Homeخبرونهد روغتیا وزارت چارواکو له چین څخه وغوښتل چې افغانستان ته طبي...

د روغتیا وزارت چارواکو له چین څخه وغوښتل چې افغانستان ته طبي متخصصان ولېږي

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۱ مه) د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دې وزارت یو شمېر مسوولانو د چین له استازو سره په کتنه کې د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا او افغانستان ته د چینايي متخصصانو د لېږلو په اړه خبرې کړې دي.

د دې وزارت په وینا، دغه متخصصان به د دواړو هېوادونو ترمنځ د طبي همکاریو د پراخولو په موخه افغانستان ته راشي.

د عامې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ (۲۱ حمل) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې ناسته کې د دودیز طب په برخه کې د علمي ظرفیتونو پر لوړولو، د طبیعي پېښو پر مدیریت، د روغتیايي کارکوونکو د وړتیاوو پر لوړولو او د دودیز طب د مرکزونو پر جوړولو خبرې وشوې.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو او چینايي پلاوي ترمنځ هوکړه شوې چې د ساري ناروغیو د څار او مخنیوي لپاره به چینايي متخصصان افغانستان ته راوبلل شي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د افغانستان روغتیايي سیستم له جدي ستونزو سره مخامخ شوی او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر هم ویلي و چې د افغانستان روغتیايي سیستم له ژورو ننګونو سره مخ دی.

له یوې خوا نړیوالې مرستې کمې شوي او له بلې خوا طالبانو د نجونو پر زده کړه بندیز لګولی او له دې کبله د افغانستان روغتیايی سیستم سخت زیانمن شوی دی.

3 COMMENTS

  1. سوډرانو ! د افغان خوندو په مخ د علم دروازې پرانیزۍ که رښتیا هم مسلمانان او د نازو انا میرویس نیکه اولاده یاست؟ دغه خبره د شرم خبره ده سي تاسي چینایان راولۍ ! ایا دغه نسل ځوان نسل تر چینایانو کم عقل دي ؟ 😔

  2. د لنډې مودې لپاره د یوڅومتخصصو داکترانو ګمارل به ګټور وي ، خو د ډېرو داکترانو راوستل او د اوږدې مودې لپاره به زمونږ طب تا تاوان ورسوي ، په خپلو داکترانو به اعتبار کم شي ، لټي او پر نورو تکیه کول به له بده بدتره شي .
    له بلې خوا د چینایی جاسوسانو کار ته به سمه زمینه برابره شي ، د هغوی امنیت ، معاش ، کور او نور مسایل به هم د افغانستان د خلکو په غاړه وي .
    ښه خو داده ، چې خپل اولادونه هلکان او نجوني سمې په عصري علومو وروزي . مونږ داکترانو ، نرسانو ، تخنیکي پرسونل ، انجنیرانو ، وترنرانو او همدارنګه د معدن ، اوبو ، کرنې ، بندونو ، کورونو ، سرکونو ، دیني علومو ، قضا ، حقوقو اقتصاد ، دیپلوماسي ، تعلیم او روزنې او خلاصه په هره برخه کې متخصصینو ته ضرورت لروی .
    باید او باید خپل اولادونه او هېوادوال وروزو ، هم به ارزانه وي ، په ملي او اسلامي روحیه د هغوی روزل وطندوستي روحیه لوړوي . وطندوستي د ایمان جزده.

  3. اروپا، استرالیا، امر یکا له افغانې ډاکترانو او انجنير انو ډکه ده ټول جګي زدکړي او د کار تجربي لري ډیری دد متخصیصونو نیار دې چي وتن در شي چي هم کار وکړي او هم نران او ښځینه و روزي. تاسي نه دا غوښتني او نه د خدمت ته چمتووالی ښکاره کوې څکه چي د پوه افغانانو په موجودیت د ځان د بي اعتباري ، منافقت او عامفریبې ویره وینې ځکه چینایانو ته زارې کوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...