جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهزاخېلوال: د ط رژیم مشروعیت او سیاسي زغم نه لري، فرصتونه له...

زاخېلوال: د ط رژیم مشروعیت او سیاسي زغم نه لري، فرصتونه له لاسه ورکوي

تاند:( جمعه، د کب ۲۶)  د پرزول شوي جمهوري نظام یوه مطرح چارواکي حضرت عمر زاخېلوال، چې کابل کې مېشت او د طالبانو یو مشهور ملاتړی ګڼل کیږي، په یوه تازه مرکه کې د طالبانو رژیم نا مشروع وباله او ویې ویل، چې دغه رژیم له ځانه د خلکو ملاتړ په عمل کې تمثیل نه کړای شو.

زاخېلوال زیاتوي، چې طالبان د ولسي ملاتړ لرلو ادعا کوي، خو نه په موډرنه او نه دودیزه بڼه د لویې جرګې له لارې حاضر دي، چې له ځانه د خلکو ملاتړ ثابت کړي.

عمر زاخېلوال، چې طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو له پيل سره یې په ۲۰۱۸ کې له مخکیني ولسمشر اشرف غني څخه لاره جلا او د هغه په سرسخت مخالف بدل شو، طالبان د خپل رژيم د پياوړي کولو لپاره د فرصتونو په له لاسه ورکولو تورن کړل.

د ده په وینا، طالبان هم لکه نور چارواکي د قدرت په شوق کې د چا نیوکې نه اوري او هرڅه ورته سم ښکاري، سیاسي زغم نه لري، د بیان ازادي، رسنۍ او تر ده پورې د خلکو فعالیتونه یې محدود کړي.

هغه په ډاګه نه کړه، چې طالبانو یې فعالیتونه څومره محدود کړي.

زاخېلوال د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې ځان د « افغانستان د نجات» په نوم د یوه سیاسي حرکت مشر باله، خو د طالبانو له واکمنیدو سره دوی ټول سیاسي حرکتونه لغوه کړي او زاخېلوال هم له خپل نوم سره د یاد شوي حرکت د مشرۍ یادونه نه کوي.

عمر زاخېلوال د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار پر وړاندې د طالبانو بندیزونه له دیني، کولتوري او هر ډول توجیه څخه بې برخې وګڼل او ټینګار یې وکړ، چې دغې ډلې د واک له انحصار سره د افغانستان د تېرو ۴۰ لسیزو د انحصاري حکومتونو لاره نیولې.

د ده په وینا، دا لاره د حکومتونو د کمزورۍ او نه دوام سبب ګرځي.

زاخېلوال په دې مرکه کې طالبان د امنیت تامینولو له امله وستایل، خو ویې ویل چې نور ورسره  د یوه بې اساسي قانون او نا مشروع او نظامي حکومت په توګه دوام مناسب نه دي او د وضعیت د بې اطمینانه کیدو سبب ګرځي.

طالبانو د زاخېلوال څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

4 COMMENTS

  1. زاخیلوال چې د طالبانو په هکله څه ویلي ټول حقیقت دی مګر دده غوندې کثیفې، مفسدې او پریپالې څهرې هم نور افغانان نه غواړي. مونږ نوې با استعداده او په وطن مین افغانان غواړو چې دا ټوټې ټوټې او زخمي وطن جوړ کړي. نور د زوړ ملا او زړو تراویحو غوښتونکي نه یو.

  2. زاخیلوال خپل خیانت ، احتکار، منافقت ، مکاری او چلوسی هېره کړې دخلکو په سترګو کې ور ننوځی او یا یې قصدا نه وایی. زاخیلوال په اپورچونیست، سبک، بې شرمه پڅ شخصیت کې لکه شکریه بارکزی، نبیل ،معلم عطامحمد ، قانونی او کانون ، مقصود او هرپلمه ګر داخبرې کوی دا کار ډیر اسانه دی په هغه صورت کې چې سړی خپله هم یو ولسی اسلامی او عالم شخصیت ولری نه چې بی کفایته پرونی یو غل!!!!
    زاخیلوال د ملګرو ملتو ، نړیوالې ټولنې او نورو شغالانو په څیر دوه مخی سیاست اوابزارو څخه یادونه کوی چې داهم پرمیخ او هم بر سندان وهل دی.
    وایی څاه وهونکی ځپله څاه کې دی زاخیلوال خپله بی غیرتی ته ګوته نه نیسی دفاسدو رژیمونو یو فاسد اجنت اوغل څنګه دا جرئت کوی دملت خواهی او ولسولی دمشروعیت ادعا کوی یو چا څوک په کلی کې نه پرېښو د خو ده ویل چې آس مې دخان کره وتړه د داود یار ملګری او دفاروق وردک کاسه لېس پکه دا دې لا بله سپکه! ولس له داسې څیرو کرکه لری چې دپخوانی ککړ لقب له عنوان لاندې بیا راپېژندل کیږی

  3. شکسته مغزونه همداسی خبری کوی. چی دامریکایی ملل متحد ټک سی دا غلامان بیا په ترپ سی.
    مشروعیت له خارجه غوښتل دامانیانو ملتپالنه ده نه دمعقول خلکو. دوی او زاخیلوال هومره فکر نکوی چی اوس افغانستان دعبدالرحمن خان ددوری سره شباهت لری کله چی انګریزانو په هغه باندی شرطونه منلی وو او دوی توقع لرله افغانستان ټوک ټوک سی. عید الرحمن خان ملی خاینین وڅپل مګر پوره آزادی یی وانخیستله، هغه آمان الله ترلاسه کړه. زاخیلوال دامان الله غوندی حرکت نه کوی چی څنګه باندنی مداخله بنده کړی. دهغه په خلاف زاخیلوال دباندنی مداخلی لپاره په طالبانو فشار راوړی چی دکفر او استعمار خواهشات ومنی. دغه پردی لنډغر وایی چی کفر ته تسلیم سی. زاخیلوال نه وپوښتی چی بیا یی څومره پیسی له دښمنه اخیستی.
    زاخیلوال په داسی خبرو خپل تعهد ماتوی او له عفوی څخه بده استفاده کوی.
    داخلی مشروعیت اخیستل نه دغربی لیارو او نه د تیرو درغلو رژیمو په طریقه لاس ته راوړل کیږی. مونږ خبر یو کرزی او غنی دواړو څنګه دجرګو او انتخاباتو نه بده استفاده وکړه او اشغال یی باندی روا کړ. داسی کرغیړنی لیاری نوری باید دیو معقول انسان له نظره همیش د تور تورتم راوستلو لپاره وبلل سی او هیڅ دقدر په اعتبار ورته ونه ګوری.
    تالبانو نوی الترنتیف میندلی چه دتیر په ځیر شور ماشور او رویاکاری نه لری. دطالبانو مشران دملتونو استازی په خپل کاری ځایو کی وینی او کله ناکله کلیو او بانډو ته ځی. هلته دغنی او امرالله په ډول خلک په ډبولو ډبولو خپلو مجلسو ته نه راغواړی. هلته په رضاکارانه ډول خلک راځی او ددوی لاسونه مچوی او په پوره پښتنی مینه دخپل شل کلنو زمرو سره په ویاړ وینی او خوښی ځینی ښیی او خپل مشکلات ورته وایی. طالبان هم دهغوی خبری اوری او دخپل توان سره مطابق دهغوی پیشنهادونه منی. مشروعیت همداسی وی چی ملت او دولت په مشکلاتو باندی ګډی خبری کوی.
    طالبانو ملی احساسات بیا راژوندی کړی. خلک په خپله دوطن دآبادی لپاره له طالبانو سره یوځای کیږی او ترخپله وسه ملی او ولسی ترقیاتی کارونه کوی.
    زاخیلوال او داستعمار نور ګوډاګیان دطوطی په شان دخپلو بادارانو خبری زمزمه کوی او ملی احساس نلری. هومره عقل نلری چی دا دوه کاله دطالبانو اصلی څیره ځان ته مالومه کړی. زاخیلوال له دینه او مدرسی سره دتضاد په اساس طالبان بدنامه کوی.
    خدای دی افغانانو ته لاره وروښیی.
    افغانستان په خپل ابتکار توانمند کیدای سی. پردی نسخو مریض کړی وو. اوس چی آزاد سوی نو همدا آزادی باید تقویه او دزاخیلوال او یا نورو لاسپوڅو مزدورانو او ځیره خورو خبری باید ونه منل سی.
    طالبان ملی مشروعیت دکفر دشړلو په لیار کی دملت دملاتړ نه اخیستی او هغه باید اوس دهغوی دخدمت لپاره وکاروی. ترڅو چی خادم الدین والملة پاتی وی دوی مشروعیت لری. کله چی هغه ځینی هیر سی بیا به دمشروعیت تقاضا ځینی کیږی.

  4. ای ستا نسل ددجال لعنتي اشرار د ث ای اې او ای ایس ای د غلام وغیم. دغه خو ته حرامي د جناح فرنګي چېچئ وې سي طالبانو سره د مچې اخیستلې. دا خو ته غل د شمشتو د کمپ حرامي وې سي د افغان ولس په وینو د روپۍ جوړولې. تف لعنت په تا اشرار مرتد خنزیر 😡🤮🐖

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب