Home+ناول د صبر هنر دی| ع ارمان

ناول د صبر هنر دی| ع ارمان

د ښو ناول لیکونکو خوبي دا وه چې یو ناول به یې ولیکه، بیا به تر ډېره خاموشه پاتې شول. ناول په لنډ پلان نه لیکل کېږي؛ وخت غواړي. د دې لپاره یوه ذهني دنیا باید جوړه وي، او ذهني دنیا په اسانه نه جوړیږي. مونږ چې د یوه عام بادپرک یا بل کوچني شي د جوړولو نیت وکړو، څومره فکرونه پرې کوو؛ له جوړولو وروسته بیا هم مطمئن نه شو، کله یې خراب کړو، بیا یې جوړ کړو. خو یو داسې شی چې مونږ یې نړۍ ته د نامعلومه وخت لپاره پرېږدو، د یوې ژبې په حافظه او د خلکو د فکر برخه یې ګرځوو، هغه بیا دومره بې پروا نه شي پرېښودل کېدای. حیراني نه ده چې کله ناکله مونږ د یوې کیسې د لیکلو پر وخت د هغې د اوږدمهاله اغېز په اړه ډېر لږ فکر کوو؟
ناول یوازې د پېښو یو تسلسل نه دی؛ ناول یوه دنیا ده. لکه څنګه چې په رښتینې دنیا کې خلک ژوند کوي، خوشحالۍ او دردونه لري، همداسې د ناول دننه هم یوه بله نړۍ وي. د دې نړۍ جوړول د وخت، تجربې او ژور فکر غوښتنه کوي. لیکوال باید د خپلو کرکټرونو سره دومره نږدې شي چې د هغوی له سترګو نړۍ وویني، د هغوی د زړه درد احساس کړي، او د هغوی په ذهن کې پرتې پوښتنې جواب کړي. کله چې دا اړیکه ټینګه شي، بیا ناول لیکل کېږي نه، بلکې ژوند کوي.
څه ورځې مخکې مې د اردو ژبې لیکوال “اقبال خورشید” په کتاب «فکشن سے مکالمہ» کې دوو منفردو ناولونو «اداس نسلیں» او «باگھ» د خالق “عبدالله حسین” یوه مرکه لوستله. هغه وایي:
“کله چې زما لومړی ناول «اداس نسلیں» چاپ شو، زه په شپو شپو کې ډېر مشهور شوم. خو ما هر څه پرېښودل، انګلینډ ته ولاړم. کورنۍ به راته ویل: ته ولې ولاړې؟ ته خو ډېر مشهور شوې، راشه یوه رساله یا اخبار راوباسه، کومې سیاسي پارټۍ ته داخل شه، ډېر ادیبان به ستا شاوخوا ګرځي، په ملک کې به درته لوی مقام درکړي.
خو زما په دې خبرو کې هیڅ دلچسپي نه وه. ما له یوه ښه ناول لیکونکي اورېدلې وه: You are only as good as your second novel. مطلب دا چې که ستا دوهم ناول ښه وي، نو ته ښه ناول لیکونکی یې؛ کنه یو ناول خو هر څوک لیکلی شي. ما له هغې ورځې اراده وکړه چې تر هغې به بل ناول نه لیکم تر څو چې ځان تیار نه کړم. ما دیارلس کاله هیڅ هم ونه لیکل. کله چې پوه شوم چې اوس تیار یم، نو له ما د «باگھ» په څېر ناول ولیکل شو.”
وخت د ناول اصلي امتحان وي. ډېر لیکوالان شته چې په چټکۍ سره یو ناول ولیکي، خو وخت ئي وروسته معلوم کړي چې هغه اثر څومره ښه و.؟ ځینې ناولونه په لومړي سر کې ډېر شور جوړ کړي، خو څو کاله وروسته هېر شي؛ او ځینې بیا داسې وي چې په خاموشۍ چاپ شي خو وروسته د ادب په تاریخ کې ځای پیدا کړي.
تر ټولو ضروري شی د لیکوال لپاره په کیسه کې د ځان او کرکټرونو تر میان د فاصلې مقام پېژندل دي. که لیکوال دا مقام نه وپېژني، د ځان او کرکټرونړ تر میان فکري افق او دردونه درک نه کړي، نو کیسه به یوازې د الفاظو یو ترتیب وي.
کیسې خو د انساني ذهن فطري برخه ده؛ انسان له کیسو سره کډ دنیا ته راغلی. د ماشومتوب له اولې ورځې بیا تر زړبونه پورې، هر څوک د یوې کیسې حصه وي. موږ د خپلو زندګیو په اړه کیسې وایو، د نورو کیسې اورو، او د همدې روایتونو له لارې نړۍ درک کوو.
خو په کیسه کې خوند پیدا کول او هغه په یوه ځانګړي قالب کې اچول ژور فکر او ډېر وخت غواړي. لیکوال باید ډېر ولولي، ډېر وګوري، ډېر فکر وکړي. مطالعه د لیکوال لپاره یوازې معلومات نه دي؛ مطالعه د هغه د ذهن غذا ده. هره ښه جمله چې لیکوال لولي، هره ژوره کیسه چې ورسره مخ کېږي، د هغه د ذهن په کومه پټه برخه کې ځای نیسي او وروسته د هغه د خپل تخلیق برخه ګرځي.
مشهور ارجنټایني لیکوال “خورخه لويس بورخيس” وایي:
“تاسو کیسه پیدا کړئ، بیا یې په ذهن کې وساتئ، هغې ته غذا ورکړئ — غذا یعنې مطالعه او وخت — تر څو هغه ځوانه شي.”
بورخیس واقعي هم ښه وائي. کیسه د یوه زڼي/بیج په څېر ده: که هغه وکرو او بې له پالنې یې راوباسو، ښايي ژر مړاوې شي. خو که وخت ورکړو، د فکر خاوره ورته برابره کړو، د مطالعې  سره ورکړو او د تجربې اوبه پرې واچوو، نو هغه ورو ورو ریښې وکړي، لویه شي، او په اخر کې داسې ونه ترې جوړه شي چې ډېرو خلکو ته سیوری او میوه ورکړي.
همدا وجه ده چې ډېر لوی لیکوالان کله ناکله د کلونو لپاره خاموش پاتې شوي دي. دا خاموشي تشه نه وي؛ دا د فکر هغه پټه کارخانه وي چېرته چې کرکټرونه، فضاګانې او پېښې ورو ورو د ذهن په ماشین کې تراشل کیږي. لیکوال په ظاهره څه نه لیکي، خو په باطن کې ئي د کیسو نړۍ اباده کړې وي. کله چې دا نړۍ پخه شي، بیا الفاظ په خپله لار پیدا کوي.
په اصل کې ناول د صبر هنر دی. څوک چې د صبر ونه لري، ښايي کیسه ولیکي خو د کیسې دنیا به ئي هنري ښایست نه لري. ځکه ناول یوازې د څو پاڼو نوم نه دی؛ ناول د هنري فکر یو اوږد سفر دی. هغه سفر چې لیکوال یې په یوازیتوب کې پیلوي، خو وروسته زرګونه لوستونکي ورسره مل شي.
او شاید د ناول تر ټولو لوی راز همدا وي: یو انسان په خاموشۍ کې فکر کوي، خو د هغه فکر وروسته د ډېرو خلکو د ذهن برخه ګرځي، او دا هغه شی دی چې ادب ته ژوند ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني...