سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد طالبانو ادعا؛ د جاپان سفیر د لوړو زده کړو د پیاوړتیا...

د طالبانو ادعا؛ د جاپان سفیر د لوړو زده کړو د پیاوړتیا لپاره د شېخ ندیم کارونه ستایلي

تاند:( چارشنبه، د عقرب ۱۰مه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې د دغه وزارت وزیر شېخ ندا محمد ندیم سره د جاپان د سفیر د لیدنې خبر ورکړی.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د افغانستان لوړو زده کړو په پیاوړتیا کې د لوړو زده کړو سرپرست کارونه وستایل او ویې ویل چې جاپان د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل رامنځته  کولو هڅه کوي.

سرچینه زیاتوي، هغه همدارنګه د ډاکټر ناکامورا پروژو د بشپړولو ترڅنګ، د افغانستان له تحصیلي نظام سره د بنیادي کارونو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

طالبانو نه ده روښانه کړې چې د جاپان سفیر یې د لوړو زده کړو د وزیر د کومو هڅو ستاینه کړې ده.

شېخ ندا محمد ندیم د طالب مشرانو په هغه ډله کې دی، چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې له اصلي خنډونو بلل کیږي.

هغه له دې امله د یو شمېر هېوادونو د بندیزونو په لېست کې هم شامل دی.

4 COMMENTS

  1. دجاپان سفر شاید په دیبلوماتیکه ژبه د ندیم خرتوب ستایلی وی چی دا سومره خر او له انسانیت څخه لری او احمق انسان ده

  2. د جاپان سفیر په غوسه و ، هغه یورنګه پوښتنې کوی چی ناکامورا مو ولی وواژه؟ څو ځایونه د هغه په نوم نومولی شوی و، دهغه نوم مو ولی ړنګ کړی. هغه دا پوښتنه هم کوی چی د ناکامورا قاتل را وپیژنئ.

  3. دا هېڅ منطق نه مني ، چې د جاپان سفیر دې د دغه جاهل ، اسلام او پښتونولي ضد شخص صفت کړی وي . منافق نډیم به د هغه انتقادونه سرچپه کړي وي . په هر حال سره نډیم د اوسني عصر ، علم ، پوهې ، د افغانستان د ترقي ، انسانیت ، افغانیت ، عقل او منطق او بالاخره خپله د ط تحریک تر ټولو لوی دښمن دی .

  4. یا د جاپان سفیر تر حد زیاد شراب چیښلې وه یا د لوړو زده کړو د وزارت د مطبوعاتی دفتر د ویاند د نصوارو آهاک تر حد زیاد وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب