پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپېښور پوهنتون له سخت مالي بحران سره مخامخ دی

پېښور پوهنتون له سخت مالي بحران سره مخامخ دی

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۲۰ مه) د پېښور پوهنتون د ګډ اقدام کمېټې د پوهنتون پر مالي کړکېچ ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې صوبایي حکومت له مالي او اداري پلوه په بشپړه توګه ناکام شوی، نو ځکه باید پوهنتون فدرالي حکومت ته وسپارل شي.

د پاکستاني رسنیو د پروني (جمعه) د راپور له مخې، د ډاکټر ذاکرالله جان په مشرۍ په غونډه کې د پوهنتون استادانو او اداري چارواکو د کارکوونکو په منځ کې د خپګان او اندېښنې یادونه وکړه.

له غونډې وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د معاشونو او تقاعد (پنشن) پر وخت نه ورکول او د پوهنتون مخ پر زیاتېدونکی مالي بحران د جدي اندېښنې وړ دی.

کمېټې په یوه خوله یو پرېکړه لیک منظور کړ چې پکې ویل شوي صوبایي حکومت د پېښور پوهنتون د چارو په سمبالولو کې په بشپړه توګه پاتې راغلی او باید پوهنتون فدرالي حکومت ته وسپارل شي، څو دا پرېکړه د پوهنتون او د خیبرپښتونخوا د خلکو په غوره ګټه تمامه شي.

د خیبرپښتونخوا حکومت د عمران خان د تحریک انصاف ګوند په لاس کې دی او له همدې کبله مرکزي حکومت دې ایالت ته لازمه بودجه نه ورکوي څو ایالتي حکومت تر فشار لاندې وي.

په بیان کې ادارې ته خبرداری ورکړل شوی چې که د کارکوونکو قانوني غوښتنې، په ځانګړي ډول د معاشونو او پنشن سمدستي ورکړه، پر وخت پوره نه شي، نو احتجاج به لا پراخ شي او تعلیمي او اداري فعالیتونه به تحریم (بایکاټ) شي.

1 COMMENT

  1. ځکه له ستونزو او ورکې سره مخامخ ده سي تور پنجابی پکې زده کړې نه کوي یوازي پښتانه نو تور دجال پنجابی غواړې سي پښتون ته بله د جهالت دروازه هم پرانیزي او علم دروازو ته کلپ ورواچوي 😔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...