تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۱ مه) د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر سهیل افریدي له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې چې هماغسي چې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ په جګړه کې د منځګړیتوب رول لوبوي، همداسې دې له افغانستان سره هم ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
ده ټینګار وکړ چې که مرکزي حکومت له افغانستان سره د ستونزو د حل کولو هڅه وکړي د خیبرپښتونخوا صوبایي حکومت به یې پوره ملاتړ وکړي.
هغه د پنجشنبې په ورځ د پېښور په وزیر اعلی ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې د دوی مشر عمران خان تل د سولې د ټینګښت دریځ درلود، خو له بده مرغه د تېرو کلونو پالیسۍ په بندوخونو کې جوړې شوې وې چې پایلې یې تر اوسه هم هېواد ګالي.
سهیل افریدي زیاته کړه چې د عمران خان له لوري د غونډې لغوه کول دا ښيي چې دوی وطنپال دي.
هغه له عمران خان سره د خپلې وروستۍ لیدنې په اړه وویل چې د هغه روغتیا هماغسې ده او ښه والی پکې نه دی راغلی، او تر اوسه یې د شخصي ډاکترانو له خوا درملنه نه ده شوې.
نوموړي یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې د هغه درملنه دې د کورنۍ د غړو په حضور کې په یو غوره روغتون کې وشي، ځکه د حکومت له لوري اوسنۍ درملنې کوم ښه بدلون نه دی راوستی.
هغه دا هم وویل چې عمران خان لارښوونه کړې چې په لسو ورځو کې دې په خیبر پښتونخوا کې یوه لویه غونډه جوړه شي، چې نېټه به یې په راتلونکو یوې یا دوو ورځو کې اعلان شي.
سهیل افریدي زیاته کړه چې دوی سولهییزه مبارزه کوي، خو په دوامداره توګه له خنډونو سره مخامخ دي، او ټینګار یې وکړ چې دوی نورې لارې چارې هم لري.
د صوبې د امنیت په اړه هغه وویل چې په جنوبي سیمو او پخوانیو قبایلي ولسوالیو کې یو پلان چمتو کېږي چې له مخې به یې امنیت ټینګ شي، او که دا پلان په رښتینې توګه عملي شي، نو په سلو ورځو کې دننه به امنیت ټینګ شي.