پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د ايران اسلامي انقلاب د ولس ملاتړ له لاسه ورکړى دى 

د ايران اسلامي انقلاب د ولس ملاتړ له لاسه ورکړى دى 

عبدالوحید وحيد

د ايران اسلامي انقلاب په ۱۹۷۹ کال کې د سلطنتي نظام په اډانه کې د فساد، استبداد، ټولنيزې نابرابري او بهرنيو لاس وهنو پر وړاندې د ملي پاڅون په نتيجه کې د مذهبي مشرتابه په نوښت  تېر سلطنتي نظام راوپرځاوه . د اسلامي انقلاب لومړنۍ وعدې له اسلامي اصولو سره سم د عادلانه، ولسواک او ټولنيز عدالت پربنسټ د ولاړ نظام جوړول وو، چې د ټولو پرګنو د حقونو خونديتوب تضمين کړي، خو داسې ونشو. د پنځه لسيزو له تېرېدو او د ايرانى رژيم لخوا په ډېرو برخو کې له ډېرو هڅو او هاند له کولو سره سره ،  نظام لا هم د ولس په منځ کې هغه مشروعيت نه دی ترلاسه کړی چې د انقلاب په سر کې يې له ولس سره ژمنه شوې وه. د دغې ناکامي بنسټيز لاملونه په څلورو عمده برخو کې رالنډوم :

سياسي محدوديتونه، اقتصادي ستونزې، نړيوال بنديزونه او ټولنيز بدلونونه.

سياسي محدوديتونو، په ټاکنو د ولس کمرنګه ګډون

او د ايران اسلامي نظام په مذهبي مشرتابه کې د اتوکراتيکي ځانګړتياو له امله د سياسي مخالفتونو او د بيان د آزادي په برخو کې محدوديتونه رامنځته شوي دى. د رسنيو کنترول، د انتخاباتو محدوده روڼتيا او د سياسي اپوزيسيون کمزوری شتون له ولس سره د فعال سياسي مشارکت رامنځته کيدو مخه نيولې ده. په ټاکنو کې د روڼتيا او د ولسي  رايو د واقعي اغېزو نشتوالی د نظام د مشروعيت د کمښت يو بنسټيز دليل دی. څېړنې ښيي چې د ۱۹۷۹ کال انقلاب مشرانو د خلکو د سياسي ځواکمنتيا او په حکومتي بنسټونو کې د فعاله ګډون وعده کړې وه، خو په عملي ډګر کې دغه ژمنه په سمه توګه پوره نه شوه.

اقتصادي ستونځې او د ولسي باور له لاسه ورکول؛

اقتصادي ستونځې د هر نظام مشروعيت په وړاندې تر ټولو جدي ننګونې ګڼل کېږي . ايران د نفتي سرچينو پر اقتصادي انحصار ولاړ هېواد دی، چې د کورني صنعت او توليد په برخه کې بې محدوديتونه رامنځته کړي دي. اوږدمهاله بېکاري او د کورنيو اقتصادي پاليسيو ناکامي د ولسي توقعاتو د پوره کيدو هيلو ته زيانونه رسولي دي. د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې د ايران ځوان نسل د اقتصادي فشارونو او په کورني مارکېټ کې د حکومت لخوا د لګول شويو محدوديتونو له امله د خپل ژوند معيارونه خورا ښکته ګڼي.

د امریکا او نورو لوېديځو هېوادونو له خوا د ايران پر اقتصادي سکتورونو باندي د تحريمونو دوام د خلکو ژوند ته جدي ننګونې رامنځته کړې دي. د تېلو او انرژي محدوديت، له نړیوالو بازارونو سره محدودې اړیکې، او د ژوند لپاره د اړتیاوو پوره کوونکو توکو د بيو لوړوالی د ولس په منځ کې له نظام څخه د ولسي ملاتړ ګراف ښکته کړى دى. د لويديځ اقتصادي بنديزونه د دې لامل شوي چې ولس د نظام په اقتصادي وړتياو باندي د خپلو هيلو د پوره کولو  باور له لاسه ورکړي.

ټولنيز بدلونونه او فرهنګي ټکر؛

په ځوان نسل کې د لوړو زده کړو د کچې لوړوالي، د معلوماتي تکنالوژي پراختيا، د انټرنټ او ټولنيزو شبکو زياتوالي او د نړيوالو کلتوري اغېزو پراخوالي د ځوانانو په منځ کې د فکري آزادي او له نظام څخه د هيلو کچه لوړه کړې ده. ددغو پرمختګونو په پايله کې د نظام له دوديزو محدوديتونو او عقيدوي اصولو سره ټکر رامنځته شوى دى.  ولس د انقلاب د لومړنيو اهدافو او نظام له اصولو سره واټن پيدا کړې ده. ځوان نسل د اقتصادي او فرهنګي آزادي او د سرچينو د انډوليز وېش غوښتونکی دی، خو دغه غوښتنه د نظام له مرکزيت او نورو محدوديتونو سره ټکر لري او د نظام د مشروعيت يې تر پښتنو لاندي راوستى دى.

پایله
د ايران اسلامي نظام چې په سياست نړيوالو اړيکو ملي ګټو سيمه ييزو  حساسيتونو رقابتونو او نزاکتونو باندي د پوهه او تجربه درلودونکي مشرتابه،  د معاصرې تيکنالوژي په برخه کې د خورا لوړې کچې کادرونو، پياوړي مسلکي امنیتي ځواکونو درلودلو او د پنځو لسيزو له تېرېدو سره سره د ولس په زړونو کې هغه محبوبيت او مشروعيت نه دی ترلاسه کړی چې د انقلاب په سر کې يې وړاندوينه کيده.

د اقتصادي سرچینو نا انډوله وېش، سياسي محدوديتونه، اقتصادي نيمګړتياوې، نړيوال فشارونه،  ټولنيز بدلونونه  او تر ټولو مهمه دا چې ايراني نظام د سيمې په هېوادونو باندي د نفوذ موندلو لپاره د جنګي نيابتي ډلو په رامنځته کولو باندي ستره پانګونه هغه عوامل دي چې له امله يې اپراني نظام د خلکو هيلو ته مثبت غبرګون ونشو ښوداى او د ولس باور يې له لاسه ورکړه. د انقلاب لومړنۍ موخې او د ښه ژوند لپاره د خلکو هيلې په عملي ډګر کې  پوره نشوي، او همدغه ستونځې له نظام څخه د ولسي ملاتړ د دوام لپاره تلپاتې چلنج پاتې شوی دی. د ايران نظام  د ولسي باور ترلاسه کولو لپاره بايد اقتصادي اصلاحاتو، د سياسي مشارکت پراختيا، د خلکو ټولنيزو او فرهنګي غوښتنو درناوی، او د نړيوالو فشارونو سره د عاقلانه تعامل له لارې خپل بايللى ولسي ملاتړ په نوي ډول رامنځته کړى واى خو داسې ښکاري چې وخت ورسره ياري نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...