پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ایران د اعتراضونو په اړه د دغه هیواد حکومتي او نورې...

د ایران د اعتراضونو په اړه د دغه هیواد حکومتي او نورې رسنۍ څه وايي

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۲۰ مه) په داسي حال کې چې نړیوالې رسنۍ، تېره شپه یعني په ایران کې د اعتراضونو په دیارلسمه شپه هم د پراخو اعتراضونو د دوام خبر ورکوي، د ایران سپاه پاسداران ته نژدې تسنیم خبري آژانس وايي، د تهران د مرکزي میدانونو او واټونو لکه د ولي‌عصر واټ او مېدان، انقلاب میدان، د انقلاب او آزادۍ واټونه، د ولي‌عصر څلورلارې، فردوسي میدان، کریمخان زند واټ او شاوخوا سیمو کې، د ایران ضد ډلو له بلنې سره سره، شپه بشپړه ارامه تېره شوې او د تېرې شپې د ګډوډیو کومه نښه نه ده لیدل شوې.

همدارنګه تسنیم ته رسېدلي راپورونه ښيي چې همداسي وضعیت د تهران په ډېری سیمو او مېنو کې وو، او یوازې په ځینو سیمو لکه تهرانپارس، جنت‌آباد، میدان کاج، پاسداران، نظام‌آباد، هفت‌حوض او دولت کې د محدودو ګډوډیو راپورونه ورکړل شوي دي؛ خو په دغو سیمو کې هم حالت د وړمې شپې پرتله ډېر ارام و.

په راپور کې ویل شوي چې هغه پېښې چې تېره شپه په ځینو سیمو کې رامنځته شوې، د ترهګریزو عملیاتو څرګند مثال و، چې وسله‌وال کسان د ګډوډیو په منځ کې پټ شوي وو. د نفوذي کسانو له لوري پر ځینو ګډونوالو ډزې شوې وې او عامه شتمنۍ او ځینې شخصي ځایونه، لکه درملتونونه او کلینیکونه هم سوځول شوي وو.

د امنیت ساتونکو ځواکونو د وړمې شپې له تاوتریخوالو وروسته په جلا جلا اعلامیو کې ټینګار کړی چې د ایران د خلکو د ځان او مال د ساتنې لپاره به له ګډوډوونکو او وسله‌والو ترهګرو سره هېڅ ډول نرمښت ونه شي.

له بلې خوا له اروپا څخه ایران ته خپرېدونکې «رادیو فردا» وايي، د تهران ښار د بېلابېلو سیمو لکه سهروردي، سعادت‌آباد او ولي‌عصر، او همدارنګه له شیراز او مشهد څخه ترلاسه شوي ویډیوګانې ښيي چې د پنجشنبې شپې په پرتله، دا ځل لا ډېر خلک سړکونو ته راوتلي دي.

بي بي سي فارسي بیا وايي، سره له دې چې په ایران کې انټرنیټ پرچاو او یا خورا محدود شوی دی، خو تصویرونه او راپورونه ښيي چې د ځپل کېدو له اندېښنو سره ـ سره، ګڼ شمېر معترضان بیا سړکونو ته راوتلي دي او د پرله‌پسې دیارلسمې شپې په مخه خپلو حکومت ضد اعتراضونو ته دوام ورکوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه غبرګون کې ویلي چې دوی د ایران وضعیت له نژدې څاري او یو ځل بیا یې ټینګار کړی:
«ما په ډېر قاطع ډول ویلي، که هغوی لکه پخوا د خلکو وژل بیا پیل کړي، موږ به بې تفاوته پاته نه شو.»

بېلابیلې رسنۍ وايي چې یو شمېر ایرانیانو د سټارلینک له لارې ویدیوګانې خپرې کړي یا رسنیو ته لېږلي دي.

په دغو لېږل شویو تصویرونو او ویدیوګانو کې د ایران د پخواني پاچا د ولیعهد رضا پهلوي عکسونه او د ایران د شاهي حکومت بیرغونه لیدل کېږي او د شاهي حکومت په ملاتړ شعارونه اورېدل کېږي.

په ایران کې تر دې پخوا هم د اسلامي جمهوري نظام خلاف پراخې مظاهرې شوي خو حکومت بریالی شوی چې مظاهره چیان وځپي او وضعیت کنټرول کړي.

خو دا ځل دا مظاهرې وروسته له دې کېږي چې اسراییل پر ایران سخت بریدونه وکړل، د دغه هیواد د هوايي دفاع سیستمونه یې ویجاړ کړل، مهم پوځي چارواکي یې ورووژل او په مجموع کې یې د ایراني چارواکو او د اسلامي جمهوري نظام د پلویانو روحیه کمزورې کړه.

د ایران پخوانی ولیعهد شهزاده رضا پهلوي خلک لاریونونو ته وربولي:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...