Homeخبرونهامریکا تر سلو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته لېږلي

امریکا تر سلو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته لېږلي

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۲ مه) د امریکا متحدوایالتونو د ۲۰۲۲ کال له اکتوبر راهیسې له خپل هیواده لږ تر لږه ۱۰۴ افغان اتباع افغانستان ته بېرته استولي دي.

دا شمېرې د فدرالي معلوماتو له تحلیل څخه ترلاسه شوې دي، چې د «ډیپورټېشن ډیټا پروژې» له لوري راټولې شوې دي. د دغو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ له اکتوبر څخه د ۲۰۲۶ تر مارچ پورې ټولټال ۱۱۵۶ افغانان له امریکا څخه ایستل شوي، خو ډېری یې مستقیم افغانستان ته نه، بلکې درېیمو هېوادونو ته لېږل شوي دي.

دا معلومات د افغان پناه غوښتونکو د وضعیت په اړه مخ پر زیاتېدونکو اندېښنو ته اشاره کوي، ځکه چې د ایستلو پالیسۍ له بشري مسوولیتونو او د خوندیتوب له خطرونو سره ټکر کوي.

سره له دې چې د بشري حقونو بنسټونو پرله‌پسې خبرداری ورکړی، بیا هم د افغانانو ایستنې دوام لري، حال دا چې بېرته ستنېدونکي ښايي له جدي ګواښونو سره مخامخ شي.

په دې راپور کې یوه مهمه موندنه دا ده چې جنايي سابقه د ایستلو په پرېکړو کې نژدې هېڅ رول نه لري. شاوخوا ۹۷ سلنه هغه افغانان چې ایستل شوي، یوازې د کډوالۍ د قوانینو د سرغړونې له امله ثبت شوي او نه یې کوم جنايي محکومیت درلود او نه پرې کومه قضیه روانه وه.

له هغو ۱۰۴ کسانو څخه چې مستقیم افغانستان ته ستانه شوي، ۸۷ تنه یې هېڅ جنايي سابقه نه لرله، یوازې ۱۴ کسان محکوم شوي وو او درې نور له ناحل شوو قضیو سره مخامخ وو.

ډېری هغه کسان چې شړل شوي، یعنې ۹۲ تنه، د ایستلو وروستۍ پرېکړه یې ترلاسه کړې وه. خو ۱۲ کسان پرته له وروستۍ پرېکړې ایستل شوي، چې دا موضوع د حقوقي کارپوهانو لپاره د قانوني بهیر او اصولو په اړه پوښتنې راپورته کوي.

د معلوماتو له مخې، ډېری ایستنې په چټک ډول ترسره شوې دي. کابو ۹۰ سلنه قضیې د «نه منلو وړ» په توګه ثبت شوې دي، چې معنا یې دا ده چې دا کسان د کډوالۍ د محاکمې بهیر ته له داخلېدو پرته، ډېری وخت د امریکا د پولې په شاوخوا کې له نیول کېدو لږ وروسته، بېرته شړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بابولالې | آصف بهاند

د پښتني فلکلور یوه لرغونې سندره راغی رومال راغی ــ رومال پټ دی په قبو کې د «پلانکي» په سرکې ایښی، سر یې لوړ دې په...