Homeخبرونهد جرمني صدراعظم وايي، د ایران په اوربند کې باید لبنان هم...

د جرمني صدراعظم وايي، د ایران په اوربند کې باید لبنان هم شامل شي

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۱ مه) د جرمني صدراعظم د پنجشنبې په ورځ وویل چې جرمني له ایران سره وروسته له هغه خبرې بېرته پیل کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ یو نازک اوربند ټینګ شوی دی.

فریدریش مرڅ خبریالانو ته وویل: «له یوې اوږدې چوپتیا وروسته چې جدي دلایل یې لرل، اوس موږ د حکومت په توګه له ایران سره خبرې پیلوو.»

هغه زیاته کړه چې دا اقدام «له متحدو ایالتونو او زموږ له اروپایي شریکانو سره په همغږۍ» ترسره کېږي.

مرڅ همداراز وویل چې په لبنان کې د اسرائیل روان پوځي عملیات کولی شي د امریکا او ایران ترمنځ د منځني ختیځ د جګړې په اړه د سولې خبرې له خطر سره مخامخ کړي.

هغه وویل: «موږ د لبنان د جنوب وضعیت په ځانګړې اندېښنه تعقیبوو. په هغه شدت چې اسرائیل هلته جګړه پر مخ وړي، کولی شي د سولې ټوله پروسه ناکامه کړي، او باید اجازه ورنه کړل شي چې داسې څه پېښ شي.»

په لبنان کې د اسرائیل د دوامدارو بریدونو له امله، غوښتنې زیاتې شوې دي چې دا نازک اوربند دې پراخ شي او لبنان دې هم پکې شامل کړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...