Homeخبرونهمجاهد د یوناما د ماموریت د تمدید هرکلی وکړ

مجاهد د یوناما د ماموریت د تمدید هرکلی وکړ

تاند:( شنبه، د کب ۲۷)  د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ملګروملتو امنیت شورا له لوري، د دغه سازمان د ځانګړي مرستندوی دفتر( یوناما) د ماموریت د یو کلن تمدید هرکلی وکړ.

 مجاهد ویلي، چې د دوی رژیم سره د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو د تعامل دوام او نوی تعامل د افغانستان او نړۍ ټولو په خیر بولي.

امنیت شورا، د پنجشنبې په ورځ په یوه خوله د ۲۶۷۸ نمبر پرېکړه لیک په تصویبولو سره، د یوناما ماموریت د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۷ پورې تمدید کړ.

د امنیت شورا غړیو په عین حال کې په افغانستان کې د یوناما او د ملګروملتو د نورو ادارو د حضور د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه یو بل پرېکړه لیک هم تصویب کړ.

 ۲۶۷۹ نمبر پرېکړه لیک د افغانستان له ستونزو سره د مقابلې لپاره د یوې همغږې او منسجمې تګلارې د جوړولو په خاطر د خپلواکې او هراړخیزې ارزونې په مقصد د سپارښتنو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د جمیعت تنظیم مشر صلاح الدین رباني او یو شمېر طالب ضدو څېرو په کابل کې د یوناما دفتر د طالبانو د رژیم په پلویتوب تورن کړی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب سرپرست نصیر احمد فایق په دې اړه د رایه اچولو پر مهال، د یوناما د ماموریت د تمدید ملاتړ کړی، خو ویلي چې یوناما باید خپل ماموریت په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کولو لپاره پر سیاسي خبرو اترو متمرکز کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...