تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۲ مه) د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت د انجیل ولسوالي د جمعې د ورځې د ډزو په پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د دې ریاست د ريیس پرون (ناوخته) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د یوه تروریستي پېښه کې، وسلوالو کسانو د دې ولایت پر هغو اوسېدونکو ډزې کړې چې د تفریح لپاره د انجیل ولسوالۍ د دهمهری کلي ته تللي وو.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي ویلي چې دا پېښه د مازدیګر په درې بجې «سید محمد آغا» زیارت ته نژدې شوې، هغه ځای چې یو شمېر خلک د تفریح او سېل لپاره ورغلي وو.
هغه زیاته کړه چې په ډزو کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې یو ماشوم، دوه ښځې او ۱۲ نارینه شامل دي.
تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع ویلي و چې د لومړنیو شمېرو پر اساس، په دې پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.
قانع په خپله ایکسپاڼه کې همداراز کښلي چې ناپېژندل شوي وسله وال حمله کوونکي پر موټرسایکل سپاره وو او پر خلکو یې ډزې کړي دي.
د هرات اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل چې له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سمدستي سیمې ته رسېدلي، یو شکمن کس یې نیولی او د نورو عاملانو د پېژندنې او نیولو لپاره پلټنې روانې دي.
په همدې حال کې، د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار، د امنیې قوماندان شیخ نقیبالله عزیزي او د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي د پېښې لږ وروسته د هرات حوزوي روغتون ته ورغلي او د ټپیانو وضعیت یې له نژدې کتلی دی.
د هرات والي روغتیايي مسوولانو ته لارښوونه کړې چې د ټپیانو د درملنې په بهیر کې له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه کړي.
د دې خبر د خپرېدو تر شېبې هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او د طالبانو چارواکو هم تراوسه کومې ډلې یا لوري ته د تور ګوته نه ده نیولې. خو پخوا په افغانستان کې دا ډول بریدونه داعش کړي چې د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا مرکزونه یې په پاکستان کې دي.