Home+د مارچ ۱۹ مه/ دا ورځ د ادب او هنر په تاریخ...

د مارچ ۱۹ مه/ دا ورځ د ادب او هنر په تاریخ کې

په دې ورځ نامتو ايراني كيسه ليكوال صادق هدايت دنيا ته سترګې رڼې كړې. صادق هدایت د فارسي ژبې تر ټولو ستر کیسه لیکوال ګڼل کېږي.

د 1532 كال په دې ورځ فرانسوى شاعر (Jean-Antoine de Baïf) وزېږېد. د هغه مشهور اثر (Les amours de Méline) نومېږي.

د 1717كال په دې ورځ ليكوال، دايركتر او لوبغاړى ديويدګاريك David Garrick وزېږېد. د هغه مهم اثر(Aboan-Oroonoko)نومېږي.

د 1754كال په دې ورځ ايټاليايي شاعر او ژباړونكي (Vincenzo Monti) دنيا ته سترګې رڼې كړې. د هغه مهم اثر (Al Signor di Montgolfier) نوږمېږي.

د 1819كال په دې ورځ بريتانيايي ليكوال او ناول ليكونكى مارك پراګر ليندو Mark Prager Lindo وزېږېد.

د 1833 كال په دې ورځ سويسى ليكوال (Élie Ducommun) دنيا ته سترګې وغړولې. هغه په نولس سوه دوهم كې د نوبل ادبي جايزه وګټله.

د 1865 كال په دې ورځ هالنډي ليكوال (Adrian van Oordt) دنيات ه سترګې وغړولې. (neo-romantic) د هغه مشهور اثر دى.

د 1889كال په دې ورځ كولمبيايي شاعر او ناول ليكوال خوزې اوستازيوريورا José Eustasio Rivera دنيا ته سترګې رڼې كړې.

د 1917كال په دې ورځ امريكايي ناول ليكوال كرسن مك كولرز Carson McCullers دنيا ته سترګې رڼې كړې. د هغه مهم اثر (Heart Is a Lonely Hunter) نومېږي.

تلين

د 1568كال په دې ورځ بريتانيايي ژباړونكى (Miles Coverdale )په اتيا كلنۍ كې په ابدي خوب ويده شو. هغه تورات په بشپړډول ژباړلى دى.

د 1620 كال په دې ورځ شاعر (Roemer P Visscher ) په امشتردام كې خاورو ته وسپارل شو.

1837 د كال په دې ورځ جرمنى ډرامه ليكونكى (Georg Büchner)په درويشت كلنۍ كې په ابدي خوب ويده شو. د هغه مهم اثر(Leonce und Lena)نومیږي.

د ۱۸۸۷ كال په دې ورځ هالنډى ليكوال (Eduard Douwes Dekker)د1887Eduard Douwes Dekker شپږشپېته كلونوپه عمر له دنيادتل لپاره سترګې پټې كړې .

د 1951كال په دې ورځ فرانسوى ليكوال اندرې ژيد André[-Paul-Guillaume] Gide په يواتياكلنۍ كې په ابدي خوب ويده شو. هغه په نولس سوه اووه څلوېښتم كال د نوبل ادبي جايزه ترلاسه كړه . اندرې ژيدپه اتلس سوه نهه شپېتم عيسوي كال دنياته سترګې رڼې كړې. يوولس كلن ؤ چې پلار يې مړ شو. په پنځم ټولګي كې ؤ چې له ښوونځي وايستل شو. له دې وروسته يې له ځان سره د شاعرانو مطالعه پيل كړه او بالاخره بريالى شو چې بكلوريا ترلاسه كړي. لومړنى اثر يې (د اندرې والتر) لوڼې په نوم خپور كړ. د دې كتاب اصلي موضوع له شهرت سره مبارزه ده. د اندرې ژيد درست آثار د غريزي غوښتنو پر بنسټ ولاړدي. هغه الجزاير ته د سفرپه موده كې په نري رنځ اخته شو. (د مځكې نښې نښانې) د اندرې ژيد د دې مودې اثر دى.

د 1995كال په دې ورځ ناول ليكوال او سناريوليكونكى كالدرويلنګټن Calder Willinghamپه دوه اوياكلنۍ كې په ابدي خوب ويه شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...