دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد طالبانو امارت: ګاونډیان د افغان کډوالو د شتمنۍ او ملکیتونو د...

د طالبانو امارت: ګاونډیان د افغان کډوالو د شتمنۍ او ملکیتونو د ګرځولو حق نه لري

تاند:( چارشنبه، د عقرب ۱۰مه) د طالبانو رژیم په یوه اعلامیه کې ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو د شتمنیو، ملکیتونو او پیسو د ګرځولو حق نه لري.

په دې اعلامیه کې راغلي: له کومو هیوادونو څخه چې افغانان د اجباري اخراج په نتیجه کې بیرته خپل هیواد ته راستنیږي، د هغوی مالونه، پيسې او نور ملکیتونه يې شخصي مال او د دوی حق دی، هیڅوک دا حق نه لري چې ورڅخه ويې ګرځوي او یا په دې اړوند غیرعادلانه او نا انصافه شرائط پرې وضع کړي.

طالبانو له ګاونډیانو دا هم غوښتي، چې افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او د جبري اخراج په اړه یې بیا کتنه وکړي.

سرچینې دغه راز د ایستل کیدونکو افغان کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو خبر ورکړی او له هغو افغانانو چې د سیاسي اندېښنو له امله له هېواده وتلي، غوښتي چې په ډاډه زړه خپل هېواد ته ستانه شي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د وتو لپاره د پاکستان ۲۸ ورځینی مهلت پرون پای ته ورسېد.

له دې سره، له ډېرو ورځو راهیسې راپورونه شته چې پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي، پر کورونو یې چاپې اچوي، بندیانوي یې او په زوره یې خپل هېواد ته ستنوي.

طالب چارواکو د ایستل کیدونکو افغان کډوالو د پالنې لپاره د هڅو او تدابیرو خبر ورکړی.

له دې سره، ملګري ملتونه او ګڼ افغانان اندېښمن دي چې د کډوالو یو ځل ایستل به افغانستان کې بشري او اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

5 COMMENTS

  1. لعنت په ملګرو ملتونو او غربي نړۍ او تو لعنت په طالب او د هغه په تور بادار پنجاب. کوم ظلم چې دالخورو په افغانانو وکړ د داسرایلو چې په فلسطینیانو کړی کم دی. غربیان او ملګري ملتونه او ددوی مطبوعات یواځې د اسرایلو خبرونه نشروي او د مظلوم افغان ملت پوښتنه هیڅوک نکوي. خیر وخت به راشي پنجابیه او ګلخانه په خپل مټ به درنه غچ واخلو. افغانان باید په یو اتفاق نه د پاکستان توکي پریږدي او نه یې استفاده کړي، کوم نقصان یې چې در رسولی د منځنۍ اسیا ته تلونکي مالونه یې لوټ کړئ یا یې وسوزوئ. چې وس مو رسیږي پاکستان ته نقصان ورسوئ او چې بل هر څوک ورته نقصان رسوي لاس ورکړئ همدا جهاد دی او د جنت لاره ده.

  2. ‌د طالب ناموس پنجابی گرو کړی ده اوس طالب کونه نشی خوزوی همدارنګه چی پنجابی په دی ژمی کی ظلم کوی طالب دی هم وکړی په نو پاکستانی چی افغانستان ته را اوړی نیسی دی او تجارتی مالونه دی مصادره کړی تر څو پنحابی په خپل فکر راشی
    دوهم دا هم کیداشی چی دا دطالب په خوښی کیږی چون طالب د پاکستان ناروا ځامن دی او په همدی پهانه افغان ولس توهین کوی ملت باید یو د حل لار ځان ته پیدا کړی او له دی ذلیل حالت څخه ځان وژغوری

  3. د طالب مشرانو کورونه اوس هم پاکستان کی دی بی غمه اولادونه یی کالجونه وایی. اوس چی الله ج د طالب مستبد حکومت پر افغان اوس تحمیل کړی بیغیر له صبر څخه نور اولس څه کولی نشی. له یوې خوا بیکاری له بلی خوا ژمی او بیا د پنجابی ظلم صرف الله دی زمونږه د خلکو ساتندوی شی چاره څه ده؟

  4. په دې ټولو بې عدالتیو کې د ط د مشرانو ګناه او مسوولیت شته . که ټالب په خپل مشرتابه او رهبری کې د ملا ندیم ، ملا حکیم ، ملا هبټ او ملا حسن په شان کسان نه وای شامل کړي ، د هغوی پرځای مسلمان ، عادل او پوه دیني ، د عصري علومو عالمان ، مسلکي کسان او وطندوسته ملي شخصیتونه شامل کړي وای ، له ښځو او نجونو ، ښوونځیو او انسانیت سره یې دښمني نه کولای ، نن به دوی هم د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندل شوي وو ، افغانانو به هم د آرامي په فضا کې ژوند درلود ، کار ، تجارت ، ښوونځي او ژوند به عادي روال درلود. مهاجرین او کډوال به خپله راستانه شوي و.
    که ګاونډیو زمونږ مهاجر له خپل هېواده راوېستلو ته مجبورول ، نورو هېوادوالو به د هغوی لاس نیوی کولی شو، په ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو کې به رسمي او قانوني استازي موجود ول او خپل غږ به مو په رسا ډول نړیوالو پورې رساوو.
    زمونږ د سیمې او ګاونډ پنجابي دولت تر اسرائیلو زروارې ظالم ، بېرحم ، تجاوزګر او تورمخی دی . که خدای کول په دوی به هم داسې ورځ راشي .
    افغانانو خپلو کورونو ته راستانه شئ ، یو بل ته لاس ورکړئ . خپلې سرمایی خپل هېواد ته را انتقال کړئ . ومه لیدل چې پردی کټ تر نیمو شپو وي .
    نور خپل زمریان مه وژنئ که نه وي کاکړان او ګیدړان به مو وخوري .

  5. د افغانی پاسپورت غل وزیر اعظم او اسرائیلی ملیشه ظالمی قواوی ، اجرتی شر انګیز جنرالان او بګتی واری دون همته د څو ورځو وزیران په ټول دنائت سره په مظلومو ماشومانو، زنانه، سپین ږیرو
    او مریضانو باندی کوډلی ورانول ، وهل ، بندی کول ، پیسو او ګاڼو ته پلید لاس اوږدول او نور رذیلانه
    حرکات یو ځل بیا دا ثابته کړه ـ چي کاکړ پنجابی اداره نوره هم کګړه او تعفن یی جهانی شو او همدایی دضعف او سقوط علایم دی .
    نو افغان مظلوم ملت چي اوس کوم حامی یا غیرتی خادم په عالم اسباب کی نلری دټولو مظلومو لر او بر افغان نه هیله کوم چي په عاجزی او اخلاص سره خپل رب ته رجوع او سر ټیټ کړی او پنجابی اسرائیلی حکامو له شر نه افغان او ټول بشریت ته دِ نجات دُعاوکړی او عزیز ذو انتقام ذات دی زموږ او د فلسطین د مظلومانو انتقام ورنه واخلی او دواړه غاصب ، شریر حکام دِ په خپل قدرت ذلیل او تباه کړی .
    اللهم شتټ شملهم و فرق جمعهم و مزق دیارهم وخرب بنیانهم و قرب آجالهم و بدل احوالهم و خذ هم باخذ عزیز مقتدر .
    و نجنا برحمتک من القوم الکافرین
    دمظلوم دعا ژر قبلیږی او د تهجد نه وروسته دُعا مه هیروی ،که الله ج ته نژدی شو بیا ټول خیر زموږ دی ، ان شاءالله تعالی.
    او دا هم د الله غفار او رحیم نه غواړو چي خپل بهترین بندګان په ټول اُمت او خاص طور په لوی افغانستان کی حاکم وګرځوی . آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب