جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهروسیه: امریکا لسګونه افغان ماشومان له خپلو کورنیو جلا کړي دي

روسیه: امریکا لسګونه افغان ماشومان له خپلو کورنیو جلا کړي دي

تاند:( شنبه، د کب ۲۷)  د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا خپلو کورنیو ته د افغان ماشومانو د سپارلو د ستونزو په ځواب کې چوپه خوله دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان ته د لېږدول شویو ماشومانو په منځ کې، واشنګټن ۲۳۴ ماشومان له مور او پلار څخه جلا کړي او له دې جملې څخه ۴۲ ماشومان د هغوی له رضایت پرته رضاعي کورنیو ته سپارل شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې د ټولټال ۸۲ زره ایستل شویو افغانانو له ډلې یوازې ۴۵۰۰ ته یې په امریکا کې د کډوالۍ حیثیت ورکړل شوی او پاتې نور ایستل شوي.

ویل شوي، چې  افغانان یوازې د کانګرس د وروستۍ پرېکړې له مخې په امریکا کې د پاتې کېدو حق لري.

 روسیې پر امریکا له افغانستان سره د ناوړه چلند تور پورې کړی او ویلي، چې دغه هېواد هم  د افغانستان  بانکي زېرمې کنګل کړي او هم په نورو برخو کې د افغانانو پر وړاندې عقده یي چلند کوي.

د چارو څارونکي بیا باور لري، چې روسیه او امریکا له افغانستان څخه د خپلو لوبو د یوې وسیلې په توګه استفاده  کوي او دغه  هېواد د مختلفو هېوادونو د نیابتي سیالیو په مرکز بدل شوی.

3 COMMENTS

  1. ډیر ښه کوي روسیه افرین 👍🥰. خپل عیب د ولي منځ د بل عیب د کلي منځ په افغانستان عراق لیبیا یوګسلاویا کې د ښارونو بدلول په کڼډوالو هغه دموکراسي وه ؟ اوس سي اوکرایني فاشیستان سي ددوهمې نړیوالې جګړې په وخت کې د هټلر ماسلان وه هغه نن د امریکا او لویدیځ خپلوان سول ؟ 😡

  2. همدا د جنګې جرمونو نړیواله محکمه ICC ولی د بوش، اوباما، ټرمپ او بایډن په اړه هغه ډول اعلامیه نه ورکوي لکه پوتین په اړه ورکړه، ولی دا فیصله دغی محمکي هغه وخت نه ورکوله چې شورویانو په افغانستان یرغل کړی وو همدی محکمی هغه وخت دا فیصله نه کوله چې کله انګریزانو دری (۳) په افغانستان یرغل وکړ زیات ماشومان، ښځي او سپین ږیری یی شهیدان کړل، همدارنګه پاکستان پدی ۴۵ کلونو کې په افغانستان کې دا جنایات وکړل چې لا تر اوسه ژورنالستانو اوریدلی ندی او لیکوالانو لیکلی ندی ، همدارنګه پاکستان پوځ او استخباراتو په ښکته پښتنو داسي ظلمونو کړی چې څوک نشر کولی نشی ولی دا محکمه کی نړیواله وی بیا افغانان ددی نړی برخه دي کنه ؟

  3. ښه را ته غوږ سی!
    وړوکی قماربازان معمولاً د بایللو په صورت کی په اصطلاح ژر سوختیان سی.
    اروپائیان خصوصاً جرمنیان د امریکائیانو مرئیان دی ( امریکائیانو د خپلو پراخو ګټو د خوندی ساتلو په موخه اروپائیان خصوصاً د اروپا ستر اقتصادی قدرت یعنی المان د روس – اوکراین د کړکیچ د افعی خولی ته وتړل )
    امریکه د اوکراین – روس د کړکیچ د بدو اغیزو د نتیجو څخه لیری او خوندی ده او د انتظار او توقع خلاف، ددی پر ځای چی د مسکو ادی پر خرابات کښینول سی د اروپائیانو ادی پر خرابات کينول سوه خصوصاً د المان او انګریز او فرانسی.
    امریکه او چین او روس د لاهی د جزائی محکمی د قوانینو مواد نه دی لاسلیک کړی نو ځکه ددی محکمی د جلب د حکم په وړاندی مصئونیت لری.
    اوس وړوکی یرغمل سوی او بایلونکی قماربازان ( اروپائیان ) په اصطلاح سوختیان سوی دی او تر خولی ځګان را غورځوی. د آلمان د عدلئی وزیر ویلی دی چی المان مکلف او مؤظف دی چی ” پوتین ” ونیسی او د لاهی محکمی ته ئی وسپاری ( البته د المان او اروپا نیکه هم دومره زور او جرئت نلری چی پوتین ګرفتار کړای سی ). المانیانو او اروپائیانو که دومره زور او جرئت درلودای نو د واشنګټن د شیطانی پلانونو د اِعمال مخه به ئی ډب کړی وای.
    په هره توګه، د پسرلی او دوبی په را رسیدو به د اروپا خصوصاً المان اقتصادی ژمی همداسی پخپل قوت سوړ پاتی وی او وضعیت به ئی نور هم لړزان سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب