Homeخبرونههلمند: ترافیکي پېښو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

هلمند: ترافیکي پېښو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند:( شنبه، د کب ۲۷)  د هلمند لپاره د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې تېره اونۍ په دې ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۴تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د طالبانو ولایتي ادارې ویلي، چې دغه پېښې په ګرشک، ناوه، نادعلي او سنګین ولسوالیو کې رامنځته شوي، چې ۳ تنه پکې وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

 سرچینې د پېښو لامل نه دی په ډاګه کړی، خو په ټوله کې بې احتیاطي په افغانستان کې د داسې پېښو اصلي علت ګڼل کیږي.

په وروستیو کې د طالبانو امنیتي ځواکونه او چارواکي هم د داسې پېښو له لاملونو ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...