالفو وهابیانو په مقابل کي، د انګلیسیانو څخه وسلې او پیسې اخیستلي کیږي نو حیران پاته سول. فیلبي لیکي:

« د ۱۹۱۸ کال د آګست پر پنځه لسمه ابن سعود یو مجلس را وباله او په هغه کي د اخوان مهمو کسانو برخه درلوده. د دوی په مشری د ارتاویا د پوځي مرکز مشر فیصل ابن دوویش خبري کولې. هغه وویل په «خُرما» کي د دوی له وروڼو سره، چي د شریف له له خوا تهدیدیږي هیڅ  ډول مسرته نه ده سوې. موږ ته فقط اجازه راکړی چي د خپل دین پر دښمنانانو باندي حمله وکړو او له منځه یې یوسو. موږ ته یوه اجازه راکړه او موږ به شریف او د هغه د ملګري اجمان قواوي له منځه یوسو. د اخوان لپاره دا سوال وو چي دوی ولي باید د شمر پر سیمه باندي، چي اوسېدونکي یې د دوی په څېر وهابیان دي، حمله کوي. دا حمله ښايی د دې لپاره کیږي چي په هغه سیمه کي د کفارو د قواوو تګ راتګ ته اسانتیاوي برابري سي. دا داسي قضیه وه چي د اخوان سر نه په خلاصېدي او یو هم نه بوهېدل چي څه روان دي.

ابن سعود د دوی اندېښنې ته اسانه جواب ورکړ. ده وویل ګوری! تاسي زما عسکر یاست او زه پرته له خپل خدایه بل مرستیال او پوځ نه لرم. هغه وخت چي تاسي په جاهلیت کي واست او ټول غله او راهزن واست او اوس مو په کلیو کي ژوند پیل کړی او سمي لاري ته راغلي یاست؛ اوس هم زما لښکر یاست. تاسي د شریف په باره کي اندېښنه مه لری. یا به انګلیسیان د هغه مخه نیسی او اجازه به نه ورکوي چي پر خُرما باندي حملې وکړي او یا به زه پر هغه باندي حمله کوم مګر دا دي ستاسي په یاد وي چي دا خبري په تاسي اړه نه لري او ټول زما کار دی» Philby, Arabia of the Wahabis PP 102-103

ابن سعود پوهېدي چي اخوان له فیلبي څخه نفرت لري ځکه چي هغه یو مسیحي دی او دوی په هیڅ توګه نه غواړي چي انګلیس د عربستان په جنګونو کي برخه ولري. فیلبي وايی کله چي ابن سعود د طرافیه پر لور حرکت کاوه ما په ډېر ټینګار ورته وویل چي زه باید درسره ولاړ سم. ابن سعود په  څرګنده راته وویل چي که ته زما له لښکر سره ملګری سې نو ته به زما د جهاد پلمې ته صدمه ورسوې. اخوان ته ما ویلي چي ته دې په سیمه کي د محاصرې او د شریف د ستونزو له امله دلته راغلی یې. زما سره د مېلمه په حیث اوسېږې او نور له هیڅ شي سره کار نه لرې. که هغوی پوه سي چي ته څوک یې او دلته د څه لپاره راغلی یې زما ټولي نقشې به راخرابي کړې. فیلبي وايی ابن سعود خپله فیصله کړې وه او نورو دلایلو ګټه کوله. هغه فقط دا یوه خبره ومنله چي له بلي لاري سفر وکړم او بیرته په طرافیه کي د هغه له پوځ سره یو ځای سم. Ibid, P 224

ګواکي له هغي لومړۍ ورځي کار په دغه شکل روان وو. چیري چي د مذهب له وسیلې څخه کار اخیستل کېدلای سوای نو ابن سعود خپل علماء رابلل او هغوی به هم د هغه له غوښتني سره سم فتواوي ورکولې. چیري به چي به خبره بالکل واضح وه او له مذهبي استدلال څخه کار اخیستل او عوامو قناعت ترلاسه کول ګران وو نو بیا ابن سعود له خپلو پوځیانو او د ضرورت په وخت کي د انګرېزانو له پوځ، پیسو او وسلو څخه کار اخیست. دا لوبه تر اوسه روانه ده. خبره د پخوا په څېر د سیاسي او شخصي قدرت ده او له مذهب څخه هر وخت یوازي د حربې په حیث کار اخیستل سوی او اخیستل کیږي.

اخوان المسلمین:

اخوان المسلمین د سعودي عربستان له اخوان سره هیڅ ارتباط نه لري. که د عقایدو له مخي ورته وګورو نو دواړو داسي فکر کاوه چي په اسلام کي داسي بدعتونه منځدته راغلي دي چي دا دین یې  د سقوط له خطر سره مخامخ کړی او باید چي د قرآن د احکامو او احادیثو سره سم اصلاحات پکښي راوستل سي. له اخوان څخه ابن سعود د قدرت او سیاسي اهدافو لپاره د پوځیانو په حیث کار واخیست او تر څو چي دوی په قضیه پوهېدل کار تر کار تېر وو؛ او پخپله د هغه قدرت د منګولو ښکار سول چي دوی یې په قوي کولو کي اساسي برخه درلوده.

اخوان المسلمین له لویه سره هم اصلاحي او هم سیاسي تنظیم او هغوی له لومړي سره دا طرح درلوده چي تر څو یې سیاسي قدرت ترلاسه کړی نه وي په ټولنه او نړۍ کي د اسلام په دین کي اصلاحات راوستلای نه سي.

 اخوان المسلیمن، چي د ټولو وروستنیو اسلامي ګوندونو او ټروریسټي ډلو مور یې بللای سو، په ۱۹۲۸ کال کي په مصر کي حسن البناء ۱۹۰۶-۱۹۴۹تاءسیس کړ. حسن البناء یو نابغه وو. هغه په دوولس کلني کي، په خپل پلرني ښار محمودیه کي، د اخلاقي اصولو او اصلاحاتو لپاره د یوې ټولني مشر وتاکل سو. په دیارلس کلني کي د حصفیه په نوم یوې صوفي ډلي غړی سو او په هماغه کال د حصفیه د خیریه موسسې عمومي منشي وټاکل سو. حسن البناء ټول باقي ۳۰ کاله عمر سیاسي، اجتماعی او مذهبی فعالیتونو ته ورکړ. حسن البناء په ۱۹۲۸ کال کي اخوان المسلمین ګوند تاءسیس کړ چي تر ۱۹۴۷ کال پوري یې د غړو شمېر ۷۵ زره ته ورسېدی. دې ګوند د خپل محبوبیت او پراختیا په اوج کي نیم میلیون غړي درلودل.  اخوان المسلمین ګوند په لومړي سرکي یوازي د اسلامي اصولو تبلیغ کاوه خو لږ وروسته چي یو څه پراخ سو د انګلیسيانو او د دولتي مامورینو قتلولو ته یې لاس واچاوه. حسن البناء پخپله هم په ۱۹۴۹ کي د مصر د پولیسو له خوا وویشتل سو او ووژل سو.

د حسن البناء له وژل کېدلو څخه وروسته حسن الحدیبي ۱۹۴۹-۱۹۷۲ او له هغه څخه وروسته عمر الطلسمانی ۱۹۷۲-۱۹۸۶ مشران وټاکل سول خو د حسن البناء د وخت جوش او زور یې تر ډېره وخته پیدا نه کړ. د اخوان المسلمین په دغو مشرانو کي تر ټولو مشهور سړی سید قطب وو چي جمال عبدالناصر ۱۹۱۸-۱۹۷۰ په ۱۹۶۶ کال کي اعدام کړ. سید قطب قرآن شریف د اخوان المسلمین د سیاسي اهدافو سره سم تفسیرکړ او په اتو جلدونو کي یې د« فی ظلال القرآن» یا د قرآن په سیوري کي په نامه خپور کړ. سید قطب، د نورو ټولو مفسرینو په څېر د قرآن شریف له متن څخه خپل خاص درک او تعبیر لري خو څرنګه چي هغه د یوه سیاسي مذهبي ګوند غړی وو نو طبیعي خبره ده چي د قرآن په تفسیر کي هم د ده خپل سیاسي تمایلات لیدل کیږي. مثلاً د پنځم سورة المایده ۴۴ او ۴۵ ایتونه یې، چي د پېړیو راهیسي، مفسرینو، د لغوي معنا سره سم، تفسیر کړي وه، قطب تغییر ورکړ او دیني علماوو پر هغه باندي د بدعة کوونکي حکم صادرکړ. د قرآن شریف په هغه سورة کي راغلي دي: و من لم یحکُم بما انزل للهُ فاُلاءِکَ هم الکافرون.

په ورپسې آیة کي: و من لم یحکم بما انزل الله فاُلاءِک هم الظالمون.

ترجمه: څوک چي د حق تعالی له لوري له نازل سوي امر سره سم قضاوت نه کوي هغه کافران دي. او د ورپسې آیة په حکم ظالمان دي.

سید قطب، د دې لپاره چي د حکومت پرضد خپل د ګوند یا د نورو ګوندونو بغاوت ته، د قران له حکم سره سم، لاره جوړه کړي نو دا آیة یې واکمنانو ته متوجه کړه او د« یحکم» معنا یې چي قضاوت کول دي په حکومت کولو تفسیر کړه. یعني هغه کسان چي د الله له قرآن سره سم حکومت نه کوي هغوی کافران دي. Modern Islamic World Vol 3

که د آیة دا دوهمه معنا ومنل سي نو بیا خو دا ډېره ګرانه ده چي یو حکومت دي خپله اداره د اخوان السملین له غوښتنو سره برابره وچلوي او په نتیجه کي د اخوان السلمین په مذهب کافر بلل کیږي او د کافر په مقابل کي ښورښ او جهاد نه یوازي روا بلکه فرض دی.

په داسي حال کي چي یحکم د قضاوت کولو په معنیا راغلی دی او حکومت کولو معنی نه ورکوي او سید د خپل هدف لپاره دغه معنا ورته تراشلې ده.

حَکَمَ په عربي قاموس کي قضاوت کول، د عقیدې څرګندول، تصمیم نیول، امر صادرول، سزا منظورول، په سزا محکومول، جریمه کول او…. معناوو راغلی دی چي یوه یې هم د حکومت کولو معنا نه ورکوي.

په دې کي شک نسته چي سید قطب د اسلام له لویو او جیدو علماوو څخه وو مګر د خپلو سیاسي اهدافو لپاره د نوي تفسیر په لیکلو سره یې د مسلمانانو تر منځ د اُخوت او وروګلوی د ایجادولو او تقویه کولو پر ځای، د یوې نوي لاري په را ایستلو سره، یوه بله بې اتفاقي ایجاد کړه. مُلایانو، لکه څرنګه چي د ابوالعلی مودودي تفسیر او لاره یې بدعة بللی وو، د سید قطب تفسیر هم د هغه په بدعتونو کي وشمېری.

اخوان المسلمین تحریک په لږ وخت کي سوریې ته ورسېدی. په لږ وخت کي یې، په سنیانو کي ډېر زیات طرفداران پیدا کړل. خو په ۱۹۷۰ کال کي قدرت ته د بعث د ګوند له رسېدلو سره یې د جمهورریس حافظ الاسد د داخلې او خارجي پالیسیو او د سوشلیزم د اقتصاد په اساس اصلاحاتو سره داسي اختلاف راغی چي له حکومت سره یې جهاد اعلان کړ او بالاخره اخوان او حکومت مخامخ مقابلې ته ودرېدل. د اسد رژیم په ۱۹۸۲ کال کي د حما پر ښار باندي، چي اخوانیانو د دوو هفتو راهیسي نیولی ووو حمله وکړه او ویل کیږي چي تر ۲۰ زرو کسانو پوری یې ووژل. له هغه وخت څخه وروسته بیا په سوریه کي اخوان داسي قوت نه دی اخیستی چي د مرکزي حکومت قدرت تهدید کړای سي.

اخوان وروسته د اوردون او سودان او په وروسته کي د نړۍ تقریباً هري نقطې ته ځان ورساوه او د « اسلام دین په خطر کي دی» تر شعار لاندي یې په زرګونو او په سل ګونو زره طرفداران پیدا کړل.

برټانیې د څه باندي سلو کالو راهیسي د منځني ختیځ هیوادونه او سیاسي جریانات تر نظر لاندي نیولي او د لومړي جنګ په کلونو کي خو یې په سعودي عربستانو سوریې، سودان او مصر کي پوځیان دېره ول. له جنګ څخه وروسته کلونو کی یې د عربي هیوادونو مختلف قوتونه، د خپلو ګټو او قدرت ساتلو په منظور، له یوه بل سره جنګول او په دې توګه یې په هیوادونو کي د قواوو اندول ساتلی وو. ډرې فس لیکي«… کله چي به پاچاهان ډېر قوي سول او له پوځ سره به یې اتحاد جوړ کړ؛ نو برټانیې به کوښښ کاوه چي د هغوی دغه اتحاد  په داسي توګه مات کړي چي د قبایلو د مشرانو خواته به یې توجه زیاته کړه او هغه به یې ورته تقویه کړل. کله چي به د قبایلو قوت زیات سو او له کنټروله به ووتل نو بیا به یې د هغوی د ځپلو لپاره له پوځي قوت څخه کار اخیست. اخوانیان په دغه وخت کي را پیدا سول او د برټانیې لپاره یې، د هغوی د اساسي دښمنانو نېشنلیستانو او چپیانو په مقابل کي، یوه ښه قوه منځته راوړه» Dreyfuss, Devil’s game pp48-49

ډرې فس لیکي« اخوان المسلمین د خپلو نورو فعالیتونو په ضمن کي، په ۱۹۵۰ کال کي یوه استخباراتي شبکه منځته راوړه چي د حکومتی دفترونو او پوځي تاسیساتو او خارجي ادارو په باره کي به یې اطلاعات راغونډول. اخوان د دغي ادارې په وسیله تر ۱۹۵۲ کال پوري، چي جمال عبدالناصر هغه له منځه یوړه، قاضیان، پولیس، حکومتی مقامات قتل کړل او د یهودو د کاروبار مرکزونو ته یې اورونه واچول او اکثر دغه کارونه یې د مصر د پاچا ملک فاروق په سلا او مشوره کوله….

په دې کي شک نسته چي د اخوان المسلمین اکثرت غړو غوښتل چي یو اسلامي دولت جوړ کړي او له امپریالیزم سره د زړه له کومي مخالف ول. مګر د هغوی مشران په سیاسي لوبو کي ګیر ول. له شاهی قصر سره یې اړېکي لرل، له کیڼ اړخو سیاسي ګوندونو سره په ارتباط کی وه او له پوځ او امپریالیستي قوتونو سره یې اړیکی ساتل. دا چي د اخوان المسلمین مشران په ریشتیا هم صادق ول او غوښتل یې چي له لویو شیطانانو څخه، د موقت وخت لپاره، خپلي ګټي ترلاسه کړي او که یې ریشتیا هم پر خپله لاره او عقیده باندي ایمان نه درلود  او د لویو قوتونو اجینټان ول؛ سړی په دقیق ډول څه نه سي ویلای. مګر په دې کي چنداني شک نسته چي ځیني مشران به یې صادق خلک ول مګر نور یې دوه مخي او جاسوسان ول» Ibid p 54

حسن بنا، د برتانیې د اسنادو په اساس، د مصر له پاچا ملک فاروق سره، چي اخوان المسلمین یې د نسکورولو لپاره مبارزه روانه کړې وه، دونه نيژدې او صمیمي اړیکي درلودل چي حسن بنا د ملک فاروق د کور سړی شمېرل کېدی. حتی ملک فاروق د مصر د صدراعظمانو د ټاکلو په برخه کي سلا مشورې ورسره کولې. Ibid p53

برټانیه د دې نوي ګوند، چي هره ورځ  تر بلي یې قدرت زیاتېدی، محبوبیت ته متوجه وه او د راتلونکي لپاره یې باید په هغه کي نفوذ کړی وای. نو د دې لپاره چي له خاورو څخه یې راپورته کړي او تر خپل احسان یې لاندي کړي د حسن بنا سره یې د اسماعیلیله د مسجد په جوړولو کي مرسته وکړه، چي د ریچارډ میشل په قول د اخوان د عملیاتو یو مرکز سو. Ibid p 51

کله چي د حسن بنا، له هغه څخه وروسته د اخوان المسلمین د ګوند د لویو رهبرانو او د حسن بنا د زوم سعید رمضان اړیکي له برټانیې او د امریکا له سپیني ماڼۍ سره ګورو نو د افغانستان د جهاد په وختونو او له جهاد له کلونو څخه وروسته د اخوان المسلمین له مشر ګلبدین حکمتیار او د سیاف په څېر توندرو او متعصب مشر سره، چي غیر مسلمان ته یې لاس ورکول او هغه ته د لاري ښودل لویه ګناه بلله، د مختلفو کفري او غربي هیوادونو دوستانه او صمیمانه اړیکي وینو  نو پوهیږو چي له دې ګوندونو سره، چي په ظاهره یې هره خبره د امریکا او غربي یا، د دوی په اصطلاح، کفري هیوادونو په خلاف ده، د امریکا د سي آی اې او د انګلستان د ایم آی سیکس د استخباراتي ادارو اړیکي ډېر زاړه دي او لا هم دوام لري. په ۲۰۱۶ کال کي، چي په افغانستنان کي لا د امریکا او ناټو قواوي پرتې وې او امریکا د ګلبدین پر سر پنځه میلیونه ډالره انعام ایښی وو، هغه له خپلو ایله جاري توپکیانو سره، په جګه غاړه او دبدبه کابل ته ننووت او تر نن پوري په هغه ښار کي اوسي. د جمعې په لمونځونو کي پر طالبانو باندي ، چي د بل هیڅ چا انتقاد نه مني او هیڅ چاته د مخالفو خبرو کولو اجازه نه ورکوي، انتقادونه کوي او څوک څه نه سي ورته ویلای.

امریکایانو او په مجموع کي غربي قدرتونو نه له وهابیانو او نه له اخوانیانو سره کومه خاصه علاقه درلوده. وهابیان هغه خلک ول چي حتی مصر او عثماني ترکیه یې غیر اسلامی هیوادونه بلل او هغوی ته یې سفر کول ناروا بلل. اخوانیانو، د تاءسیس له ورځي، غربیان او غربي امپیریالیزم، چي د مصر او په مجموع کي د مستبدو عربي رژیمونو ترشا ولاړول، خپل اصلي دښمنان بلل.

مګر د کمونیزیم په مقابل کي، چي د شلمي پېړۍ په نیمايی کي یې ټولي دریمي نړۍ ته نفوذ پراخ کړی او خلک یې د تبلیغاتو تر تاثیر لاندي راوستلي ول، هم سعودي عربستان او د منځني ختیځ هیوادونو د غربي نړۍ ملاتړ ته اړتیادرلوده او هم متحده ایالاتو او برټانیې د مصر د جمهورریس جمال عبدالناصر په مقابل کي د سعودي عربستان د وهابي رژیم او د اخوان المسلمین، چي ناصر یې مشران اعدام کړي او د ريښو په ایستلو یې پسې وو، مرستي ته ضرورت درلود. سعودي عربستان د خپلو پیسو په زور د یوه اسلامي بلاک جوړولو ته لاس واچاوه او چي له هر چا یې کار اخیستلای سوای هغه یې فعال کړل. د مصر په اخوان المسلمین کي تر ټولو فعال او د زیاتو اړېکو خاوند سعید رمضان دلته هم د غربي نړۍ او هم د سعودي عربستان له نقشو سره سم عمل کولای سوای. ډرېفس لیکي:

« د سعودي عربستان د اسلامي بلاک منتظم بیا هم هغه د حسن البنا زوم سعید رمضان وو. د سویس یو رپوټ وايی په دغه وخت کي دوی په دې عقیده وه چي سعید رمضان د امریکا اجینت دی. هغه دغه راز د لوېدیځ جرمني څخه مرسته ترلاسه کوله او سعودي عربستان او قطر پیسې ورکولې او په ژینیو کي یې د اوردون د استازي په حیث کار کاوه. هغه په عین وخت کي د اخوان المسلمین د بین المللي استازي او یوه مهم مشر په حیث فعال وو او ویل کیږي چي په ۱۹۶۵ کال کي یې پر جمال ناصر باندي په دوهمه ټروریسټي حمله کي لاس درلود» Ibid p 135

« د  سویس د آرشیف اسناد ښيي چي سعید رمضان اسلامي عقاید درلودل خو نه یوازي یې لوېدیځ ته خطر نه پېښاوه بلکه د غربیانو طرفدار سړی وو. د سویس آرشیف دغه راز ښيي چي سعید رمضان د سي آی اې او د برټانیې د ایم آی سیکس جاسوس وو او یوازي د کمونیزم پر ضد یو ساده مبلغ نه وو. د سویس یو څېړونکی لیکي چي سعید رمضان  د نورو شیانو ترڅنګ د امریکا او برټانیې ګډ جاسوس دی. د یو شمېر غربي هیوادونو په جاسوسي اسنادو کي د سعید رمضان په باره کي همدغه اطلاعات موجود دي» Ibid p 138

کله چي شوروي اتحاد پر افغانستان باندي یرغل وکړ او د هغه هیواد د خلکو او په عمومي صورت د نړۍ د مسلمانانو قهر او غضب یې را وپاراوه نو لوېدیځو هیوادونو دلته هم د هغو مشرانو او مجاهدینو له قدرت څخه کار واخیست چي تر وروستیو ورځو پوري یې د شرق او غرب استعمار دواړه یو شان بلل او کله چي شوروي اتحاد ضرورت احساس کړ هم یې په وروسته کي همدغو اسلامي ګوندونو ته، چي د کمونیزم او الحاد پر ضد په چیغو یې ستوني څيرلي، وه لاس را اوږد کړ او تلاښ یې بې نتیجې پاته نه سو.

وهابیان څوک دي| عبدالباري جهاني

1 COMMENT

  1. جهانی صاحب مننه ډیر حیرانوونکی معلومات مو پیداکړی. د نن څخه ۹۰ نوي کاله مخکی په سعودی عربستان دا ډول خلک وه.

    ( اخوان په لومړي سرکي، هم د نویو مذهبي اصلاحاتو د پروګرام ښه پیروان او هم ډېر زړه ور عسکر ول او د ابن سعود کورنۍ ته یې، په فتوحاتو کي ډېره ګټه ورسوله؛ خو وروسته یې، د خپل غرني او کلیوالي طبیعت سره سم، د افراط لاره واخیستله. برق یې ځکه قطع کړ چي ویل یې دا له تېلو پرته رڼا کوي او د کفارو اختراع ده. هنیداري یې ماتي کړې ځکه چي ویل یې د انسان تصویر منعکسوي او له هغه تصویر سره یې توپیر نسته چي په شریعت کي ناروا دی. د عربو د عنعنوي چهلتار پر ځای باندي یې سپیني بګړۍ پرسر کړې او چهلتار یې بدعة وباله. برېتونه یې وخریل او ږیري یې اوږدې کړې. له حنبلي مذهبه پرته یې نور ټول سني مذهبونه بد او حتی مشرک وبلل.

    اخوان له سعودي عربستان څخه پرته ټول اسلامي ملکونه مشرکین بلل او هغوی ته یې سفر کول ناروا باله. دا چي ابن سعود په موټر کي سپریږي او له ټلفون او ټلګراف څخه کار اخلي داټول، د اخوان په عقیده، ناروا کارونه وه.
    د ټلګراف په برخه کي وویل چي دا یوه نوې اختراع ده او په کتابونو کي په دې باب څه نه دي ویل سوي. )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب