Homeخبرونهپه هرات کې نامعلومو کسانو پر خلکو ډزې کړي، لسګونو کسانو...

په هرات کې نامعلومو کسانو پر خلکو ډزې کړي، لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۱ مه) نامعلومو وسلوالو کسانو د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې پر یو شمېر ملکي وګړو ډزې کړې دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښه نن جمعه (۲۱ حمل) په دهمیري کلي کې د هاشمي پله ته نژدې شوې ده.

دا سیمه د تفریح ځای په توګه پېژندل کېږي او عموماً خلک په تېره بیا شیعه ګان د چکر لپاره ورځي.

سرچینو زیاته کړې چې ډزې د خلکو پر یوې غونډې شوې دي او د مرګ‌ژوبلې شمېر لسګونه کسان بلل شوي.

خو تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر معلوم نه دی.

د هرات د مرکزي روغتون ډاکترانو ویلي چې تر لسو ډېر مړي وروړل شوي دي خو د پېښې شاهدان وايي چې ممکن د مړینو شمېر تر دې ډېر وي.

د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له قاضي امین وقاد سره کتنه| لعل پاچا ازمون

دا زما د ژوند کیسه ده، څلورم ټوک ناچاپ/ د ټاکنو له برخې څخه پر ملګری جنرال عاشق الله غریب چې په شپېتمو کالونو کې...