تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۲۰ مه) د منځنۍ کورمې خلکو د جنورۍ پر نهمه د پېښور پریس کلب مخې ته د روانو پوځي عملیاتو خلاف احتجاج وکړ او له حکومته یې د پوځي عملیاتو پر ځای د دایمي امن، مرستو او د بېکوره شویو خلکو د ستنولو غوښتنه وکړه.
احتجاج کوونکو وویل چې حکومت دې په سیمه کې امنیت ټینګ کړي، له اغېزمنو کورنیو سره دې مرسته وکړي او د خلکو د روزګار بندوبست دې وکړي.
په منځنۍ کورمه کې د پاکستان پوځ له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د وسلوالو پر ضد عملیات کوي، چې د اکتوبر پر اوومه د پوځ پر قافلې له برید وروسته پیل شوي وو. په هغه برید کې ۱۴ سرتېري او دوه افسران وژل شوي ول، او پوځ د ۱۹ وسلوالو د وژلو دعوه هم کړې وه.
له بلې خوا، امنیتي چارواکو د سیمې خلکو ته ویلي چې د عملیاتو له امله دې ۴۴ کلي خالي کړي، خو ځینو قبایلي مشرانو د سیمې پرېښودل رد کړي دي. چارواکي وايي، د خلکو د خوندي کولو لپاره به له هغو خلکو سره چې کډه کوي، مرستې وکړي.
حکومت او امنیتي ځواکونه ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پر ضد به عملیات جاري ساتي.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د کورمې په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو حملې کوي.