تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۲ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که له ایران سره د سولې په خبرو کې هوکړه و نه شي، نو امریکا به پر ایران سخت او ځواکمن بریدونه وکړي.
هغه د جمعې په ورځ ګواښ وکړ چې د امریکا په جنګي بېړیو کې «تر ټولو پرمختللې وسلې او مهمات» بارېږي، چې که په پاکستان کې د سولې خبرې ناکامې شي، بریدونه بېرته پیل کړي.
ټرمپ د خپل مرستیال جې ډي ونس او خپلو ځانګړو استازو تر روانېدو لږ وروسته یوې ورځپاڼې ته وویل چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به څرګنده شي چې خبرې بریالۍ کېږي که نه.
هغه وویل: «موږ د بیا تنظیم په حال کې یوو. موږ په خپلو بېړیو کې هغه غوره وسلې باروو چې تر اوسه جوړې شوې دي، حتی له هغو هم پیاوړې چې مخکې مو کارولې وې.»
ټرمپ زیاته کړه: «که هوکړې ته ونه رسېږو، نو دا وسلې به وکاروو او ډېر اغېزمن به یې وکاروو.»
هغه له دې وړاندې په خپله خواله رسنۍ کې یو لنډ او مبهم پیغام هم خپور کړی و او لیکلي یې و: «په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن بیا تنظیم!»
د ایران د پلاوي غړي لا په رسمي ډول نه دي اعلان شوي، خو ځینې سرچینې وايي چې محمدباقر قالیباف او عباس عراقچي به پکې شامل وي.
په عین حال کې ایراني چارواکو ویلي، تر څو چې د خبرواترو دوه مهم شرطونه، یعني پر لبنان د اسراییل بریدونه او د ایران د کنګل شویو پیسو خلاصون عملي شوی نه وي، دوی خبرې نه کوي.
د ایران دې دوو شرطونو د خبرو احتمال له شکونو سره مخامخ کړی دی خو نن به ولیدل شي چې د دوی غیرمستقیم خبرې ممکن دي او که نه دي.
ټرمپ د ایراني چارواکو په اړه وویل: «موږ له داسې کسانو سره مخامخ یوو چې نه پوهېږو رښتیا وايي که نه.»
هغه زیاته کړه چې ایراني چارواکي مخامخ ورته وايي چې له اتومي وسلو تېرېږي، خو بیا له رسنیو سره بل ډول خبرې کوي.
ټرمپ وروسته د هرمز تنګي موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې ایران هڅه کوي د نړیوالو اوبو له لارې نړۍ تر فشار لاندې راولي.
هغه ایران ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: «یوازینی دلیل چې هغوی لا ژوندی دي، دا دی چې خبرې وکړي.»
له بلې خوا راپورونه ښيي چې د اوربند له اعلان سره سره د هرمز تنګي له لارې بل هم بېړۍ ازادې تګ راتګ نه شي کولی. تر پرونه پورې یوازې هغه ګوته په شمېر بېړۍ له هرمز تنګي څخه تېرې شوي چې د ایران بیرف پرې لګېدلی و.