تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۱ مه) وروسته له هغې چې د پاکستان حکومت د ایران او امریکا د خبرو اترو په درشل کې د پنجشنبې او جمعې ورځې په ټول هېواد کې رخصتي اعلان کړې او دا خبر خپور شو چې خبرې به د جمعې په ورځ پیلېږي، څو لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی چې دا خبرې به د شنبې په ورځ (۲۲ حمل) ترسره شي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبرې به د وروستیو معمولاتو په شان غیرمستقیمې وي؛ یعنې دواړه لوري به په جلا خونو کې کښېني او پاکستاني چارواکي به د دواړو خونو ترمنځ پیغامونه لېږدوي.
د دې خبرو له پیل مخکې، پاکستان خپل پوځ سړکونو ته راایستلی څو په هېواد کې امنیت ټینګ کړي.
د ایران او امریکا ترمنځ د دوه اوونیز اوربند هوکړه چې د پاکستان په منځګړیتوب شوې، یوازې څو ساعته مخکې له هغه اعلان شوه چې د ډونالد ټرمپ ټاکلی ضربالاجل پای ته رسېدو ته نژدې و؛ هغه ضربالاجل چې ورسره دا ګواښ هم مل و چې «د ایران تمدن به له منځه ولاړ شي».
امریکایانو مزې مو دي پاکستانیان به مو ډیر قدر وکړي پنجابیانې به درنه لوګی کړي هم به مو شپه ښه وي او هم ورځ.